زمونږ یو استاد کیسه کوله او ویل یې چې ډير کلونه وړاندې د دوی په سیمه کې په پکتیا کې به په ودونو کې ډير ښکلي اتڼوڼه کیدل (د دې سره سره چې دا اتڼوڼه اوس هم وي) او ډير ځوانانو به د ملاقي کوترو په څير ورته اوښتل او را اوښتل او د دې اتڼ کونکو ځوانانو ډله بیخي معلومه او ډيره مشهوره وه. خو د دوې ترڅنګ یو کس وو چې دوړ نومیده نو دوړ به هم ځينې وخت د دې ځوانانو په منځ کې تاویده را تاویده خو د ده اتڼ ډير کرار او ډير داسې یوستوی غوندې وو. څو ځله په اتڼوڼو کې د دوړ ګډون او د ده دا کرار اتڼ د ځينو خلکو په منځ کې ځينې پوښتنې را پيدا کړې چې دوړ ولې داسې کوي او ولې سم او د اتڼ او د ډول د لرګي سره سم نه تاویږي را تاویږي. دا پوښتنه د یو ځوان لخوا له ښاغلي دوړ څخه مطرح شوه او دوړ هم د غصې څخه په ډکه لهجه ځواب ورکړ چې زه خو تا غوندې نه یم چې پاس په بلی باندې ناستو نجونو ته ځان معلوموې او هسې ټوپونه وهې را وهې. زه یوازې د خدای د رضا لپاره اتڼ کوم نورڅه موخه او مطلب نه لرم.

خدای د وکړي چې یار مې لږ شاتنې ورته وخاندي او خاطر یې پرې ښاد شي.

په ادبي مینه

محمدالله ارین احمدزی