توپير
څومره توپير دی زما او ستا په منځ کې
زما لوستونکې مکتبۍ لورجانې
زه دقفس دمنځ بندي مینا یم
ته الوتونکې یې مرغۍ لورجانې
ما به ډوډۍ په اجازه خوړله
تا سرحدونه او حدونه مات کړل
ماته خو کور لویه نړۍ ښکاریده
تا خو قفلونه د کورونو مات کړل
مابه خبر کول ګناه ګڼله
ته فیصلې کوې خپل حق یې ګڼې
ما به برده له ګنهګار ګوله
ته تماشې کوې خپل حق یې ګڼې
مابه دې پلار د سر سړی بللو
ته خپل خاوند د څنګ ملګری بولې
مایې د چا په مخ کې نوم نه اخیست
ته یې جانان ته یې ښاغلی بولې
زه یو تصویر د حقایقو یمه
ته یو تصویر د لیونتوب ښکارې
زما په نوم به پلار او ورور شرمیدل
ته یې شمله د نارین توب ښکارې
ما د خبرو کړلو حق نه درلود
ته د ریښتیا ویلو حق غواړې
ما د ژړا کولو حق نه درلود
ته د خندا کولو حق غواړې
نعیمه غني د میرمن کلتوري بهیر غړې
06.03.2010
- محمدالله آرین احمدزی
ستا هغه ورځ ده په یاد چی ما خپل زړه در کړلو چی ته به مینه ورکړه خو تا د هنداری په پشان زما زړګي را مات کړ را ته ،ټوټی ، ټوټی دی پر ځمکه و غورزاوه اوس دا جوړیګی کله اوس دا جوړیګی کله...
08.03.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې
په افغاني ټولنه کې ډيرې داسې ستونزې شتون لري چې کیدای شی د حل لارې یې ډيرې اسانه وي ځکه چې د دې هیواد د بیارغونې لپاره یوازنۍ لار د زدکړې ده ځکه د دې لارې څخه هرڅوک کولای شي یو څه زدکړي د ښو او بدو توپير پرې وکړي.لکه څنګه چې د اسلام ستر پيغمبر ته د بعث پر مهال د حضرت جبراییل له خوا د (اقرا) امر شوی وو نو د اقرا او لوستلو لاره د افغانستان د روانې ستونزې لپاره حل یوازنی لاره کیدای شي چې په دې لاره کې نه یوازې باید افغان دو...