غصه

چې په غصه شي ښایسته شي

د دې ښکلا هم یو په دوه شي

چې در ته درکړي اخطارونه

لیلی مې سمه القاعده شي

خدایه زما زړه ته ور ټينګ کړې

چې زما په زړه د دې حمله شې

ما ویل مه کړه ګذارونه

هسې نه زما زړه مارجه شي

ستا د ناټو په شان چلونه

هسې نه مینه مې هم مړه شي

خو بس ارین ورته ولاړ دی

که دی طالب یا القاعده شي

یادونه: په دې شعر کې به ډيرې نیمګړیتاوې وي خو دا شعر زه یوازې خپل یار ته ډالی کوم هیله ده چې زما د یار په ګډون یې   ټول لوستونکي سمونه وکړي او په اړه یې خپلې رغنده نیوکې ماته را واستوي.