ازاد شعر

سپوږمی

د مازدیګرمحال وه

زه وم همزولو سره

هر چا د خپلی مینی

ګرانه ،کیسی کولی

چا به یی نښی ،نښانی ښودلی

چا به یی د مینی ښکلولی یادول

چا به بنګړی ،چا لوپټه ښودله

چی دا را ته یار راوړې

په همدی وخت کی ګرانه

وار خو زما ورسید

زما غمجنی سترګی

له اوښکو ډکی شولی

زړه می دردونه کول

ځکه چی تا جانانه

کله د ی مینه راکړه

کله دی مینه راکړه