بیلابیلې لیکنې
د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې
د لوګر ولایت نا سمه ولایتي اداره او د دې ولایت د اوسیدونکو ځينې ستونزې د محمدالله ارین احمدزي لیکنه وروسته تر دې چې د کرزي اداره په افغانستان کې واکمنه شوه، د ډيرو خلکو په زړونو کې ځينې هیلې را پيدا شوې هرچا به ویل چې ډير ژر به سړکونه پاخه شي، روغتونونه، ښونځي او نور ځایونه به یا نوي جوړ شي او یا به تیر جوړ شوي بیرته ورغول شي.په ځينو هغو ولایتونو کې چې څه ناڅه د ځينې هیوادونو سره یې ګډې پولې لرلې څه ناڅه پرمختګونه وشول چې ښه بیلګه یې کندهار، هرات، مزارشریف او جلال اباد دي. خو
د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۴۹ دور د فارغانو د غونډې راپور
د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۴۹ دور د فرغینو د غونډې راپور وروسته تر دې چې د کابل پوهنتون تاسیس شو او د لومړي ځل لپاره یو داسې عملي نهاد په افغانستان کې جوړ شو د ډيرو پوهنځیو د جوړیدو تر څنګ د ژبو ادبیاتو پوهنځی هم د دې جوړو شویو پوهنتونو څخه یو وو چې جوړ شو.چې د دې پوهنځي په چوکاټ ګې د نورو پوهنځیو تر څنګ د ملي ژبې (پښتو) لپاره هم یو دیپارتمنت پکې جوړ شو چې لومړنۍ مشر یې پوهاند عبدالحی حبیبي وو. په تیرو ۴۸ کلونو کې یې ډير فارغین ټولنې او بیا په تیره د پښتو ژبې د خدمت لپ
په نبوي دوره کې د مدینې اقتصادي وضعه(لومړۍ برخه)
په نبوي دوره کې د مدینې اقتصادي وضعه د عبدالله عبدالعزیز بن ادریس لیکنه ژباړه:محمدالله آرین احمدزی د دې ترڅنګ چې ډيری کسان او په حانګړې توکه کفري نړۍ تل په دې اند ده او خپلو پيروانو او طرفدارانو ته تل دا په خولو کې ورکوي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) یوازې جګړې کړي او نور یې هیڅ هم نه دي کړي تل یې په نورو بریدونه کړي خو دوی په دې نه پوهیږي چې همدې دین وکولای شول د هرچا ناموسونه په امن کړي،
غزل:محمدالله ارین احمدزی
لا مې د ژوند سره جګړه ده جګړه ختمه نه ده بس نور ما کړې فیصله ده جګړه ختـــمه نه ده په تلوسه کې مې وو نه موند خدایه چیرې به وي د هجر شپه څومره اوږده ده جګړه ختمه نه ده پاس په اسمان کې چې کوي اشارتونه ستوري سپوږمۍ د وریځې میلمنه ده جګړه ختمه نه ده یو ځل به بیا ګورې جانانه چې غماز کړي ختم له وفا ډکه پښتــــــــــــــ
څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟
څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟ د یوې لنډې کیسې لیکل د دې سره سره چې ډير ستونزمن دي ولې غیر ممکن هم نه دي.د دې په اړه د ځينو عناصرو او اصولو په پوهیدنې سره کولای شی یوه کیسه ولیکی.خو یو شی مو په یاد وي تاسې اړ نه یاست څه ولیکی،که څه لیکی هغه د دې لپاره لیکی چې غواړی یو څه ولیکی،همدا اوس کولای شی دا کار پیل کړی! څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟ ټول په دې پوهیږي چې د لنډې کیسې لیکل دومره ساده کار نه دی.لنډه کیسه هک لکه نمایشنامه او
ګونګورې
ګونګورې داسې غږ خو به مې تر اوسه پورې له نږدې هيڅکله نه وو اوريدلی په والله چې ډېر مې خوښ شو غوږونه مې ډېر ليواله شول آن مې زړه هم تلوسه پيدا کړه ، سترګې مې لارې ته ونيولې کله چې ستا ښکلی مخ له ليرې راڅرګند شو نو د دغۀ ښکلي غږ خوند لا نور هم دوه برابره شو داسې ښکاريدۀ چې دغۀ غږ ستا په زړه هم خپلې اغيزې کړې وې ، د خپلې ښکلا ريښې يې په زړه در کرلې وې ، ته ي
بربنډ کنسرتونه او په افغاني ټولنه یې بدې اغیزې!!!!!!!
بربنډ کنسرتونه او په افغاني ټولنه یې بدې اغیزې!!!!!!! د محمدالله ارین احمدزي لیکنه په افغانستان کې د دې سره سره چې ډيره خواري ده او د خپلې ګیډې د مړولو لپاره هم څوک څه نه لري خو په کنسرتونو او دې ته ورته نا سمو مجالیسو کې بیا داسې پیسې بادیږي چې مه یې کوه پوښتنه. د ۱۳۹۸ کال د پيل څخه څو شپې وړاندې لا په ټلویزونونو باندې ډيرې نیمې لوڅې ښځې ښودل کیدې چې اعلانونه یې کول چې دوی به په نوي کال کې افغانستان ته راځي او دلته به د دې مظلوم اولس جیبونه د کنس
د مېرمن بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه
د مېرمن بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه توبا ندا ساپۍ د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه د کال په وروستۍ ورځ د پوهنې وزارت په کلوپ کې د ګڼو خويندو په ګډون جوړه شوه.غونډه چې نظيفې نيازۍ چلوله ريسه يې ګلالۍ عمرخېل او منشي يې عزيزه افغاني وه . د غونډې په پيل کې پر کاري مسايلو خبرې وشوې او په دغه ترڅ کې طوبی ندا وويل : په دې وروستيو کې ځينې په ظاهر بينا
یوه ټوکه د خپل یار لپاره
زمونږ یو استاد کیسه کوله او ویل یې چې ډير کلونه وړاندې د دوی په سیمه کې په پکتیا کې به په ودونو کې ډير ښکلي اتڼوڼه کیدل (د دې سره سره چې دا اتڼوڼه اوس هم وي) او ډير ځوانانو به د ملاقي کوترو په څير ورته اوښتل او را اوښتل او د دې اتڼ کونکو ځوانانو ډله بیخي معلومه او ډيره مشهوره وه. خو د دوې ترڅنګ یو کس وو چې دوړ نومیده نو دوړ به هم ځينې وخت د دې ځوانانو په منځ کې تاویده را تاویده خو د ده اتڼ ډير کرار او ډير داسې یوستوی غوندې وو. څو ځله په اتڼوڼو کې د دوړ ګډون او د ده دا کرار اتڼ د ځينو خلکو په
دمیرمن بهیر ویبپاڼې اعتراض لیک
دمیرمن بهیر ویبپاڼې اعتراض لیک سره له دې چې په دې وروستیو کې دپښتو ویبپاڼو او ویبلاګونو تر منځ ددمطالبو غلا عامه شوې دهر چا چې په بله ویبپاڼه کې کوم مطلب خوښ شي دټولو مطبوعاتي اصولو او موازینو په تر پښو لاندې کولو سره هغه را اخلي او پخپل ویبلاګ یا ویبپاڼه کې یې خپروي. خو ښکلا ویبلاګ له میرمن بهیر ویبپاڼې څخه داسې غلا کړې چې ساری لږ تر سترګو کیږي او څو پیړۍ دمخه دانوري شاعر دشعر او نوم دغلا کولو پیښه بیا تکرار شوې ده. ((ولې پښتو ژبه نه زده کيږي؟)) دمیرمن
دا وینا وه که د پښ سوټک
یوسف دا وینا وه که د پښ سوټک د امریکا د متحده ایاالاتو زاړه کار او مکار ډیپلومات چی په اوسنی وخت که د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد په اصطلاح خاص استازی دی ، ځو کلمی خبری یی د هاوارډ په پوهنتون کښی د یوی غونډی په ترځ کښی وکړی ، خبری نه وی ، ببری وی چی په زره هاو کیلومتره لیری دلته په افغانستان کښی یی د ډیرو پښی ور ولرزولی. هالبروک وویل چی طالبان د افغانستان او پاکستان د سرحد و دواړو غاړو ته په پښتنی ټولنه کښی اوبدل سوی دی او تقریباْ هره پښتنه کورنی یو ځوک لری
امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!
امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې د کله څخه چې په افغانستان کې د لویدیځې ډيموکراسي ډنډوره ډنګول شوې ده نو د دې ترڅنګ چې ځينې ستونزې لرې شوې هم دي خو ډيرې ستونزې را ولاړې شوې هم دي چې ښې بیلګې یې د خلکو کورونو ته د شپې ورتګ، په یو او بل نوم د خلکو نیول او شکنجه کول، بې ځایه بمباري...... خو د دې ټولو څخه ډيره ځورونکې او زړه خوړنګې یې د لارو بندول دي چې تل لارې بندې وي او بهرني سرتیري چې ډيری یې امریکایان دی په لارو کې ولاړ وي او څه یې چې زړه غواړي هغه کوي او څرنګه یې چې زړه
د كوچني اقتصاد اصول
اقتصاد اداره د كوچني اقتصاد اصول: روح الله وفا ۱_ هر څه بدله غواړي د يو شي د لاسته راوړلو په بدل كې، چې خوښ مو وي حتما بايد يو څه چې خوښ مو وي له لاسه وركړئ، د بېلګې په توګه يو محصل د تحصيل د لاسته راوړلو په بدل كې خپل قيمتي او ارزښتناك وخت له لاسه وركوي، كه چېرې خپل وخت په درس ويلو باندې صرف نكړي نو تحصيل به هم بشپړ نكړي، اوس نو بايده ده چې له دوه تصميمونو څخه يو تصميم ونيسي يا دا درس ووايي يا دا چې تفريح وكړي، همداسې كه غواړئ، چې پو څه وپېرئ نو بايد په مقابل كې يې پي
د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې
د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې په افغاني ټولنه کې ډيرې داسې ستونزې شتون لري چې کیدای شی د حل لارې یې ډيرې اسانه وي ځکه چې د دې هیواد د بیارغونې لپاره یوازنۍ لار د زدکړې ده ځکه د دې لارې څخه هرڅوک کولای شي یو څه زدکړي د ښو او بدو توپير پرې وکړي.لکه څنګه چې د اسلام ستر پيغمبر ته د بعث پر مهال د حضرت جبراییل له خوا د (اقرا) امر شوی وو نو د اقرا او لوستلو لاره د افغانستان د روانې ستونزې لپاره حل یوازنی لاره کیدای شي چې په دې لاره کې نه یوازې باید افغان دو
په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې
یادوونه: لاندې لیکنه د یو تن ملګري لخوا را لیږل شوې چې نوم یې نه ده لیکلی خو زه د ده څخه یو نړۍ مننه کوم هیله ده چې دې ته ورته ګټورې لیکنې بیا بیا د خپریدو لپاره را واستوي او خپل نوم هیر نکړي.بیا هم مننه په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې ځوانان او مسووليتونه يې دځوانانو عمده او لومړني مُُُُسووليتونه څه دي ؟ د ځوانانو عمده مسٌووليتونه په لاندي
په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې
ددې لپاره چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسولیتونو او ونډوپه اړه وپوهیږو، لومړی باید په دی پوه شوو چې ټولنه څه ته واېي. د انساني ژوند د ښوو چارود سمبالښت سیمه ده، چې بیلابیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو وګړو ته د ټولنی وګړی وایي چی د وګړو له جمع کولو څخه ټولنه را منځته کيږي. په یوه ټولنه کې که هغه ډیره عادي هم وي یا ډیره پرمخ تللې وي درې ډوله انسانان ژوند کوي چې یوه برخه یې ماشومان دویمه برخه ېې ځوانان او دریمه برخه ېې مشران دي. مونږ په داسې یوه ټولنه خبرې کوو
د کلي واده
د کلي واده په ګڼ شمېر پښتني سيمو او خاص بيا زمونږ د اوسېدو په کلي کې چې کله هم کومه پېغله ودېږي او د واده شپه يې وي نو د کلي نجونې او د پېغلې ټولې ملګرې د ودېدونکې پېغلې کور ته راځي له هغې پېغلې سره چې سبا يې واده کېږي شپه ويښه تېروي او د پيغلې سره د پاتې کېدو د وخت زياته برخه د پېغلې په سينګار تېروي . د کلي پېغلې نجونې د ناوې سي
عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه وو!!!!!!!!!
عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه وو!!!!!!!!! جګړه داسې یو نوم دی چې هرڅوک نن صبا ترې کرکه کوي ځکه چې د دې په پيل سره د ژوند ډيرې برخې پای ته رسیږي،که چیرې ځير شو د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې چې جګړي شوې دي او یا کیږي نو دوی په ډيرو ځایونو کې ډير څه له لاسه ورکړي دي.چې د جګړې له امله زمونږ ګران هیواد هم داده په کنډواله بدل شوی او لا د دې خاورې دښمنان هڅه کوي چې ګران افغانستان نور هم په دې لمبو کې لو لپه کړي.ډيرې څيرې او د دې هیواد ریښتوني او پالونکي بچیان د شومو اهدافو تر بریدونو لاندې راغلل
دتخار ولایت دمیرمن کلتوري بهیر د دویمې غونډې رپوټ
نن شنبه د 1388 هـ لمريز کال د کب د مياشتې لومړۍ نيټه چې د (2010) ميلادی کال د فبروری له 20 نيټې سره سمون لری دتخار ولایت دميرمنو ټولنيز کلتوری بهير د تخار په مرکز تالقان ښکلی ښار کې غونډه وکړه. په دې ادبي غونډه کې تقريباً 30 تنو ځوانو پيغلو او ميرمنو گډون کړی ؤ. ددې غونډې رئيسه د تخاردمیرمن بهیر مسؤوله اغلې عزيزه (ناصري) او ددې غونډې منشی اغلې مرغلره منگل وه. په دې غونډې کې په تخار ولایت کې دمیرمنو له خوا د فرهنګي فعالیتونو په پیاوړتیا ټینګار وشو او دپښتو ژبې داثارو د
بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟
ننګرهاری بلينډه بدرۍ ، څه دروغ څه رښتيا ؟؟ د دې ليکنې په اوږدو کې به تر ډېره کوښښ وکړم ،چې د چا پر شخصي حريم تېری و نه کړم او دا ،چې په مستعار نوم ليکنه کوم په دې معنا نه ،چې ګويا زه سبا د خپلې خبرې مسوليت نه شم اخيستی ؛بلکې په دې خاطر ،چې نه غواړم د ځنو احساساتي ملګرو زړه رانه تور شي . د اغلې / ښاغلي بلينډه بدرۍ د هويت په اړه شايد تر ګردو کره معلومات د افغان
د ولنټاین د پيدایښت تاریخچه
د ولنټاین د پيدایښت تاریخچه په دریمه میلادي پيړی کې هغه مهال چې په فارس کې ساساني شاهنشاهي دورې شتون درلود، په لرغوني روم کې یو پاچا وو چې نوم یې کلاودیوس دوهم(Claudius II)وو.کلاودیوس داسې عقیده لرله چې هغه سړي چې واده یې نه وي کړی د هغو په پرتله چې ښځه او بچي لري ښه جنګیالي او غوره دي. نو د دې له امله یې د روم په امپراتوري کې د سرتیرو لباره د واده کول منع وو.کلاودیوس دومره بې رحمه او قاطع سړی وو چې هیڅ چا د د دې زړه نه شو ښه کولای ترڅو د سرتیرو سره واده وکړي او یا
لوګر : (مثلث الشكله سيمه
پخپله لوګر د يو ښار نوم نه دي بلكې زموږ د هېواد د يوې مهمې تاريخي سيمې نوم دی چې په تاريخي اثارو كې ترې زياتې يادونې شوي او ځينې مهم ښارونه او محلات ورته منسوب دي.لوګر د تاريخي، سوق الجيشي، مذهبي، زراعتي، اقتصادي او فرهنګي موقعيت له مخې زيات اهميت درلود.د لوګر موقعيت:د لوګر سيمه چې د ختيز نه لويديز ته اوږده غوندې غزيدلي پرته ده څلور خواوې يې په دې ډول دي:- د شمال له خوا: چار آسياب.- د لويديز له خوا: د غزني مربوطات.- د جنوب او ختيز له خوا: د پكتيا ولايت پورې
په تخار ولایت کې میرمن کلتوري بهیر جوړشو
په تخار ولایت کې د یوڅلویښتوتنو پښتنو پیغلو او میرمنو په ګډون میرمن کلتوري بهیر د۱۳۸۸ کال دسلواغې په ۱۹ نیټه دتخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې پرانیستل شو.
کرزیه مبارک شه په نادعلي کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي
کرزیه مبارک شه په نادعلي کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي
په بلخ كې مېرمن بهير له يو ځنډ وروسته بيا غونډې پيل كړې
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف