په نبوي دوره کې د مدینې اقتصادي وضعه

د عبدالله عبدالعزیز بن ادریس لیکنه

ژباړه:محمدالله آرین احمدزی

د دې ترڅنګ چې ډيری کسان او په حانګړې توکه کفري نړۍ تل په دې اند ده او خپلو پيروانو او طرفدارانو ته تل دا په خولو کې ورکوي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) یوازې جګړې کړي او نور یې هیڅ هم نه دي کړي تل یې په نورو بریدونه کړي خو دوی په دې نه پوهیږي چې همدې دین وکولای شول د هرچا ناموسونه په امن کړي، ښځې د ژوندي خښیدو څخه خلاصې کړي او خلک د داسې ګټو او سودونو څخه چې د ټولنې په تاوان وي منع کړي او هم یې وکولای شول چې په ټوله نړۍ کې د یو قانون او حد بنسټ کیږدي هغه د داسې حد بنسټ چې د الله(جل جلاله) لخوا د بشر د ښې ګڼې لپاره جوړ شوی وو تور او سپين، عرب او عجم ته پکې په یوه سترګه کتل شوي و، نه داچې داسې یو قانون لکه نن چې کفری نړۍ یوازې د کفري هیوادونو د ښې ګڼې لپاره جوړ کړی وو او نن یې د نړۍ پر ټولو مسلمانانو تحمیلوي.هوکې قدرمنو لوستونکو د دې تر څنګ به ډيری مسلمانان هم د خپل ستر پيغمبر او د خیرالبشر د ژوند ډیرې برخې لوستې وي خو د دې څخه به نه وي خبر چې ګران پيغمبر د ژوند په نورو برخو کې څه کړي دي چې ما هم د همدې اړتیا لپاره تاسو ته د یو تن عرب جید لیکوال عبدالله  عبدالعزیز یوه مقاله چې ډيره هر اړخیزه یې لیکلې وه وژباړله ترڅو ټول مسله امت وکولای شي د دې لیکنې څخه ګټه پوره کړي.

په مدینه کې د پیغمبر(ص) او نورو مسلمانانوشتون د دې ښار اقتصادي برخې ته یوه نوې څيره ورکړه.مدینه چې ډير وړاندې د یوې ښې کرهڼیزې سیمې په توګه یې شتون درلود او د سوداګرو په لاره پرته وه کوم چې جزیرت العرب ته راتلل، د خدای د پيغمبر د ورتګ سره یې نوی رنګ ځانته غوره کړ او له یو لوی بدلون سره مخامخ شوه.د مدینې د ښار موقیعت او کډوالو ته د دې ځای د ځمکو خوشې کول نور هم دې ته اماده شو ترڅو کرهڼه پکې مخ ته لاړه شي ،سوداګري پکې پراختیا ومومي او هغه کډوال چې مخکې یې سوداګري کوله بیرته خپلو چارو ته مخه کړي او یو قسم سیکې لکه دینار، درهم او نورې جوړې شوې سیکې چې نن د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي چې هر یوې یې ځان ځان ته وزنونه درلودل.په دې بحث کې مهم ټکي دادي:مدینه،اقتصاد،کرهڼه،سوداګري، کارکونه،صنایع.

کرهڼه:

د مدینې ښارګوټی د اورغورځونکو غورو په وسیله احاطه شوی وو چې  د دې ښار ځمکې یې ډيرې حاصلخیزه کړې وې او دا ځای ته یې د یوې غرني حوض په ډول ښکلې بڼه ور کړې وه چې د ځمکې لاندې ډيرې اوبو په دې سیمه کې وې .ځکه کیدای شول هر وخت چې د  دې ښار په هرځای کې څاوې وکندل شي اوبو هم و موندل شي.د دې ترڅنګ د موسمي بارانونو په وخت کې د ډيرو بارانونو کیدل او بیا د ډيرو سیلابونو را وتل د دې ښار کرهڼیزه ښکلا نوره هم زیاته کړې وه.د مدینې ډيری اوسیدونکو بڼوڼه درلودل چې غټو او وړو کسانو به پکې کار کاوو.

د دې ځای بڼوڼه ډير مختلف وو ډيری وخت د دې باغونو مساحت زیات نه وو او په منځني ډول د ۱۰۰ ذراعو په شااوخوا کې وو هر بڼ ځان ته یوه څاه درلوده او د دې بڼ د ساتنې لپاره به د بڼ په کنج کې یوه کوټه هم جوړه شوې وه.ډيری خلکو به د ډار له امله په بڼوڼو کې دروازې نه پریښودې یوازې یوه وړه ویاله به یې پکې پریښودله چې اوبو ور د ننه شي او دې ویالې ته یې(ربیعا)ویل.د دې بڼوڼو ډيرې لاس ته راغلې میوې یوازې د بڼ لرونکي لپاره بس وې خو کله کیدای شو چې د دې میو څخه څه خرڅې کړي او د دې لارې به یې د خپلې کورنۍ لپاره یوڅه لاس ته راوړل.

هغه چا چې به بڼ نه درلود د تاکل شوې  اندازې خرما په مقابل کې به یې د نورو په بڼ کې کار کاوو.کله به د بڼ څيښتن خپل بڼ بل چاته په ایجاره ورکاوو چې په هغه کې به یې کرهڼه کوله او هم به یې بڼ اوبه کاوو چې د دې په مقابل کې به یې یو پر څلورمه او یا نیمايي او یا نور ..... د دې میوو څخه د بڼ خاوند ته ورکول چې دې کړنې ته (مزارعه)ویل کیده.د باغونو د اوبولو لپاره به د موسمي رودونو څخه ګټه اخیستل کیده  او یا به یې د څاه وو څخه کار اخیست.د څاه ګانو او نهرونو څخه د اوبو د ویستلو لپاره به یې د اوبو وړونکو اوښانو څخه ګټه اخیسته.

د نبي عیله سلام په وخت کې هم بیلابیلو لاملونو  خلک کرکیلې ته وهڅول.یوه عنعنه  دا وه هر هغه څوک چې شاړه ځمکه ودانه کړي هغه ځمکه به هم هغه ته ورکول کیده . بل داچې په اغلب ګمان ډيرې ځمکې د مهاجرینو ترمنځ  د (عقیق) او (عالیه )د وادي ترمنځ د دې خلکو ترمنځ وو ویشل شوې .داسې روایت دی چې نبي علیه سلام  یو تن مهاجر ته په (حرة الوادي)او(مبذرصاع) کې ځمکه ور وبخښله او بل ته یې د عقیق په وادي کې څاه ورکړه. د دې دلیل څخه داسې څرکندیږي چې دا ځمکې د دې خلکو وې او د دوی ترمنځ په ویش کې یی هم ډيره سمه ویشنه شوې وه ترڅو هرچاته خپله برخه ورسیږي.د یادو شویو مزرعو د پراخوالي په ترڅ کې د مدینې د ښار څخه د باندې هم ډير بڼوڼه جوړ شول چې ښار یې احاطه کړی وو.د نبي علیه سلام په وخت کې د شنو شیانو د ساتنې لپاره ډيرې لارې وې د بیلګې په ډول چا نه شو کولای چې د سدر ونه پرې کړي یوازې د ځمکې د یوې کولو لپاره د دې ونې د پریکیدو اجازه وه چې دا لړی ان د حضرت عمر فاروق (رضی الله تعالی عنه) تر وخته پورې جاري وه او حتی ځانګړی کس  د دې ونو د ساتنې لپاره ټاکل شوی وو ترڅو د دې ونو ساتنه وکړي.

د نبي علیه سلام په وخت کې د ښار شا اوخوا خړوبولو ځانکړی اهمیت در لود.د موسمي بارانونو څخه لاس ته راغلې اوبو به په(مهزور)(مذینیب)(بحطان)کې ذخیره کیدې(په یادو شویو درې ځایونو کې لویې کندې وي ترڅو خلک وکولای شي اوبو پکې ذخیره کړي) کله به چې دا اوبو  تر زنګنونو پورې ورسیدې نورو ځمکو ته به لیږدول کیدې.داسي نقل کوي چې د دې اوبو د لګولو اندازه د خرما د بڼ لرونکو لپاره د  پښو د تلې تر اندازې وې او کروند ګرو ته بیا د پښو تر بېډيو پورې.په دې اوبو باندې لومړی جګې ځمکې خړوبیدې او بیا وروسته ژورې ځمکې او وروسته به که چیرې د مخکنیو ځمکو نوبت هم و خو اوبو بیرته شاته ځمکو ته استول کیدې.په دې وخت کې مهاجرین د (حرة) او (غابه) په سیمو کې د ډيرو ځمکو خاوندان شول.د بني نظیر د قبیلې ډيری اموال په عالیه کې وو خو کله چې دوی د هجرت په څلورم کال د دې ځای څخه لرې کړای شول دا ځای د نبي علیه سلام شو.د بني نضیر په ځمکو کې به یې خرما وې کرلې او وروسته به یې د نبي علیه سلام د کورنی د یوکال مصرف ترې لرې کاوو او نورې به یې یوازې د څارویو او وسلو په اخیستلو لږول کیدې.نبي علیه سلام د بني نضیر د ځمکو ځينې برخه د مهاجرینو او او دوه تنو انصارو تر منځ ویشلې وې.

د خرما ونې چې یوازنی مهمې کرهڼيزې ونې دي د مدینې په شااوخوا کې زیاتې شوې او د دې ونو د مالیکینو عاید هم پسې زیات شو.نو له دې امله د دوی د ژوند چارې هم ښې شوې.د خرما وو د ونو ارزښت دومره زیات شو کله به چې چا غوښتل خپل غلام ازاد کړي نو هغه ته به یې ویل چې د ازادي په مقابل کې  دې خپل مالک ته د خرما ونې کښینوي.د دې ونو د ښاخونو څخه به یې د خونو د بامونو او ستونو لپاره کار اخیست.او همدارنګه به یې د خرما د پاڼو څخه د زنبیل، فرشونو او پوذي په جوړه کولو کې کار اخیست.د خرما میوه د مدینې د خلکو په وړاندې تر ټولو غوره میوه وه چې ځانګړی ارزښت یې درلود او کله به یې چې د خرما په ونه کې لومړنی میوه لیدله هغه به یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته راوړله.نبي علیه سلام به هغه اخیسته او ویل به یې:خدایه د خرما په ونه کې زمونږ لپاره برکت واچوې.

د مدینې خرما څو ډوله وې چې د دې ډلې څخه یې توره او سره خرما ډيره مشهوره وه چې د نبي علیه سلام په وخت کې مشهوره خرما(عجوة)(عذق زید) وې.د ډيرو کلونو لپاره د مدینې خرما یوازې د دې ښار د اوسیدونکو لپاره بس وه چې د زیات والي په وخت کې به یې په شام کې د غنمو څخه په ګرانه بیه خرڅوله.د دې لامل دا وو چې خرما د دوی د ژوند شی وو او کرهڼې یې هم ډير وخت او زحمت ته اړتیا لرله.ویل کیږي چې کله ناکله به آفتونو هم د خرما په ونو بریدونه کول او د دې ونو یو کلن حاصل به یې له منځ وړ.

حبوباتو او غلې لکه اوربشې، غنم له خرما څخه په دوهم پړاو کې وې چې دا به یې د خرما د ونو لاندې کرل.د حبوباتو کرکیله د مهاجرینو تر وخته پورې دلته دود نه وه.د اوربشو مصرف د دې خلکو په منځ کې په لومړي سر کې و.ویل کیږي چې غنم به د خلکو د اړتیا سره سم نه تولید کیدل نو د دې له امله یې د (بلقا) څخه مدینې ته غنم راوړل.

مهاجرینو د غنمو په کرکیله کې مهم رول درلود ویل کیږي چې طلحه بن عبیدالله تمیمي لومړنی کس وو چې د (قنات ) په وادي کې چې د مدینې په شمال کې وه غنم وکرل.خو د دې سره سره غنم دومره ډير نه وو چې د دوی لپاره بسنه وکړي نو د دې له امله به یې غنم د بل ځای څخه راوړل.عبدالرحمن بن عوف (رضی الله تعالی عنه )به هرځل ۷۰۰ اوښان په غنمو او نورو څيزونوبار راوړل چې دا د خلکو اړتیا وه.

د بلې خوا په مدینه کې ځينې میوې هم کرل کیدې چې په کال کې به یې دوه ځله حاصل ورکاوو.د دې میوو تر ټولو مشهور یې انګور دي چې څو قسمه وو چې د دې مشهور قسم یې (مراد وي)وو چې ترټولو ښه او خواږه انګور دي.چې د (قبا،عالیه،جفاف) اونورو بڼوڼو کې کرل کیده. وايي چې یوه ورځ سعد بن ابي وقاص(رضی الله تعالی عنه)یو ځل خپل د انګوورو د تاکونو څخه لاس ته راغلي انګور چې د (عقیق) په سیمه کې وو په ۱۰۰۰ دیناره خرڅ کړل.د دې څخه ها خوا په دې سیمه کې خټکي او نورې میوې هم کرل کیدې.همدارنګه ځينې سبزيجات او حبوبات لکه (خیار) او (دبا) چې یو ډول کدو دی اوږه، ښيځې پياز او نورو هم کرل کیدل.