یادوونه:

لاندې لیکنه د یو تن ملګري لخوا را لیږل شوې چې نوم یې نه ده لیکلی خو زه د ده څخه یو  نړۍ مننه کوم هیله ده چې دې ته ورته ګټورې لیکنې بیا بیا د خپریدو لپاره را واستوي او خپل نوم هیر نکړي.بیا هم مننه

په ټولنه کې د ځوانانو مسوولیتونه او دندې     

ځوانان او مسووليتونه يې

دځوانانو عمده او لومړني مُُُُسووليتونه څه دي ؟

د ځوانانو عمده مسٌووليتونه په لاندي ډول خلاصه کيږي:

١. سالمه تربيه او غير ارادي زده کړي

٢. ځان پيژندنه

٣. سالمه او بشپړه زده کړه

٤. سالم شخصيت جوړيدل

٥. د ژمنې او با مسوولېته کورنۍ تامين

٦. دهېواد او هيوادوالو دخدمت او پرمختګ په برخه كې په څرګندې او له مسٌووليته ډكې ونډې اخستلو سره يو ښه، ګټور او ټولنيز شخصيت جوړېدل

که څه هم هرځوان ممکن تر ډيره ځايه له دغو مسْووليتونو څخه خبر وي اودهغې دسرته رسولو په برخه كې تر ډيره حده هلې ځلې هم تر سره کوي، خو غواړو چې په دې کتاب كې دا مو ضوعات ديوې فعالې زده کړې په توګه د ځوانانودښې لارښوونې په موخه هر اړخيزه و څېړو.

الف: سالمه روزنه او غير ارادي زده كړې:

دا هغه دندې دي چې ډېر ماشومان يې له کوچني والي څخه د پوخوالي تر عمره (٣٠کلنۍ پورې) له خپل چاپيريال څخه ترلاسه کوي. زموږ هيله داده چې ځوانان اود دوى کورنۍ بايد دژوند په دې بنسټيزه موده كې دخپلو دندو په جديت اودهغه په اثراتو چې ئي ديوماشوم په راتلونکي ژوند كې په هر اړخيزه توګه لري، خبر اود هغي ټولو باريکيو ته ځير وي. هرڅومره چې مور وپلار او د کورنۍ غړي په يو ماشوم كې دپوهې، ځواك، جرُات،ملاتړ، اعتماد او باورکولو روحيه په كلكه توګه وهڅوي، هماغومره به ماشوم پر خپل ځان متکي، هوښيار، زړه وراو باتربيه وي.

که د يوه ځوان په توګه تاسي په دې برخه كې دخپلي کورنۍ، ښوونځي، خپلوانو او دکور کلي دخلکو نيمګړتياوي ګورئ، نودابه ډيره ښه خبره وي چې په يواخلاقي جراٌت سره دهغي په وړاندې ګامونه واخلئ. دبېلګې په ډول: که ستاسې پلار، موراويادکورنۍ کوم بل غړى، تاسې ته سپكه خوله وخوځوي ، نو په ډېر درناوي ورته ووايي چې: پلارجانه! مورجاني! کاکا يا لالا! دغه ډول خبرې زما پر شخصيت منفي اغېز اچوي، او ستا د شخصيت سره هم ښې نه ښکاري. که مهرباني وکړې له داسې سپكو الفاظو څخه ډډه وکړې دابه ښه وي. داسې موٌدبانه چلند به نه يوازې هغوى پر خپل دغه منفي عمل پښيمانه کړي، بلکې تردې وروسته به هغوى ستاسې شخصيت ته په ځانگړي ارزښت قايُل وي. په دی برخه كې مور و پلار او د کورنۍ نورو غړو ته هم توصيه داده کله چې وګوري چې ددوي ماشوم کوم وران کار کوي، نو ددې پر ځای چې ور ته غوسه شی او بدې خبرې ورته وکړي، پکار دي چې ورته ووايي چې: ګلالی جانه! دغه کار ستا له شخصيت سره ښه نه ښکاري. دا مه کوه. نو په دی طريقه تاسې هغه ته وايئ چې: ته د يو شخصيت لرونکی يې. نو بيا به هغه همېشه کوښښ کوي چې خپل دغه شخصيت وساتي.

ب: ځان پېژندنه:

ځان پيژندنه دانسان په ژوند كې تر ټولو مهمه اوارزښناکه مسئله ده.

لکه چې په اسلام کې هم لومړى ځان پپژندل دي، بيا خداي (ج) او ورپسي نورموجودات. که يوڅوک ځان ونه پيژني هغه حتى خداي(ج)هم نشي پېژنداى. هو، همدا وجه ده چې لېونيان او معذور خلک د خدايي احکامو له سرته رسولو څخه هم معاف دي. ددې خبرې اصلي مطلب دادى چې هرانسان مکلفيت لري، چې دخپل ځان اوچاپيريال په برخه كې بشپړ معلومات ولري. خپل ځان دنورو مخلوقاتو اوانسانانو تر منځ تشخيص اوتثبيت کړي. هرانسان په خپله کورنۍ، ټولنه اونړۍ كې ځانگړى ځاى لري اود همدې ځانگړي موقعيت پېژندنه اودرک انسان د نوروپه وړاندي دمسووليتونو په تشخيص اود دندو په سرته رسولومکلفوي. دبېلګې په ډول: که تاسي ځان ديوه ماشوم په موقف كې وينئ نو بيا تاسي ته دما شوم په توګه ځانگړي مسووليتونه او دندې در پر غاړه کيږي او دجلا حقوقو لرونکي کيږي. که تاسي خپل ځان دمتعلم په موقف كې انګيرئ نو بيا تاسي ځانگړي مسوٌوليتونه، وظايف اوحقوق لرئ . اوکه تاسي په خپله کورنۍ كې دپلار، موراو يا ورور په موقف كې اوسئ نوداموقف بيا تاسي ته ځانگړي مسُووليتونه او دندې درپه برخه کوي. همدا راز په ټولنه كې د يوه عادی وګړی موقف، دندې او مسُووليتونه تريوه مشراو يوه چارواکي توپير لري. د بېلګې په ډول د ټولنې د يو عادي غړي لپاره به دا بس وي چې پخپله رښتينى او خدمتګار وي. ولې يوازې د همدې ځانګړنو لرل بيا د يوه ولسمشر لپاره کفايت نه كوي، ځکه د ولسمشر ټولنيز دريځ، او ټولنيز مسُووليتونه دا غوښت كوي چې دی تر خپلو لاس لاندې ټولو مامورينو او وګړو د پاکنفسۍ او صادقانه خدمت کولو مسُووليت هم ولري. دا د هر وگړي لومړنى او تر ټولو مهم مسوٌوليت دي چې خپل موقف په خپله کورنۍ اوټولنه كې وپېژني.

ددي تر څنګ بله مهمه مسئله دهرځانگړي مو قف وظايف، مسًووليتونه اوصلاحيتونه دي. چې په هغوي پوهيدل هر چاته اړين اولازمي دي. ددې دندو اومسًووليتونو څرګند تشخيص، دهغوي مسئوولانه سرته رسول، اوددغه هرموقف له ځانگړيو صلاحيتونونه سالمه ګټه اخيستنه، سړى د کورنۍ اوټولني په وړاندې ديوه څرګند ، اغېزمن او مسوٌول غړي په توگه مکلفوي. که پام وکړئ د ډېرو کورنيواوپه ټولنه كې دډيرو ستونزواساسي عوامل له همدې برخې څخه سرچينه اخلي. دبېلګې په ډول: که يو پلار په خپله کورنۍ كې خپل موقف نه پېژني او په ده پوري اړ مسًووليتونه او دندې نه تر سره کوي، هغه دخپلې کورني لپاره يواغېزمن پلار نشي ګرځېداى. نو دا بيا ددي سبب کيږي چې دهغه دکورنۍ غړي هم بې بندوباره تربيه شي، او بلاخره ددوى د بې مسُووليتۍ په نتيجه كې د هغوى کورنۍ او حتى ټولنه له ستونزوسره مخ کيږي.

دپام وړخبره داده چې دانسان موقف په کورنۍ اوټولنه كې په پرله پسې توګه د بدلون په حال كې دي، او بايدهرڅوک دخپل موقف دپېژندنې په برخه كې په پرله پسې او څرګنده توگه پاملرنه وکړي اودخپل هر موقف له مسووليتونو، دندو او صلاحيتونو نه په بشپړه توګه خبر اودهغې په عملي کولوکې له پوره پاملرنې څخه کار واخلي.

دا هم د يادولو وړده چې يو انسان ممکن په يوه وخت كې په ټولنه كې مختلف مو قفونه ولري . مثلاً تاسې په يوه وخت کې چې متعلم او يا محصل ياست ديو چا زوى / لور، دبل چا ورور/ خوراو د خپلې ټولنې يوځوان غړى هم ياست. چې په همدغه مهال په کورنۍ اوټولنه كې ددې مختلفو موقفونودرلودل دخلکو لپاره يوه پېچلې مسئله ګرځي. اودوىددې مختلفو نقشونو د اداکولو په برخه كې توازن ساتل او يا ددې مختلفو نقشونو په منځ كې دعمده نقش تشخيصول له ستونزو سره مخ کوي. دامسئله ددې باعث کېږي چې دغه كس خپل اساسي نقش په اغېزمنه تو گه ترسره نه کړاى شي اودا بيا دهغه په ژوند كې ځانگړې ستونزې رامنځ ته کوي .

دبېلګې په ډول: ديو متعلم اومحصل په توگه به ستاسي تر ټولو مهم او ارزښتناکه نقش داوي چې خپلې دندې ديو زده كوونكي او محصل په تو گه په كلكه پام كې ونيسئ اوپرينږدئ چې ځينې نورې غوښتنې مو د اصلي دندو مخه ونيسي. په داسې حال کې چې په زده كړه بوخت ياست، اوس ځوانان شوي ياست، چې دا بيا تاسې يولړنوروخواووته هڅوي، چې همدا مسايل دډېرو ځوانانو لپاره ددوى دټولنيز دريځ درک کول اوددوى دژوند د لومړنيو مسًوليتوونو په ټاكنه کې ستونزې رامنځ ته کوي.

کله چې زه ديوولسم او دولسم ټولگي زده کوونکى وم. زما زيات ټولګيوال او همزولي وو چې دژوند ددې مرحلې په يوشمېرفرعي مسًايلولکه ساعت تيريو، دشپې مجلسُونو، له هلکانو اودجنکيانو سره په يارانه اوساعت تيريو كې لګيا شول اودا د دې باعث شو، چې ډېرو ويې حتي تردولسم ټولګي پورې زده كړې هم بشپړې نه كړې. يا داچې په علمي برخه كې ورسره دا ځواك نه و چې دپوهنتون په ازموينو كې بريالي او له لوړو زده كړو څخه برخه من شي اويا داچې تعليم نور د دوى لپاره لومړيتوب نه درلود. متاسفانه نن ورځ دهغوى زيات په دوامداره توګه په خپل ژوند كې دستونزوسره لاس و ګريوان کړي، او ژوندون ئي ډېر پرېشانه دى او که همدا اوس هغوى تاسې زما تر خوا ودروئ نو هغوى به زما د پلار په شان زاړه ښکاره شي. يعنې دا چې دوی نه يوازې د علم څخه محروم پاتې شول، بلکې د همدې بې علمۍ په وجه ددوی اقتصادي، او ټولنيز حالات هم خراب شول، او دا ددی سبب شو چې د دوی روغتيايي حالت او سلامتيا هم صدمې ومومي. او له دې کبله دوی ډير زاړه ښکاري.

پرعکس ما چې دخپلې کورنۍ په ملاتړ او خپله خاصه علا قه خپل مسووليتونه درک کړي وو اوددې مسووليتونو په ترڅ كې مې تعليم دجدي مسووليت په توگه غوره کړى و، نو زه په دې وتوانيدم چې خپل عالي تحصيلات مکمل، يوه تکړه ډاکتر اوديوه ښايسته اوارام ژوند خاوند شم . خو کله چي امريکا ته ولاړم، متاسفانه زه پر دې ونه توانيدم چې دخپل ژوند لومړيتوبونه ښه تشخيص اوځپل وظاٌيف په درسته توګه ترسره کړم. ددې پر ځاى چې ما خپلومسلکي زده کړوته جدي توجه کړې واى، دسياسي موضوعاتواوپه افغانسان كې دملي سياسي مبارزي ضرورت مې جدي وباله او داددې باعث شو چې زه دخپل مسلک په برخه كې دبي توٌجهۍ ښکاراوپه دې برخه كې له يولړښوامکاناتوڅخه محروم شوم. دې محرومتيا بيا زما سياسي فعاليتونو ته هم زياته صدمه ورسوله اوهم يي زما په شخصي ژوندکې ډيرې ستونزې رامنځ ته کړې.

دخپل ژوند ددغې ترخې تجربې له مخې غواړم چې تاسې ځوانانو ته جدي توصيه وکړم چې ځان پېژندنه، خپل اجتماعي موقعيت اوموقف درک کول اودژوند دهرځانگړي موقف له مهمواوجدي غوښتنوڅخه ځان خبرول اوهغې ته په جدي توګه پاملرنه د ژوند يو مهم او ضروري اصل دی. سره لدې چې زمونږ په ټولنه كې ددغه ډول اجتماعي ستونزو په برخه كې کومې موثرې همکارۍ اوتوصيه کوونکې مراجع وجود نه لري، خو بياهم تاسي کولاى شئ چې په دې برخه كې دنوروملگرو، دوستانو په تېره دهغو خلکوله مشوروڅخه گټه واخلئ، چې په خپل ژوندکي ديوه کامياب اوسرلوړي موقف لرونکي دي. داسې کسان کولاى شي چې تاسې ته ديو ښه لارښود ځاى ترسره کړي. له بلي خوا دځان پيژندنې موخه داده چې دټولنې هرغړى خپل ځان ته ديوځانګړي کرکترغوښتونکى وي اويا داچې دى ديوې ځانگړي کرکتر لرونکي کورني پوري اړه لري. داددې غوښتنه کوي چې دغه شخص بايد لومړى خپل ځان درک کړي او د خپل ځانگړي ټولنيز شخصيت او موقف له مخې په ورځنيو چارو كې ځانگړې ونډه واخلي اوپه دي برخه كې ځانګړى نقش پرځاى کړي چې د دوى دغه رول او شخصيت په ټولنه كې ديولړځانګړتياوو او محدو ديتونو ايجاب کوي.

هرڅومره چې يو څوک خپل ټولنيز موقف اوشخصيت په ټولنه كې په روښانه توگه څرګند کړاى شي، په هماغه كچه کولاى شي چې دژوند په ورځنيو چارو كې هم ځينې کارونه يا دځان لپاره مناسب اويا نامناسب وبولي، اوپدي توگه په څرګند ډول دهغې چارو او هغه چلند مخه ونيسي چې دهغه له شخصيت سره متضاد او په ټکرکي وي. که تاسې غواړئ چې په خپله ټولنه كې ديوسالم اوډاډ وړشخصيت په توگه تبارز وکړي، نوستاسې دغه هوډ تاسې ته ځانگړى شخصيت درپه برخه کوي، چې دهغې ساتل بيا يولړقرباني غواړي.

دبېلګې په توگه: تاسې بايد درواغ ونه وايئ، غلا ونه کړئ، اوله يولړ نورو منفي اعمالوڅخه ځانونه هروخت لري وساتي، او په مقابل كې بايد دنورو خدمت، صداقت، وفاداري اوملاتړ دخپل ژوند په ټولواړخونو كې په پرله پسې توګه عملي کړئ.

زمونږدټولني غړو لومړنۍ ستونزې دادي چې دوى نه پوهيږي چې څه ډول شخصيت لري، او بيا ورته دا هم روښانه نه وي چې ددغه ټاکلي شخصيت غوښتنې څه او له کوموشيانوڅخه بايد ډډه وشي. دهمدې ټکونشتوالى اوناروښانتيا ددې سبب کيږي چې په خپلو کړو وړوکي ناڅرګند او حتي متضادعملونه ترسره کوئ. په دې ډول په ارادي او غير ارادي توگه خپل شخصيت ته صدمه رسوي. دا دپام وړخبره ده چې که تاسې ديوه ځوان په صفت دهر ډول شخصيت جوړيدل غواړي بايد په دي پوه ياست او دا ومنئ چې د دې شخصيت جوړيدل اوساتل يوي پرله پسې مبارزي ته اړتيا لري، او دا مبارزه بايد په ارادي، څرګنده او پرله پسې توګه اجرا كړاى شي. ځينې خلک فکر کوي چې ممکن په پټه داسي کارونه وکړي چې که څه هم هغه ددوی له شخصيت سره مخالف هم وي، خو فکر کوي چې څوک به پرې خبرنه شي. اما په دې کاردوي خپل شخصيت ته صدمه رسوي. ځکه چې ډير موضوعګانې له يوي خوا پټې نه پاتې کېږي اوله بلې خوا که څوک پرې خبرهم نشي دا ډول موضوعات پخپله ددغه شخص وجدان محکوموي اوپدې توگه په هغه كې دشخصيت ساتنې روحيه وژني.