کرزیه مبارک شه په نادعلي کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي

د دې څخه وړاندې چې د مارجې عملیات پيل شي نو ناټو او افغانې خوارکی اردو تل داسې ډنډورې غږولې چې دوی به په یادو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ځان ساتنه کوي او تل به دوی ساتي او حتی ناټو خو ویل چې د دوی موخه دې سمیې ته د یوې سالمې ادارې او بیا رغونې ور وستل دي چې د دوی سالمه اداره او بیا رغونه خو ټولو افغانانو ته معلومه ده چې دوی څنګه بیا رغونه کوي او دوی څنګه یوه سالمه اداره رامنځ ته کوي او دا به ټولو افغانانو ته جوته وي چې دوی دلته د څه لپاره راغلي دي ایا د بیا رغونې لپاره که د بیا وژنې لپاره.خو په هر حال هغه متل دی چې وايي(اګر غم نداري بز بخر) که چیرې د افغانستان په کوم ګوټ کې لږ کراري وي او څوک نه وي ځورول شوي نو دوی دستي ور مخه کړي او د دین پتنګان هم ووایي چې مونږ په سیمه کې هرډول مقاومت ته چمتو یو چې د دې اخطارونو سره سم دوی هم یوه میاشت مخکې د دې نارې پيل کړي چې مونږ ځو سیمې ته ترڅو وسله وال اورپکي وځپو.هوکې وسله وال اورپکي خو اول وي نه که وي هم ډير وړاندې د دې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه شي او هلته په ارامه خوبونه کوي. او خوارکي افغانان وي څوک یې له ډاره کډه کوي او څوک چې پيسې نه لري نو بیا پراته وي او د نادعلي په څير چې په یو کور کې دولس تنه ووژل شول بیا د دې ظالمو ځواکونو لخوا په ډيره بې رحمي ووژل شي او دوی یوازې تشه بخښنه ووغواړي یو خو د خدای تعالی دوی په دې تشه بخښنه تباه کړي........... اوس نو ولسمشر کرزیه چیرې یې او څه کوي تاخو ویلي وو چې په دې عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند ته باید پاملرنه ووشي او بل داچې د دې عملیاتو قومنده خو هم تا ورکړې وه قومندان صیب یې ته یې .... اوس به د نادعلي د دولس تنو شهیدانو برخلیک څنګه کیږي مونږ لا د سالنګ اوښکې پاکې کړي نه دي او داده تا او ستا دوستانو بیا د دې ځوریدلي اولس پر مخ بله څپيړه ورکړه ایا دا اولس د دې لپاره پيدا شوی چې همداسې ووژل شي او قاتلان یې یوازې بخښنه ووغواړي؟ایا دا قوم کوم ساتونکی او سم مشر نه لري ترڅو د دوی حق ووغواړي؟دا چې دولت د بیا رغونې او سم ژوند څخه خبرې کوي ایا که دوی داسې سم ژوند خلکو ته راولي نو دا به خلک به په ریښتیني ډول د حکومت سره یوځای شي اوس نو د ولسمشر او د ده د دوستانو دې ته ورته چارې به د دوی په وینا ډير خلک وسله وال اورپکي کړي ځکه د بلا نه د تیښتې څخه د بلا سره مبارزه ښه ده.هوکې په نادعلي کې دا دولس کسان په داسې حال کې وژل کیږي چې نن په تاریخ کې د افغانانو لپاره د ویاړ ورځه ده ځکه په همدې ورځ یې زمونږ یو بل دوست پخواني روسي استعمار ته هم ماتې ورکړې وه او له خدایه دې ظالمانو ته هم د همداسې ورځې انتظار کوم ترڅو یې ولمانځو.ځکه دوی هغه مار ته ور ته دي کوم چې په لستوڼي کې یې ګرم کړې او بیا دا تا ووچیچي.او بله پوښتنه مې داده چې د دې عملیاتو قومنده خو د افغان خوارکیو ځواکونو په غاړه نو څنګه بهرنیو بې د دوی د اجازې څخه په ملکي افغانانو راکټونه را وه اورول؟.خو په هرحال هغه وايي چې ږیره زما واک یې د ملا دا خبره ډيره سمه ده او نن صبا دا خبره ډيره ریښتونې ده.خو زه یوازې د افغان دولت او بهرنیانو هغو څخه غوښتنه کوم چې د خدای په خاطر دې ملکي افغانان نه وژني ځکه نور دا اولس د دې توان نه لري چې تل ووژل شي او مونږ یې اوښکې ورپاکې کړو ستاسو د بیا رغونې او سمې ادارې څخه توبه یوازې په کراره مو پریږدی ځکه مونږ د سړک څخه سولې ته اړتیا لرو او د خدای په خاطر زمونږ په خپل لاس جوړه شوې سوله تاسې مه را نا امنه کوی.

د طالب وسله والو څخه مې دا غوښتنه ده چې اوس خو تاسې خپلې جګړې ته دا شعار ورکړی دی چې ګواکې د استعمار په وړاندې جګړه کوی نو تاسو هم د خدای په خاطر د داسې ځایونو څخه ووزی په کومو ځایونو کې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګواښ ډير وي ځکه کیدای شي ستاسو او د دولت او بهرنیانو په دې کړونو تاریخ وروسته قضاوت وکړي او زه هیڅ کله هم نه غواړم چې زمونږ په تاریخ کې د ویاړ د پاڼو څخه د شرمنده ګي پاڼې ډيرې ډکې شي.