د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

 

په افغاني ټولنه کې ډيرې داسې ستونزې شتون لري چې کیدای شی د حل لارې یې ډيرې اسانه وي ځکه چې د دې هیواد د بیارغونې لپاره یوازنۍ لار د زدکړې ده ځکه د دې لارې څخه هرڅوک کولای شي یو څه زدکړي د ښو او بدو توپير پرې وکړي.لکه څنګه چې د اسلام ستر پيغمبر ته د بعث پر مهال د حضرت جبراییل له خوا د (اقرا) امر شوی وو نو د اقرا او لوستلو لاره د افغانستان د روانې ستونزې لپاره حل یوازنی لاره کیدای شي چې په دې لاره کې نه یوازې باید افغان دولت اقدام وکړي بلکه ټول افغانان اقدام وکړي او د تعلیم لپاره خپل بچي وهڅوي او د تعلیمي ځایونو څخه ساتنه وکړي. تعلیم ته هڅول او د تعلیمي ځایونو ساتل باید په ټول افغانستان کې په یوه عنعنه بدل شي. د دولت وسله وال مخالیفن د دې سره سره چې د دولت سره سیاسي ستونزې لري باید یو ټکی ډير په پام کې وساتي چې د دې خلکو په دې ارزښتمنه شتمني لوبې و نکړي او ښونځيو، دمدارسو او نورو تعلیمي ځایونو ته اور ورته نه کړي ځکه چې د دوی دا کړنې د دې هیواد د ملي ارزښتونو د بربادي لامل کیږي او د دې هیواد وګړي به تر ډيره پورې نالوستي پاتې وي.او د تاریخ په پاڼو کې به د دوی نوم تل په سره خط لیکل شوی وي. همدارنګه نړۍ واله ټولنه او نړۍ وال ځواکونه که چیرې غواړي د تعلیمي ځایونو سره مرسته وکړي دوی باید په مستقیمه توګه دا مرستې یادو مرکزونو ته ور نکړي او نه دې مرکزونو ته لاړشي خپلې مرستې دې د ولایتي ښونیزو مرکزونو له لارې ښونځيو ته ولیږي او هلته دې د سیمې مخور  او علمي کسان وګماري ترڅو د داسې ځایونو په بیا رغونه کې مرسته وکړي ترڅو حق و حقدار ته ورسیږي.که چیرې ځير شو د بې علمي او نالوستي د کچې د کمولو لپاره ډيرې لارې شتون لري چې دولت او افغان ملت کولای شي د دې لارو څخه ګټه واخلي او د څو کلونو په بهیر کې روانې ستونزې حل کړي زه دلته یوخ بیلګه راوړم:که چیرې په یو کور کې یو کس لوستی وي کولای شي ډيرو کسانو ته د زدکړې زمینه برابره کړي او ډيرو کسانو ته یو څه ور زده کړي او کولای شي په خپله کورنۍ کې په ډيره اساني سره دې کارته دوام ورکړي چې دا کړنې به وو کولای شي د یو څه وخت په تیریدو سره ډير کسان میرمنې د لوړ عمر نارینه او نور لوستي کړي او دوی به بیا وکولای شي په ډيره اساني سره دې لړۍ ته دوام ورکړي.خو دولت باید د داسې کسانو سره د درسي موادو کتابونو او کتابچو مرسته وکړي ځکه د دولت دا هڅونه کولای شي ډير کسان وهڅوي او دې ته یې اړ کړي چې د دې کاروان سره یوځای شي اوس چې دا داده د نوي کال د پيل ورځې دي او ښونځي د پرانیستلو په حال کې دي دولت کولای شي د داسې کسانو څخه وغواړي چې دا ډول برنامې پيل کړي او د کتابونو او نورو درسي څيزونو د برابرولو لپاره دې دولت او نړۍ وال د داسې کسانو سره مرسته وکړي. ټول هغه لوستي کسان چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي کولای شي د یو لړ برنامو په پيل کولو سره داسې کورسونه جوړ کړي چې د ښونځي څخه پاتې ماشومان همدې کورسونو ته ورشي او د دې ځای څخه خپلې زدکړې پيل کړي.د دولت مخالف وسله وال باید د خلکو د داسې ځایونو په ساتلو کې هڅه وکړي ترڅو وکولای شي د خپل ملت سره یې یو څه ښه کړي وي او دوی ته یې دا زمینه برابره کړي وي چې دوی لیک او لوست وکولای شي او د نړۍ د نورو خلکو په پرتله دوی هم یو څه درسونو ته مخه کړي.ځکه چې ښونځي نه شي کولای د دوی په وړاندې ودریږي ځکه چې ښونځي یوازې د ملکي وګړیو مال دی او ملکي وګړي ترې ګټه پورته کوي نه افغان دولت او بهرني ځواکونه چې په دې برخه کې د نورو ټولو څخه د دوی مرسته ډيره حتمي ده او دوی په يډره اساني سره کولای شي خلک دې ته وهڅوي ترڅو خپل ماشومان بې د کومې ویرې ښونځي ته ولیږي او دوی خلکو ته په ډاګه وايي چې دوی د عامو خلکو ماشومان او ښونځي تر بریدونو لاندې نه نیسي او دوی تل د دوی ساتنه کوي، چې د دوی دا خبره کولای شي د خلکو سره مرسته وکړي او خلک دې ته وهڅول شي چې خپل ماشومان ښونځي ته واستوي که چیرې په ښونځي کې د دوی په اند ناسمې کړنې وي کولای شي د خلکو سره یې په اړه خبرې اتري وکړي او خلک ورته متوجې کړي نه داچې ویې سوځوي او بند یې کړي ځکه بندول او سوځول نه شي کولای د ستونزو حل وي او یادې ستونز کومې چې دوی یې لري حل کړي. ښونځي د ټولو مال دی او د دولت مخالیفین هم د دې هیواد بچیان دي د دې هیواد د هرڅه ساتنه په دوی هم فرض ده او دوی هم باید د دې ځایونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي کیدای شي د دوی دا ستونزې یو وخت حل شي او دوی ته څه ناڅه سیاسي واک ورکول شي خو د پوهې په وړاندې د دوی دا خنډونه بیا لرې کول د افغانستان او افغانانو د پرمختګ مخنیوی کول دي او د دې جبران وروسته بیا نه شي کیدای ځکه د اوس ماشومان به بیا د هغه وخت ځوانان وي او دا ځوانان به ټول نالوستي وي. نو هیله ده چې د دولت د وسله والو مخالیفنو په ګډون دولت عام وکړي او نړۍ واله ټولنه دې ټکي ته پام وکړي او د علمي ځایونو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې ډيرې هڅې وکړي او هم عام وګړي د دې ځایونو ساتنې او بیارغونې ته وهڅوي.په پای کې د یو افغان په توګه د هر افغان څخه هغه که موافق وي او یا نا موفق غوښتنه لرم چې د زدکړې او ښونیزو ځایونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي او ټول هیواد وال دې ته وهڅول شي چې د داسې ځایونو ساتنه وکړي.

 

د یو اباد ازاد او علمي افغانستان په هیله!!!!!!!

 

په درناوي

 

محمدالله ارین احمدزی