ددې لپاره چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسولیتونو او ونډوپه اړه وپوهیږو، لومړی باید په دی پوه شوو چې ټولنه څه ته واېي. د انساني ژوند د ښوو چارود سمبالښت سیمه ده، چې بیلابیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو وګړو ته د ټولنی وګړی وایي چی د وګړو له جمع کولو څخه ټولنه  را منځته کيږي. په یوه ټولنه کې که هغه ډیره عادي هم وي یا ډیره پرمخ تللې وي درې  ډوله انسانان ژوند کوي چې  یوه برخه یې ماشومان دویمه برخه ېې  ځوانان او دریمه برخه ېې مشران دي.

 مونږ په داسې یوه ټولنه خبرې کوو چې هلته دویمه برخه انسانان يا ځوانان څه مسولیتونه او ونډې باید ولري.؟

 که چیرې مونږ وغواړو چې ډیره یوه ښه پرمخ تللې له بدمرغیو او تاوتریخوالو پاکه او سوچه ټولنه ولرو ، د ټولنې هر یو وګړی نه یوازی ځوان دا مسوولیت او دنده لري چې خپل کار اومسولیت وپیژنی او له هغه وروسته بیا بل څوک چې د ټولنې او د ټولنیز ژوندانه جوړښت ته زیان اړوي متوجه کړو چی ستادا کار هم تا ته او هم د ټولنی نورو وګړو ته زیان اړوي لکه څرنګه چې خدای (ج) په قران الکریم کې فرمايلي(( انسان تر ټولو غوره مخلوق دی))نوددې لپاره چې خدای (ج) د انسان د خلقت په ښوالي شاهد دی انسان باید په دې پوه شي چې ده ته به شخصي او ټولنیږه برخه کې کوم مسوولیتونه او دندې متوجه دي  دا سمه ده چې په ټولنه کې هم ښه او هم خراب انسانان ژوند کوي یو ډول انسانان په ټولنه کې دانساني نظام پر ضد  عمل کوی او یو ډول نه غواړي چې په ټولنه کې داسې چارې تر سره کړي چې د انسانانو د ښوو صفاتو او شهرت لامل وګرځي.

 اوس به وګورو چې د ټولنې د ښه سمون لپاره کوم وګړي زیات ګټور واقع کېداي شي اوهغه څوک دي؟ هغه ځوانان دي هغه ځوانان چې بادركه، با احساسه وي پوهه او علمیت ولري. که چیرې دغه ټول یاد ټکې په ځوانانو کې شتون ولري حتمي ده چې ددې ترڅنګ ځوانان انرژي، ځواک، وړتيا، صبر، حوصله او د پاک زړه خاوندان هم دي .ځوانان هیڅ کله له چا سره بې ځایه شخړه نه کوي او کله که له داسې چارو سره مخ هم شي نو له صبر او زغم څخه کار اخلي.

 اوس جوته شوه چې کله یو انسان ته خدای پاک یو نعمت چې هغه ځواک، توان او پوهه ده ورکړې وي ددې ترڅنګ دا مسولیت هم ورته متوجه دی چې ددغه ځواک او توان د استعمال او مصرف پوښتنه هم ورڅخه کيږي.

 کله چې یو ځوان دې ته متوجه شي چې زه په ټولنه کې څوک یم او څه مسوولیت لرم همدومره کفایت کوي چې دې ته هم متوجه شي چې دی باید څه وکړي.

 لومړی هر ځوان ته لازمه ده چې خپل ځان سم کړي. یعنې زده کړه وکړي او پوهه حاصله کړي. که چیرې مونږ په ټولنه کې داسې ځوانان ولرو چې د ښوو زده کړو خاوندان وي زمونږ راتلونکی ژوند ډېر اسان دی که چیرې ځوانان خپل ځانونه د علم په ګاڼه سینګار نه کړي هیڅ کله هم نشي کولای چې دټولنې په اصلاح کې ونډه واخلي.

 هغه بیا نور ډېر لوی بحث دی چې بېلا بيلې  برخې لري چې ځوانان په ټولنه کې له زده کړو وروسته کومو ټکو ته بايد پاملرنه وکړي ایا مسوولیتونه يې نور هم زیاتيږي او که يوازې  تر همدې بريده وو.

نن سبا چې نړۍ کې دومره لوي تخنیک او تیکنالوژي رامینځته شوې، ټول ځوانان دي چې لومړی یې علم تر لاسه کړی او بیا یې خپلې لاسته راوړنې نړیوالو ته په اړونده برخه کې ثابتې کړې دي. که علم او پوهه نه وي هیڅ کله به انسانان په  ژوند کې نیکمرغه نه وي.