لا مې د ژوند سره جګړه ده جګړه ختمه نه ده

بس نور ما کړې فیصله ده جګړه ختـــمه نه ده

په تلوسه کې مې  وو نه موند خدایه چیرې به وي

د هجر شپه څومره اوږده ده جګړه ختمه نه ده

پاس په اسمان کې چې کوي اشارتونه ستوري

سپوږمۍ د وریځې میلمنه ده جګړه ختمه نه ده

یو ځل به بیا ګورې جانانه چې غماز کړي ختم

له وفا ډکه پښتـــــــــــــــنه ده جګړه ختمه نه ده

زما د زړه په منارو بـــــــــــــاندې روانې ډزې

له زړه مې جوړه مارجه ده جګړه ختمه نه ده

نور مې وس نشته زما جانان کوي ظلمونه ډير ډير

زما یار سمه امریکه ده جګړه ختــــــــــمه نه ده

دا د ارین طالب زړګی له یو احساسه ډک دی

چې کوي مینه او ډار نکړي جګړه ختمه نه ده