پخپله لوګر د يو ښار نوم نه دي بلكې زموږ د هېواد د يوې مهمې تاريخي سيمې نوم دی چې په تاريخي اثارو كې ترې زياتې يادونې شوي او ځينې مهم ښارونه او محلات ورته منسوب دي.
لوګر د تاريخي، سوق الجيشي، مذهبي، زراعتي، اقتصادي او فرهنګي موقعيت له مخې زيات اهميت درلود.
د لوګر موقعيت:
د لوګر سيمه چې د ختيز نه لويديز ته اوږده غوندې غزيدلي پرته ده څلور خواوې يې په دې ډول دي:
- د شمال له خوا: چار آسياب.
- د لويديز له خوا: د غزني مربوطات.
- د جنوب او ختيز له خوا: د پكتيا ولايت پورې نښتې ده.
په يو سند كې بيا د لوګر موقعيت داسې معرفي شوي:
لوګر د افغانستان د نهه ويشتو ولايتونو څخه يو ولايت دي چې د كابل ولايت په جنوب ختيزه خوا كې د ۶۲ كيلو مترو په پراختيا د ختيز طول البلد په ۶۸ درجو، ۵۵ دقيقو ۳۰ ثانيو او د شمالي عرض البلد په ۲۳ درجو، ۶۵ دقيقو په ۳۰ ثانيو باندې د كابل- غزني، وردګو، پكتيا او ننګرهار تر منځ او د سمندر د اوبو له تل څخه ۱۹۳۰ متره لوړ پروت دي.
مګر د تاريخي سوابقو له مخې د لوګر جغرافيايي موقعيت داسې تثبيت شوي دي:
د لوګر سيمه د دريو تاريخي مهمو ښارونو يعنې كابل، غزني او ګرديز تر منځه د يوې لوى مثلث په شكل پرته ده او هغه رود چې د دې سيمې (لوګر) په نوم ياديږي. د دې مثلث له منځه تيريږي او د هغه د شمالي زاويې په راس كې د كابل سره د شينې په سيمه كې يو ځاى كيږي.
د دغو دريو ښارونو د تاريخي اهميت له مخې چې ترې يادونه وشوه هر يو په يو ټاكلي عصر كې د مركزيت او پلازمينې حيثيت درلود او د هغو ارتباطاتو او تړاو له مخې چې د لوګر سيمې په بيلابيلو دورو كې د نوموړو ښارونو سره درلود نو د جغرافيايي موقعيت په اعتبار د لوګر د موقعيت د ټاكلو د پاره تر دې غوره بل تعبير او معيار موندل كيداى نه شي او كه دلته يې د يو لوى مثلث په چوكاټ كې واچوو نو ليدل كيږي چې د ضلعو په دريو راسونو كې يې د كابل، غزني (ميدان وردګ) او ګرديز درې مهم ښارونه واقع دي.
لوګر څه د اقتصادي او جغرافيايي اهميت له مخې او څه د فرهنګي، مذهبي او اقتصادي تاريخي اهميت له مخې د تاريخ په اوږدو كې د هميشه د پاره د دې درو ښارونو له ښيګڼو څخه برخوداره پاتې شوي دي او پخپله هم يوه زراعتي سيمه او د دغه دريو واړو ښارونو انبار خانه شمېرل كېدله.
ښاغلي غبار د خپل كتاب د ګنداهارا په مبحث كې ليكلي دي:
په ګنداهارا كې لاندنى ولايتونه شامل دي:
- د پيښور سيمې
- يوسفزي- نګر (هشنغر) - سوات- باجوړ- بونير- دير- ننګرهار (جلال آباد وادي) - لمپاكا، لمغانات- كونړونه- اسمار- كابل- لوګر- وردګ- كاپيسا (كوهدامن او كوهستان.
په همدې اثر كې د ګنداهارا لوى ښارونه او كلي هم ښودل شوي دي. چې تقريباً پورتنى سيمې احتوا كوي:
- كابل، پخاور، (پيښور)، اټك، چاريكار، نوشاره، بركي راجان، جلال آباد، ننګري (په لغمان كې)، مندوړ (په لغمان كې) اسمار، ښيوه، شګي، چغسراى، لعل پوره، جلالر، (جلالا)، شبقدر، دير، امبيله، تره كي، ليان قلعه، ناوګۍ، كوتاى كوټګي.
د ښارونو د نومونو په پورتنى قطار كې ليدل كيږي چې د لوګر ښار (بركي راجان) ښودل شوي دي او له دې څخه دا خبره جوتيږي چې په دغه وخت كې نوموړي ښار د لوګر مركز ؤ. بركي راجان د يوه ښار او اداري مركزيـــــت له درلودلو پرته د ګرويك بودا له سترو مركزونو څخه ؤ او د خاص اهميت درلودونكي ؤ.
د لوګر تاريخي اهميت د هغه د رودخانې تاريخي اهميت له مخې هم څرګند دي او لا هغه وخت چې د كابل لرغونې ښار د دې سين د مجرا په وروستۍ برخه كې دواړو غاړو ته موقعيت درلود لكه چې وايي:
د كابل لومړنۍ هسته چې د يو كلي په شكل موجوده وه په دوهمه دريمه او څلورمه پيړۍ كې د چكري د جنوب شرق زاويې څخه په تدريج سره شمال لويديز خواته تغيير محل وكړ لكه كمري، شيوه كي، تخت شاه، زنبورك، جبه كهنه او بالاخره هغې پوزي ته وروغزېد چې د شير دروازې او آسمايي د پخوانيو ديوالونو، بارو، برجونو او بالاحصار ګوشه ايزي بقاياوې كتلاى شو.
د لوګر د تاريخي او جغرافيايي موقف په باب مرحوم احمد علي كهزاد ليكي:
كابل د خپل جغرافيايي موقعيت سره په يوه غرنى نقطه كې پروت دي. د دې تاريخي ښار په جنوب او شمال كې دوه نسبتاً پراخې خو ډېرې حاصلخيزې ساحې پرتې دي چې دواړه د كابل انبار خانې ګڼل كيږي لكه څومره چې د كاپيسا (كوهستان او كهدامن) جلګه د سرسبزۍ زيات نفوس، د حاصلخيزۍ اندازې، د كرني د پراختيا او د تاريخي اثارو د بقاياوو له مخې د كابل په شمال كې شهرت لري عيناً په همدې فاصله به مقابل سمت يعنې د پايتخت په جنوب كې يوه سيمه د (لوګر) په نوم د كابل د شمالي سيمې غوندې يوه زرخيره، حاصلخيزه، سمسوره او د زيات نفوس درلودونكي خاوره ده، د دې دواړو سيمو تر منځه توپير دا دي چې كاپيسا زياتره باغونه او تاكستانونه لري او بالمقابل لوګر غله خيزه سيمه ده او كه د رودونو په مقايسه وويل شي د لوګر د سين له اوبو څخه پوره ګټه اخيستل كيږي اما برعكس د كاپيسا د سيمې رودونه د هغو د تند حركت په وجه دومره اوبه نه وركوي.
لوګر د كاپيسا غوندې يوه سيمه ده چې د تاريخ په پړاوونو كې يې لويې لويې دورې تيرې كړي دي، منتهى د كاپيسا په مختلفو سيمو كې لكه بګرام، پايتاوه، شترك او نورو كې د لرغون پيژندنې، كيندنې او څيړنې تر سره شوي دي، حال دا چې په لوګر كې هغومره علمي تحقيقات كيندنې شوي نه دي، يوازې د لوګر دا موقعيت چې د كابل، ګرديز او غزني په منځ كې پروت دي او د درې واړه مركزونه په بيلابيلو زمانو كې لوى اداري، فرهنګي، سياسي او مذهبي كانونونه وو او په تاريخ كې يې ډېر لوړ مقام درلودلـــــي دي.
لنډ دا چې لوګر د غلې دانې له پلوه په زړه پورې ښه زراعتي محصولات لري او د كروميت كوارتسي او د عينك د سيمې د مسو غني معدنونه هم لري.
د لوګر د تسميې وجه:
لكه چې د مخه وويل شو د كابل د شمالي سيمو د كاپيسا، بګرام غوندې لوګر هم د هغه د جنوبي غوندې تاريخي اهميت لري او په زياتو تاريخي آثارو كې ترې يادونې شوي دي.
بطليموس او د سكندر نورو مؤرخانو د كابل په حوزه كې نور ډېر ښارونه هم ياد كړي دي، اورتسپانا يا كابورا چې د اوسنۍ كابل څخه عبارت دي او د دې ځاى اوسيدونكي (كابلي تي) بلل شوي دي او د هغه تر څنګه خواوشا نقطې لكــــــــه دارګردا، (ارغنده)، لوكرنا، (لوګر) او بګردا (وردګ) ياد كړي دي.
كه د فقه الغته په لحاظ د لوګر نوم وڅيړل شي، نو ګورو چې (لو) د پښتو د لوى مخفف دي او (ګر) د پښتو د (غر) معنا لري نو داسې حدس وهل كيږي چې د دغې لرغونې درې څخه مراد (لوى غر) دي او بيا په لوغر او بالاخره په (لوګر) اړول شوي دي.
ځينې وخت په محاورو كې (لوهوګر) هم استعماليږي چې دا هم پوره تاريخي ريښه لري.
كه د هغو سيمو نومونو ته مراجعه وشي چې د چين د بودايي مذهب نامتو راهب (شي فاهيان) ۳۹۹، ۴۱۴ ميلادي د ګنداهارا د يو شمېر سيمو د ليدلو وروسته پرې ايښودلي لكه: (سوهوتو) سوات چلو چاشي لو (تكسيلا، فولو شا (پيښور)، (لويې) روه نو څرګنديږي چې (لوهوګر) هم دغو نومونو سره په ځينو برخو كې پوره شباهت لري.
نو په قوي احتمال سره ويل كيداى چې د (ګر) معنا خو (غر) دي او دا (لوهو) خامخا د سيمې او يا ښار معنا وركوي او مجموعي معنايې (غرنى سيمه) بلل كيداى شي او د بطليموس په قول كې هم د (لو) كلمه موجوده ده.
د لوګر ځينې سپين ږيرى او د نظر خاوندان وايي چې (لوګر) په اصل كې (لوګرد) دي او دا ځكه چې په دې زراعتي سيمه كې چې به لو كيده نو ګردونه به پورته كېدل، نو دا سيمه په (لوګرد) وبلل شوه دا قول هم حقيقت نه نږدې ښكاري ځكه چې لوګريو حاصلخيزه زراعتي سيمه او د غلې انبار بلل شوى ؤ.
لوګر او اورمړي:
د لرغونې زمانې د استنادو له مخې د لوګر د سيمې ژبه (اور مړي) ده چې تر اوسه يې بقاياوې په بركي برك يعنې د هغه په پخواني مركز كې موجودي دي.
د دې سيمې د محلاتو، نهرونو او كاريزونو نومونه خامخا يوه مشخصه مفكوره ايجادوي لكه كاريز رسن، كاريز تسن او كاريز درويش، كاريز خزر، پل چوګى، نهر راجان، نهر منچ، نهر پند، جوى بابوس، ده كيشن، غندي كيشن، پاد خواب شانه او نور.
د (بركي برك) دا تسميه چې همدا اوس هلته څو په شمار كورنۍ په اورمړي ژبه خبرې كوي دومره عجيبه او نوي نوم نه دي.
په همدې شان د (بركي راجان) تسميه اورمړي ژبې تسميه بركي برك سره د وزيرستان په (كاني ګرام) سيمه كې اوس هم باقي پاتې دي.
په يو بل روايت په بركي برك كې د نولسمې پيړۍ په لومړيو كې اتو زرو كسانو په اورمړى خبرې كولي او اوس يې ځاى پښتو نيولي دي او اورمړي ژبه له منځه تللې ده.
د ميلادي زرو كلونو په لومړۍ نيمايي كې د هندوكش او د سليمان د غرونو تر منځه اورمړي او پراچي ژبې مرو جې وي چې په جنوب ختيز كې يې د كابلستان ژبي بقاياوې دي.
د پښتنو يو شمېر قبايل لكه اپريدي، وركزي، منګل، خټك او خوږياني د اورمړي له قومه دي.
د لوګر د ناوې جغرافيايي منظره مخكې تر دې چې د لوګر دغه محلات معرفي شي نو د موضوع د ښه وضاحت په منظور ښايي د لوګر د جغرافيايي موقعيت او د هغه د سين په اعتبار څه يادونه وشي كوم چې د لوګر د سين دواړو خواووته پراته دي.
د لوګر سين د كابل د سين غوندې د پغمان غره د اونۍ د غاښي څخه سرچينه اخلي او وروسته له هغې چې د وردګو له تنګي څخه تير شي په زقوم خيل كې د لوګر حوزې ته ور ننوزي، د دې سين مخې ته (بركي راجان) بركي برك، پاد خواب روغني او د بابړو كلي راځي. بيا وروسته د هونى سيدان څخه پل علم ته ورسيږي او چې د كافرو غونډۍ، تنګي واغجان، محمد آغي، مسهي او د سهاك له سيمو څخه تير شي د شينې د كلي په شمال لويديز كې د كابل د سين سره يو ځاى كيږي.
د لوګر د سين د شمالي يعنې كيڼې خواته د نور ابدال غر او د بابوس كلي او دشته پرته ده او د سين ښي خواته (جنوب ته) بركي برك موقعيت لري همدا شان د لوګر ناوې ته لاندنۍ كوچني درې راوتلي دي چې د دې درو په نومونو كې هم د لوګرد تاريخي محلاتو پتې لګيدلاى شي.
۱- دره تنګي (وردګ تيپانګي): دا دره د بركي برك په لويديزه برخه كې پرته ده او د جنوب لويديز په استقامت ورغزېدلې ده.
۲- سجاوند دره: چې پخپله سجاوند ځانته يو تاريخي بحث لري.
۳- د خروار دره.
۴- څرخ لوګر: دا دره جنوب ته پرته ده او دوه ښاخه كيږي:
- يو ښاخ يې د خروار درې سره نښتي.
- او بل ښاخ يې د ګرديز په استقامت امتداد لري.
۵- ال تمور (آل تيمور): دا دره د جنوب په لور ورغزيدلې ده چې د تيرې د كوتل په واسطه د ګرديز سره نښلې، د كابل ګرديز عمومي لاره د همدې درې له منځه تيريږي.
۶- سپيست دره: چې وروستى ميدان (رستم ميدان) ته ورځي او پكتيا ته اوړي.
۷- شواز دره: جنوب شرق ته پرته ده او د پكتيا د احمدزيو سيمو ته ورسيږي.
۸- خوشي دره: چې د ختيز په استقامت آزرې ته ځي او په حصارك غلجايي كې د كابل د پخوانۍ لارې سره يو ځاى كيږي.
د لوګر ناوه چې تقريباً جنوباً او غرباً پرته ده دواړو غاړو ته يې دا سيمې پرتې دي.
- كابل، چار آسياب، كلنګار، مغل خيل، پل علم.
بايد وويل شي چې په لوګر كې يو شمېر سيمې شته دي چې اوسيدونكو يې پكې يو شمېر تاريخي شواهد (مسكوكات) موندلي دي او يا يې ورته پته شته دي او دا په دې دلالت كوي چې دا سيمې د زياتو تاريخي اثارو د درلودلو له امله لا نور اهميت هم لري.
د لوګر تاريخي، فرهنګي محلات:
سجاوند
د لوګر د ډېرو مهمو تاريخي، فرهنګي سيمو څخه يو هم سجاوند دي چې په لرغونو اثارو كې ترې يادونه شوې ده.
دا محل د اسلامي دورې په ادبي او تاريخي متنونو كې لكه حدود العالم، د اصطخري المسالك و الممالك او د البيروني په مسعودي قانون كې د (شګاوند)، (سګاوند) او (سكاوند) په نومونو ياد شوي او سجاوند يې معرب شكل دي او وايي چې دا ناحيه د لوګر په جنوب لويديز كې پرته ده او تر اوسه پورې يې نوم او نښان او موقعيت مشهور او خوندي پاتې دي او په ځينو لرغونو متنونو كې يې د غزني سره تعلق تصريح شوي دي لكه چې حدود العالم وايي: اسستاح و سكاوند دو شهر كند بردراس كوه نهاده و جاى بسيار كشت و بذر است اندر غزني.
البيروني په مسعودي قانون كې د شكاوند قلعه د لوګر په (آستاق) كې ګڼي.
دا دواړه تعبيرونه سم او پر ځاى دي او دا ځكه چې سكاوند د لوګر په جنوب غربي ګوښه كې د غزني د لارې په سر پروت دي او د غزني پخوانۍ لار غزني ته له دې ځايه تيريږي.
هغه څه چې سجاوند ته يې تر اسلام نه په مخكنيو دورو كې نړيوال شهرت وركړي دي هغه د دېر مجلل او ستر معبد موجوديت ؤ چې همدا اوس يې د خرابو بقاياوې د غره په يوه پوزه كې ليدل كيږي.
د سجاوند په مورد كې تاريخي سوابق او معلومات د دوو تنو له آثارو څخه په ښه توګه تر لاسه كيداى شي.
- يو يې چينايي سياح هېوان تسنګ.
- او بل يې د (جوامع الحكايات د تاريخ) ليكوال محمد عوفي.
د سجاوند په هكله هيوان تسنګ وايي:
چې د (تسو-كو-تا) په سيمه كې چې غزني او د هغه مربوطات پكې شامل دي يو برهمني لوى معبد ؤ چې د (معبد شونا) په نوم ياديده او څه رنګه چې د شيوايي آئين او د آفتاب پرستۍ پورې مربوط آثار، د كابل، غزني او ګرديز د لوګر د دريو شاوخوا سترو ښارونو څخه كشف شوي دي نو په دې كې د هيڅ شك ځاى نشته چې د سجاوند مشهور معبد دي دواړو د يو ديانت سره تعلق درلود.
ښاغلي مير غلام محمد غبار هم خپل په كتاب افغانستان در مسير تاريخ په ۲۶۰ – ۲۶۱ مخونو كې د سجاوند په مورد كې څرګندونې لري او وايي چې دلته د يو لوى معبد موجوديت د سجاوند د زيات شهرت سبب شوي دي.
تر هيوان تسنګ شپږ كاله وروسته محمد عوفي په خپل پورتنى اثر كې خپلې پخواني خاطرات را يادوي او د ده د ليكنو څخه پوره جوتيږي چې د سجاوند دغه لوى معبد د دريمې هجري پيړۍ تر دوهمې نيمايي پورې يعنې د راى – (كملو) يا (كلمو) د سلطنت تر زماني يعنې د كابل د برهنمنشاهي سلسلې دريم پاچا او د صفاري شاهي سلسلې د دوهم پاچا عمرو لث صفاري د واكمنۍ تر عصره پورې آباد ؤ لكه چې وايي:
(په هغه زمانه كې د هندوانو لوى معبد همدا سجاوند و او د هندوستان په اقتصاد دي ځاى د بتانو نمانځته يې كوله.)
يوه بله موضوع چې د سګاوند د ښارګوټي او كلا تاريخي اهميت لا برجسته كوي هغه د سجاوند د مسكوكاتو موجوديت دي.
د (كوشانو يفتلي) پاچهانو د واكمنۍ د دورې د مسكوكاتو يو ډول چې زياتره د سكه پيژندونكو په منځ كې د شاهي (نګين) يا (تجين) باندې شهرت لري هغه يو ډول نيم تنه ايز هيكل دي او د افغانستان د ځينو سيمو د نومونو په ترڅ كې چې (سګاوند) ورته ويل شوي دي. سكاوند او د هغه معبد د دواړو اهميت په ډاګه كوي.
د قراينو له مخې ويل كېداى شي چې د سګاوند معبد لكه د خيرخانې معبد چې لرغون پيژندنې د دې دواړو هويت ښودلي دي د آفتاب پرستى يو برهمنۍ معبد ؤ. او د دې معبد زيات شهرت د (كابلي رايان) يا (كابلي برهمناشاهانو) د اقتدار په وخت كې په افغانستان سربېره د هندوستان په اقطارو كې هم خپور شوى ؤ.
د سجاوند معبد د عمرو ليث صفاري تر وخته پورې ودان ؤ مګر هغه وخت چې دې صفاري پاچا د كابل په استقامت د فتوحاتو په خاطر د زابلستان شحنه (كوټوال) چې (فرد عان) نوميده د څلورو زرو سپرو سره مامور كړ او هغه ځاى يې ونيو، په دې مورد كې محمد عوفي وايي:
(فروغان چون به ذابلستان رسيد لشكر كشيد و شكاوند را بكشاد و بتان را بشكست و بت پرستان را بر اندخت و بعضى از غنايم به لشكريان داد و باقي به عمرو ليث فرستاد و فتح نامه نوشت و از وى مدد خواست.)
سجاوند تر دريمې هجري پيړۍ وروسته د څو نورو پيړيو په اوږدو كې د اسلامي ادب او فرهنګ له ډېرو مهمو مركزونو څخه شمېرل كېده لكه چې يو شمېر د قرآن پاك لوړ مقامي عالمان او مفسرين له دې ځايه راپورته شوي دي چې اوس يې مزارونه د خاص و عام زيارتونه دي.
د غزنويانو په زمانه كې يوه قلعه او محل په سجاوند كې بنا شوي و چې د غزنويانو د آبادۍ آثار د سجاوند د معبد پخوانيو ديوالونو او سنګكاريو پر مخ معلوميږي دغه اثر ښيي چې څومره اسلامي آئين، تمدن او معماري د پخوانيو معتقداتو فرهنګ او معمارۍ ځاى نيولي ؤ.
تر اسلام راوروسته هم سجاوند مذهبي موقف له مخې خاص اهميت درلود لكه چې د شيخ سنان زيارت همدلته پروت دي څوك چې په ملك الكلام باندې مشهور ؤ.
د خواجه احمد او خواجه نور دوو روحاني شخصيتونو چې سره وروڼه وو زيارت يې په سجاوند كې پروت دي.
په همدې شان لوى مؤرخ سراجي بابا چې د سراجيه په نوم د ميراث د علم واضع دي هم دلته ښخ دي.
(د قاري دل آغا صاحبزي له قوله.)
د سجاوند د علمي شخصيتونو څخه يو هم صدرالاسلام امام الاجل شمس العارفين ابو جعفر بن طبغور سجاوندي دي چې په محمد ابن (طغور)، ابو عبدالله محمد بن طبغور او په مجدالدين احمد ابن محمد طبغور باندې هم شهرت لري او ځينې يې په ابو جعفر بن طبغور سجاوندي باندې يادوي.
د محمد ابن طبغور سجاوندي د نورو علمي او ګټورو آثارو په جمله كې لاندينى تاليفات مشهور دي:
۱- الوقف و الابتداء
۲- الموجز
۳- عين المعاني في تفسير بيع المثاني
۴- انسان عين المعاني چې د عين المعاني لنډ تفسير دي.
د بركي برك ښار:
د لوګر د لرغونو ښارونو څخه يو هم د بركي برك ښار دي چې د بركي راجان د شمال د ۱۱ كيلو مترو په مسافه موقعيت لري. دا ښار يو وخت د كابل ولايت پورې مربوط د لوګر د لوى حكومت مركز ؤ.
بركي برك د ختيز طول البلد په ۶۸ درجو، ۵۸ دقيقو او ۵۲ ثانيو د شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو، ۵۷ دقيو او ۵۸ ثانيو په منځ كې پروت دي. د بركي برك ښار، بازار، دولتي ودانۍ او ملكي كورونه لري. دوه جوماتونه هم په دې ښار كې شته دي چې يو يې د قاضي جومات او بل يې د آخند جي صاحب په جومات شهرت لري.
څرنګه چې پخوا د ښار يو مركز ؤ اوس هم د هندوانو څو كورنۍ پكې هستوګنه لري او دا موضوع دا خبره مدللـه كوي چې يو وخت دا ښار د بودايي مدنيت او آئين يو مهم كانون ؤ او د ګنداهارا له مهمو ښارونو له جملې څخه شمېرل كېده.
كه چېرته په دې ښار كې علمي پلټنې وشي نو امكان لري چې د پخوانيو زمانو فرهنګي او مذهبي اثار به پكې كشف شي.
بركي راجان:
د لوګر بل تاريخي ښار بركي راجان دي چې د بركي برك په شمال لويديز كې پروت دي او د ختيز طول البلد په ۶۸ درجو، ۵۴ دقيقو او ۴۹ ثانيو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو، ۵۶ دقيقو او ۱۳ ثانيو په منځ كې موقعيت لري.
د بركي راجان ښار هم يو لرغونې محل او د تاريخي سابقې له مخې ممكن د بركي برك سره هم رديف وي.
كلنګار او پل علم:
دا دواړه ځايونه د لوګر د مهمو محلاتو له جملې څخه دي چې د شرقي طول البلد په ۶۹ درجو، ۵۹ دقيقو او شمالي عرض البلد په ۳۳ درجو، ۲ دقيقو او ۱۸ ثانيو په منځ كې موقعيت لري.
كلنګار لكه د لغمان د الينګار غوندې يو تاريخي نوم دي او د ننګرهار د نوم د خيړنې په اساس چې (ناګار) يا (نګر) يې كه مد نظر ونيول شي نو دا هم د (ګلن ګار) د وو كلمو څخه مركب دي او لرغوني تاريخي ريښې لري او ممكن د مذهبي سوابقو درلودونكي هم وي.
اما پل علم د خپل جغرافيايي موقعيت په اعتبار چې تقريباً په درې لارې (د غزني، ګرديز او كابل لارو) په منځ كې پروت دي، خورا مهم سوق الجيشي اهميت لري.
پل علم د دې مناسب موقعيت په اعتبار اوس د لوګر د ولايت د مركز مقام تر لاسه كړي دي.
د بابوس كلي او دښته:
د بابوس نوم له دوو كلمو خخه مركب دي (با-بوس) او د بوس كلمه معمولاً زياتره د يوناني نومونو سره نږديوالي لري نو ويل كېداى شي چې دا محل تر اسلام نه د مخه هم موجود ؤ.
خو په يو روايت سره د بابوس نوم يو فيلسوف ته داسې نسبت وركړ شوي دي:
بابوس فيلسوف بن كې هوس ساپيس بن كې مينوس د لوګر ولايت د بابوس د سيمې اوسيدونكي په خټه هوس خيل ګندارى ؤ. نوموړي د لومړۍ هجري پيړۍ د پيل او د اسلام د ظهور په شاوخوا كې ژوند درلود او د خپل وخت يو مشهور قومي محلي امير ګڼل كېده او د علومو په فلسفو كې يې هم پوره لاس درلود. د لوګر ولايت په سيمه كې د ده په نوم يو لوى كلي دي چې هغه د بابوس لوى كلي ياديږي.
د بابوس دښته هم يوه پراخه دښته ده او په دې وروستيو وختو كې به زياتره عسكري تطبيقات پكې اجرا كېدل.
خم هند:
دا د لوګر يوه تارخي سيمه ده چې په خم هندو (د هندو خم) باندې شهرت لري او د كلنګار په ختيز كې پرته ده، د هغه ځاى د اوسيدونكو له قوله هلته زيات مسكوكات تر لاسه شوي دي.
د (هندو) د كلمې په استدلال ممكن دا هم د هندوانو د استوګنې ځاى ؤ.
پادخواب شانه:
په لوګر كې دوه پاد خوابه موجود دي، پادخواب شانه د پاد خواب روغني ختيزې خواته پروت دي.
د لرغون پيژندنې د لاس ته راغلو آثارو په شهادت پادخواب شانه د لوګر يوه تاريخي او فرهنګي او يوه زراعتي سيمه ده، لكه چې د پادخواب شانه له زراعتي مځكو او شاوخوا باغونو څخه د كوشانيانو او غزنويانو زمانې پورې مربوطه مسكوكات موندل شوي دي او ممكن نور هم تر لاسه شي، همدا راز ځينې فلزي مجسمې او فلزي مهرونه او نور آثار هم دلته تر لاسه كېداى شي.
پادخواب شانه چې د لوګرد مشهورو كليو، د ډېرو ښكلو او سمسورو سيمو خخه شمېرل كيږي په دې ځاى كې تخت شاه، كاريز چيجي او تخت زنبورك پروت دي، په تاريخي اسنادو كې ترې يادونې شوي او د بودايي مدنيت او برهمنى آئين د اثارو ادرسونه هم په دې ځايونو كې وركړ شوي دي.
د پادخواب شانه په هكله د خلكو په منځ كې بيلابيلې محلي كيسې هم اوريدل كيږي ځينې وايي چې په اصل كې دا سيمه (باد، خواب) ؤ، او په دې ځاى كې داسې په زړه پورې نسيم الوته چې سړي ورته خوب ووړ. نو دا ځاى د غزنويانو د اوسيدلو محلونه (خوابګاه) يا (خواب خانه) يعنې د خوب ښه ځاى ؤ.
پاد خواب شانه په اصل كې (بادخواب شاهانه) تعبيريداى شي. ځينې د دې سيمې د يو شمېر چينه زارو په باب كيسې كوي او وايي: دا چينې د ننګرهار د سلطان پور د چينو سره تر ځمكي لاندې ارتباط لري او له دې ځايه د لوګر د پادخواب شانه چيني او د سلطان پور چيني د اهل هنود د عرف له مخې متبرك مقام درلودلي دي او د برسات په موسم كې د هغوئ ډيرې په زړه پورې كلنۍ اوږدې ميلې هلته پر ځاى كېدلي.
د لوګر د دوشينې د اوسيدونكي مومن خان له خولې، دا سيمې زراعتي سيمې او چمن زار ؤ او سلطان محمود غزنوي درمو پاده وانانو به په دې چينو كې رمې راټولولي.
پاد خواب شانه چې د دوشينې ختيز ته او پاد خواب روغني يې لويديز ته پرته ده، پاد خواب شانه د غزنويانو د غوښو د اكمالولو او وړيو د راټولولو او پاد خواب روغني يې د غوړيو د راټولولو ځاى ؤ نوموړي دلته د بابك د ويساك ميلو ته هم اشاره كړې ده.
كافرو غونډۍ:
د بودايي مدنيت او مذهبي مركزونه زياتره د هوارو سيمو په نسبت د تپو او غونډيو په لمنو كې تاسيسيدل، نو د كافرو غونډۍ د نوم د تسميې له مخې دا واقعاً د كافرو غونډى وه او ممكن پخوا دلته بودايي مذهبي مركز موجود ؤ او دا غونډۍ په يو بل نوم مسمى وه، خو كله چې اسلام دلته نفوذ وكړ او بودايي آئين ته يې دلته خاتمه وركړه نو مسلمانانو دې غونډۍ ته د كافرو غونډۍ نوم وركړ.
هونې سيدان:
هوني د هونيانو د نوم څخه مشتق شوي دي، چې دا يو آريايي قوم دي او دلته يې هستوګنه درلودله او دا محل د دوى په نوم مسمى شوي دي.
واغ جان:
دا ځاى هم د لوګر د يو تاريخي محل نوم دي چې له دوو كلمو (واغ-جان) څخه عبارت دي، البته دا هغه جان نه دي چې د انساني نومونو په پاى كې راځي دا جان ځانته لغوي معنا لري او په فقه اللغت كې څيړل كېداى شي.
دا نوم د بركي راجان د نوم سره د مفهوم له مخې نژديوالي لري. او په هېواد كې دې ته ورته نور نومونه لكه سنجان، خنجان او داسې نور ليدلاى شو.
موسهي:
موسهي د هماغو عجيبو نومونو څخه يو نوم دي چې سم شكل يې لا معلوم نه دي. په دې ځاى كې د يو كوچني آس او د هغه د سوار كار مجسمې چې د پخې خټې څخه جوړې شوي موندل شوي دي او نمونې يې پخوا د كابل په موزيم كې موجودې وې او په لږ توپير سره هغو ته ورته مجسمې له بګرام څخه هم لاس ته راغلي دي او معمولاً د تاريخي سابقې له مخې هغه د سترو كوشانيانو د عصر په وروستيو يعنې دريمې مسيحي پيړۍ ته نسبت وركول كيږي.
په موسهي كې هم د يوې ډبرينې غونډى د لمنې په بيخ كې چشمه زار شته چې زيات ماهيان پكې ليدل كيږي او د عقيدې په خاطر يې څوك نه نيسي. د موسهي يو بل تاريخي اهميت په دې كې هم پروت دي چې د بلخ تكسيلا ډېره پخوانى لار له بګرام څخه د پاى منار له كوتله راتيره شوي او د كابل څخه موسهي ته او بيا له موسهي څخه بادام چشمه، يكاب... او حصارك غلجايي كې د كابل مشرقي د پخوانى لارې سره يو ځاى شوې ده.
دشت تخت شاه او دستي ميدان:
دا دواړه سيمې هم د لوګر د هغو سيمو په جمله كې شاملي دي چې ځينې تاريخي لرغونې شواهد ترې تر لاسه شوي دي.
لنډه دا چې د لوګر سيمې د تنګي موسهي څخه نيولي د التمور تر كوتله پورې او له څرخ څخه تر سجاوند پورې، په دې ارته ساحه كې په تاريخي زمانو كې اسلامي تاريخي زمانې دي او كه تر اسلام نه د مخه، خو ټولې مختلفې غني فرهنګي دورې لري او هغه تاريخي شواهد چې په دې سيمه كې حد په حد ليدل كيږي د لوګر د فرهنګي، مذهبي او تاريخي اهميت په اثبات رسوي.
د لوګر سين او د هغه مذهبي تبرك:
د كابل د غرنيو حصارونو په لمنو كې زيات شمېر بودايي آبدات خپاره واره پراته وو.
خو د لرغونې كابل آبادي يا لږ تر لږه د (بودايي كابل) يعنې پخوا په هغه ځاى كې پروت نه ؤ چې اوسنى كابل پكې موقعيت لري، بلكې ۷ – ۸ كيلو متره د جنوب ختيز خواته د كمري او چكري په شاوخوا كې پروت ؤ.
د خورد كابل تسميه پخپله داسې ښيي چې لرغونې او (وړوكي كابل) په هغه چاپيريال كې پروت ؤ.
موسيو فوشه داسې نظريه څرګندوي چې بودايي او هندويي كابل لوګر د رود دواړو غاړو ته پروت ؤ نه د كابل د سين دواړو غاړو ته لكه چې اوس موقعيت لري.
څه رنګه چې د كابل د برهمن شاهي د تاج پوشۍ مراسم د كابل د معبدونو څخه په يوه معبد كې تر سره كېدل او دا معبد هم د لوګر د رود په غاړه پروت ؤ او احتمال لري چې يعقوب ليث صفاري هم له دې نامتو معبد څخه بتان وړي او بغداد ته يې استولي وې (زما په عقيده دا معبد هماغه د سجاوند معبد نوشاد به وي.)
او اوس هم د هندوانو مذهبي مخصوص غسل چې (آبهي شكه) ورته وايي د لوګر په سين كې اجرا كيږي.
د لوګر رودخانه او د هغې شاوخوا سيمې لكه ساكا، شيوكي، هنډكي، او كمري د كابل د اهل هنود له نظره تر نن ورځې مذهبي اهميت لري او د كابل اهل هنودو د ويساك د اختر مراسم په همدې سيمه كې پر ځاى كول او د لوګر د رود په اوبو كې يې غسل كاوه.
د بلې خوا نه د اسلامي مبلغينو لومړنى اقامت او د حضرت تميم (رض) او جبير (رض) د (علي الفضله) شپه په شهداى صالحينو كې ښيي چې د كابل ودانې دا وخت د لوګر په همدغه متبركه (د اهل هنود له نظره) حوزه كې موقعيت درلود.
يادونه:
څه رنګه چې د لوګر او د هغه د كلنګار او بركي برك او بركي راجان په اړوند دا لاندنى يادونې وروسته لاسته راغلي نو ځكه د مبحث په پاى كې ونيول شوي.
روايت دى چې په پخوانيو زمانو كې يو سړي (لهور) په نوم چې د هند د راجاګانو څخه ؤ او يو شتمن سړى د بركي راجان او بركي برك په سيمه كې چې څو محدود كورونه يې درلودل استوګنه درلودله، نوموړي د كرنې سره خاصه مينه درلودله نو يې يو شمېر بزګران چې ناقلين وو راټول كړل او د دوى په مرسته يې د كرنې يو څه ځمكې آبادې كړي.
د ځينو سره دا عقيده ده چې دا د لوګر نوم د هماغه (لهور) بدل شوي نوم دي چې په لهو ګرد او لهو ګر او اوس يې د لوګر شكل ونيو.
وايي چې نوموړي دوى لوڼى درلودلي د يوې نوم (رايحه جان) او د بلې نوم (ګل نګار) وه او د اسلام په دين مشرفې شوي وې.
څه رنګه چې يې د پلار د عقيدې مخالف دين غوره كړي ؤ نو د مسلمانانو د نفوذ په وجه هند ته لاړ او هلته يې د لاهور د ښار موسس شو.
رايحه جان چې په بركي راجان كې اوسيدله، د پلار شتمنى ورته ورسيدله او د پلار د كرنې د سيمو د اوبولو د پاره يې د راجان وياله چې د وردګو په تنګي كې د لوګر له سين څخه را جلا شوي جوړه كړه.
نوموړي د ښه شهرت او محبويت له مخې چې په خلكو كې يې درلوده دا سيمه د دې په نوم رايحه جان مسمى شوه او بيا وروسته په راجان او ورپسې په بركي راجان تبديل شو. د لهور دويمه لور چې ميړه يې وكړ او د ميړه استوګنځي يې د ګل نګار او ور پسې په كلنګار تغيير شكل وكړ.
همدا شان ځينې سپين ږيرې چې قول يې يو څه مصدق دي د بركي راجان د تسميې د وجې په باب وايي په اصل كې بركي د مير برك صاحب د نوم لنډيز دي او مكمل نوم يې مير سيد محمد بركي چې په ابو بركات باندې ملقب ؤ دي او د بركي راجان نوم هم له دې څخه اشتقاق شوي دي.