امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې
د کله څخه چې په افغانستان کې د لویدیځې ډيموکراسي ډنډوره ډنګول شوې ده نو د دې ترڅنګ چې ځينې ستونزې لرې شوې هم دي خو ډيرې ستونزې را ولاړې شوې هم دي چې ښې بیلګې یې د خلکو کورونو ته د شپې ورتګ، په یو او بل نوم د خلکو نیول او شکنجه کول، بې ځایه بمباري......
خو د دې ټولو څخه ډيره ځورونکې او زړه خوړنګې یې د لارو بندول دي چې تل لارې بندې وي او بهرني سرتیري چې ډيری یې امریکایان دی په لارو کې ولاړ وي او څه یې چې زړه غواړي هغه کوي او څرنګه یې چې زړه ورته وايي هغسې روان وي چې د دوی څخه زمونږ افغاني ځواکونو هم دا اکتونه زده کړي دي. د بیلګې په ډول کله چې د کندهار لاره خرابه وه نو خلکو ته ډيرې ستونزې وې او په شپو شپو به یې مزلونه کول خو اوسني افغاني دولت د هیواد ډيرې لویې لارې جوړې کړې چې د دې جملې څخه یوه یې هم د کندهار لاره د جوړیدو سره سم د ډيرو افغانانو ستونزې څه ناڅه لرې شوې او د شپو مزلونو یوازې پنځو ساعتونو ته راغلل خو دا ستونزې یوازې د یوې لنډې مودې لپاره حل شوې او یو ځل بیا دا ستونزې پيل شوې، اوس که یو څوک غواړي چې کندهار ته لاړشي نو بیا هم باید سهار وختي روان شي او د شپې هم ناوخته کندهار ته ورسیږي چې د لارې د بندیدو ترڅنګ یوه بله بدبختي هم وروسره مله وي هغه داچې د بهرنیو ځواکونو تر شا تګ د دې لامل شي چې ټلیفون هم کار ونکړي او هغه څوک چې سفر روان وي نور نو دی د خپلې کورنۍ او کورنۍ د ده څخه بې خبره وي. ډيری ځله داسې هم پيښ شوي دي او لا پیښيږي چې که چیرې یو څوک ناروغ وي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا ولري ترڅو ډير ژر روغتون ته ولیږدول شي په لار کې د بهرنیو سرتیرو په ځانګړې توګه د امریکایانو سره د مخامخ کیدو پر مهال دوی اړ دي ترڅو د بهرنیو سرتیرو په خوښه لاړشي که چیرې لاړ نه شي نو د دوی له خوا ورته ګواښونه کیږي او په پای کې کیدی شي یاد شوی ناروغ تلف شی او یا د تلف کیدو په حال کې روغتون ته ورسول شي.
لوګر چې د کابل دروازه بلل کیږي او د کابل سره نیژدې پروت ولایت دی او ټوله لار له کابل څخه تر لوګره او معکوسه یې یوازې یو ساعت ده خو د بهرنیو ځواکونو سره د مخامخ کیدو پر مهال دا لاره هم نیژدې پنځه او شپږو ساعتونو ته غځول کیږي.چې د دې ډول پیښو سره ډير مهال زه د یو عیني شاهد په توګه مخامخ شوی یم.خو اوس پوښتنه داده چې دوی د داسې تګ پر مهال څه غواړي او څه کوي که چیرې دوی غواړي چې د لویو لارو امنیت ټينګ شي نو دوی کولای شي چې یو ځای ودریږي او د تلاشیو له مخې کسان وګوري او نور نو خلکو ته ستونزې را ولاړې نکړي.او بل داچې دوی داسې په لارو کې ډاریږي او د ملکي وګړو څخه په ګټه اخیستنه دوی د یوه ځای څخه بل ځای ته ځي نو څه اړتیا ده ښه به دا وي چې دوی د خپلو پوځي بارکونو او هډو څخه بیخي را وو نه ووځي.اوس خلک د دې په ځای چې د دوی سره مرسته وکړي ترڅو نورې لویې لارې هم پخې شي د دوی څخه کرکه کوي ځکه چې عام وګړي وايي چې بهرني ځواکونه ټولې لارې د ځان لپاره پخوي نه د ملکي وګړو لپاره. چې د ملکي وګړو او عامو افغانانو دا خبره تر ډيره ځایه پورې سمه هم ده ځکه چې دوی په خپل هیواد کې د خپلې لارې څخه په خپله خوښه ګټه نه شي اخیستلای.
د دې ترڅنګ زمونږ ملي اردو او ملي پولیسو هم دې ته ورته اکټونه زده کړي او دوی هم ملکي وګړو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی څخه مخکې شي ځکه وايي چې( خربوزه از خربوزه رنګ میګیرد) د دوی دا ناسمې کړنې هم کولای شي د افغانانو د کرکې لامل شي او خلک دې ته اړشي چې د دوی سره خپله مرسته کمه کړي، ځکه دوی د دې په ځای چې د دې خلکو ساتنه وکړي او دې خلکو ته په مخکې پرتې ستونزې لرې کړي نورې هم ملکي وګړو ته ستونزې را ولاړوي او په پای کې دا دې تینجه را ووځي چې خلک د دولت له وسله والو مخالیفینو سره یو ځای شي. که چیرې دې ته ورته ستونزې ډيرې شي ډيرې د بیا رغونې پروژې په ځانګړې توګه د سړکونو د بیارغولو پروژې به د ډيرو ملکي افغانانو د غبرګون سره مخامخ شي او که غبرګون وو نکړي نو د دولت سره به هم مرسته وو نکړي ترڅو پرینږدي چې وسله وال داسې پروژې زیانمنې کړي.په پای کې خپلې خبرې په دې راټولوم چې ټول بهرني سرتیري په ځانګړې توګه امریکایان دې د دې ډول کړنو څخه لاس واخلي.
او د افغان ځواکونو څخه مې هم غوښتنه داده چې دوی خو دې په هیڅ ډول سره داسې کړنې نه تر سره کوي ځکه کیدی شي نن په ما داسې حال وي او ناروغ راته موټر کې مړ شي سبا ته په ده باندې هم داسې حالت راتلونکی دی ځکه دی هم د دې هیواد یو بچی ده او په دې هیواد کې ژوند کوي، ژوند یې کړی او ژوند به کوي.