بیلابیلې لیکنې


د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اوه ویشتمې اونيزې غونډې رپوټ

هیلۍ احديد ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اوه ویشتمې اونيزې غونډې رپوټدميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د لیندۍپه ۶ نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو په قرات رسماْ پیل شوه. دغونډی میلمنه آغلې لیلاناصري او تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي او دغونډی رییسه آغلې تورپیکۍ مومندوه.په پیل کې دلیکوالي دکورس په برخه کې تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي دکیسه لیکنې په اړه په زړه پورې لکچر ارایه

28.11.2010 محمدالله آرین احمدزی

خبرې اترې

خبرې اترې کله چې سپي خپلو کې سره راټول شي يو بل ته په بد نظر کتل شروع کړي سترګې يو بل ته بدلې کړي وروورو دچونګااوازونه له تا لو نه په را وتو ژامې يې خلاصې غاښونه يې ښکاره او له ستوني يې اوازونه راوتل شروع شي پوزه يې پيته او تر ټنډې پورې ورسېږي غا ښونه يې دباندې را وځي خولې نه يې لاړې الوزي او د بد بد اواز سره يو د بل سره ونښلي دده پښه دهغه بل په غاړه اد دهغه بل پښه دده په ملا باندې دده غوږونه د بل په خوله کې او د هغه ستونی دده په ژامو کې ده دی وخوړ او دا بل

21.11.2010 محمدالله آرین احمدزی

په دولتي خپرونو کې څومره د پښتو ژبې حق خوندي دی

په دولتي خپرونو کې څومره د پښتو ژبې حق خوندي دی د محمدالله ارین احمدزي لیکنه په هیواد کې ګڼ شمیر دولتي او نادولتي خپرونې نشرات لري چې د نا دولتي او مستقلو هغو په پرتله دولتي ډيرې د پام وړ دي. ځکه چې دولت او دولتي خپرونې باید تر ډيره ملي یوالي او د هیواد هرې ژبې او په تیره بیا پښتو او دري ژبې ته ډير پام وکړي او په خپلو خپرونو کې ډير انډول وساتي. زه له ډيرې مودې را هیسي دولتي او نا دولتي خپرونې اړوم را اړوم او ګورم یې خو د سترې محکمې څو پرلپسې خپرونې راته ډيرې ځکه د پام وړ وې چې دوی یوازنی ارګان

11.11.2010 محمدالله آرین احمدزی

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ددوه ویشتمې اونیزې غونډې رپوټ

سوله نيازۍ د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ددوه ویشتمې اونیزې غونډې رپوټ  دميرمن كلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه  د شنبي په ورځ د ۱۳۸۹ لمریز کال د لړم په لومړۍ نیټه چي برابره ده د اکتوبر له ۲۳ مي نيټي سره د پوهني وزارت په كلوپ كې د ګڼ شمير خويندو په ګډون تر سره شوه د غونډي كوربه سوله

30.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پرانستونکې غونډه

په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پرانستونکې غونډه د ۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په ۱۳ نیټه په پغمان کې د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر پرانستونکې غونډه  جوړه شوه . په پرانستونکې غونډه کې د پغمان ولسوالي یوشمیر میرمنو ګډون کړی و. دغونډې په پیل کې شاعرې او لیکوالې خدیجې امین په پغمان کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د جوړیدو د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې . آغلې امین په کابل کې د هغو فعالو او با احساسه افغان میرمنو او نجونو یادونه وکړه چې په کابل کې یې دمیرمن کلت

19.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

په بغلان كې د چل كلا تر سرليك لاندې ګډه مشاعره وشوه

په بغلان كې د چل كلا تر سرليك لاندې ګډه مشاعره وشوه راز محمد راز- بغلان د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ په يوه ناارامه سيمه كې د روان كال د تلې په ۹مه، بغلاني فرهنګيانو د چل كلا په نوم مشاعره وكړه. په دغه مشاعره كې چې د ګډونوالو شمېر يې تر سلو ډېر و، سيميزو سپين ږيرو، قومي مشرانو، ښوونكواو د همدې ولايت فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

18.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

شینکي خان/ښکلي نثري ټوټه

دشينکي خان جګ قد و ، اومات کړی يې هرحد و . کله به يې چې ځان ته کالي کول ، نوبه يې څلورنيم ګزه ټوکر واخيست او پرخياطانو (درزيانو) به ورسم سو. د ښارهرخياط به ورته ويل ، اې شينکی خانه ! ته ډېرغټ سړی يې ، دڅلورنيم ګزه ټوکره وتاته جامې نه جوړيږي . شينکي خان به په زاریو پيل وکړ ويل اې استادانو ! خدای ته وګوری وايم نه لرم نور توان ، په دغه ټوکرمې په يوډول پټ کړی زماپه لقب خان  مه تير وزی دغه غوړلقب مې هسي اوخوشي په نامه پوري ټينګ موښتی دی . زه په حقيقت کښې ډېر خوارس

17.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

د امریکایانو دخاصرو(کوناټیو) لوی والی د شکری سبب شوی

د امریکایانو دخاصرو(کوناټیو) لوی والی د شکری سبب شوی: وروستنیو څیړنو په ډاګه کړی چی سره لدی چی برتانویان او امریکایان په ناروغیدلو کی سره برابر دی خو په امریکایی بوډاګانو کی شکری ناروغی دبرتانویانو په نسبت دوه برابره ده ځکه چی خاصری(کوناټی) یی غټی دی. د لاس انجلس ټایمز ا

13.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

د سولې د عالي شورا د غړو لنډ ژوند لیک او د دوی له ویاړه ډکې تیرې کړنې

١-     حضرت صبغت الله مجددي( موزیګی بیا په ډتو راغی ــــــــــــ  په لمن ګی یې چا توت ورکړي دینه.هسې خوشې چټي د څوکی شوقي او هیڅ یې هم له وسه نه کیږي.) ٢-     پروفيسور برهان الدين رباني.( دا هم د مولانا محمد اسحقا نظامي صیب خبره د سرګردانې څوکی والا دی.څو کلنه شیطاني تجربه او د کابل د ورانۍ یوازنی لامل او په کولاب، بدخشان او کله کله ډیر کم په افغانستان په خپله خوښه ولسمشر.) ٣-     پير سيد احمد ګيلاني.(هاهاهاهاهاه

10.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل سترګې مې دا ستا سترګو ته پاتې دي هو په خداي چې ستا سترګو ته پاتې دي څوک به وي تر ټولو بختور انسان ؟ ستا سترګې د چا سترګو ته پاتې دي ټولې ښادۍ ستا له سترګو ځار شولې ټولۍ بدۍ زما سترګو ته پاتې دي

09.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شلمې اونيزې غونډې رپوټ

 د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شلمې اونيزې غونډې رپوټ  دميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د تلې میاشتې په ۱۰ نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.   غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو  په تلاوت سره رسماْ پی

05.10.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مېرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۹غونډې رپوټ

د مېرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۹غونډې رپوټد مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۷۹ لمریز کال د تلې په دریمه نیټه چې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د سپټیمبر له پنځه ویشتمې سره یې سمون درلود د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړه شوه.پدې غونډه کې چې ګڼو مېرمنو او نجونو ګډون درلود زمزمې عرب نیازۍ چلوله او میلمنه یې د کابل د عربي دارالعلوم محصله هیلۍ احدي او ریسه یې ندا ساپۍ وه.د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر دې غونډې دوه برخې لرلې. د غونډې لومړۍ برخه ک

29.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي

ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي وروسته تر دې چې د لومړی ځل لپاره رهین د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو  د کار له پیل څخه یې په ځينو داسو کړنو پیل وکړ چې نه یوازې د یو وزیر له شان او شوکت سره نه ښايي بلکه د یو عادي افغان له شان او شوکت سره هم دا نه ښايي دلته هر افغان که تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، پشه يي.... او نور وي د یو افغان تر نوم لاندې ژوند کوي او په دې هیواد هر یو حق لري او هیواد په هر یوه مساوي

27.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

ښاغلي زورواکه ، زه غواړم ستاسره خبرې وکړم

هيله لرم چې زمادږغ داوريدلووخت اوزغم ولرې . ته هم د ها، نوروغښتلوپه شان زما څخه هرڅه واخله ، ولې انسان مې ګڼه او دغه وياړاولقب مه راڅخه اخله ، دخپل وطن سره مينه اووخپلوخلګوته دخدمت کولوارمان هم ماته را پريږده . ښاغلې زورواکه پدې اړه دڅه ويلو اجازه لرم ؟  زه وتاته دوړاندي کولو دپاره نور ډېرڅه لرم : زما څخه بيره ، غم اوزمادوطن دکونډواويتيمانواوښکي واخله ، زما څخه ددرواغوويلوناوړه دود ، دخلګو په سترګوکښې خاوري اچول ، ټګي اوبر

26.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

آیادسولې عالي شورا دسولې په لورې یوګام دی؟

آیادسولې عالي شورا دسولې په لورې یوګام دی؟ دسولې ملي مشورتي جرګې دبیلابیلو کمیسیونونو په ځینو وړاندیزونو او طرحو کې دسولې دبهیر دګړندي کولو لپاره دسولې او پخلاینې دیوې دایمي شورا غوښتنه شوې وه ، او دجرګې په پریکړه لیک کې افغان حکومت ته مشوره ورکړل شوې وه چې دسولې په لاره کې یو اړخیز اقدامات وکړي ،چې دسولې دعالي شورا جوړیدل په دې لاره کې یوګام بلل شوی دی. درس

25.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

دجګړې ورکه کړۍ به څوک پیدا کوي؟

دجګړې ورکه کړۍ به څوک پیدا کوي؟        په دې وروستیو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوري ریاست دملي امنیت سلاکار ښاغي ډاکټر رنګین دادفر سپنتا (دناپایه جګړې ورکه کړۍ) تر سرلیک لاندې په زړه پورې مقاله خپره کړه ښاغلي سپنتا په خپله مقاله کې دتروریزم پر ضد دقربانیو دستایلو ترڅنګ په هغه څه نیوکه کوي چې اوس په هیواد کې روان دي دی لیکي (( په ساختماني قراردادونو کې نه شفا

25.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې ! دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په تیره غونډه کې د((بد قدمه)) په نوم د آغلې هوسۍ وفا لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه، او دمینا نظري شعر ددوی دناوخته راتګ له امله له کره کتنې پاتې سو،دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مینا نظري لاندې شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.غــزللکه یو شور لکه یودرد چې له ګیتاره وځيداسې مې

23.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

ننګرهار؛ټاکنې او پرولس د فاسدو چارواکو بله لورېينه!

ننګرهار؛ټاکنې او پرولس د فاسدو چارواکو بله لورېينه! بشردروېش-ننګرهار د ټاکنو کمېسون په ننګرهار کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د رايه اچونې ١١٤ مرکزونه د امنيتي! ستونزو په پلمه تړلي اعلان کړي چې دا د هېواد په کچه د بل هر ولايت تر تړل شوو مرکزونو پورته کچه ده. د سولې د کاله په نامه ياديدونکى ننګرهار سره له دې چې په يو شمېر سيمو کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ترپخوا زيات شوي او ناامني رامنځته کړې خو په دې کچه به نه وي چې د دې ولايت دومره د رايه اچونې مرکزونه دې وګوا

17.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

د پام مجلې څلورمه ګڼه له چاپه را وته

د پام مجلې څلورمه ګڼه له چاپه را وته پام مجله چې يوه سياسي، ټولنيزه او مهالنى مجله ده، داده په پوره برياليتوب يې څلورمه ګڼه چې ګڼ شمير سياسي، ټولنيز، معلوماتي او نور مطالب پكې خپاره شوي دي له چاپه را و وته. مينه وال كولاى شي چې  دا ګڼه هم د تير په څير په ولاياتو كې زمونږ له استازو څخه لاس ته راوړي. په درنښت محمدالله ارين احمدزى د پام مجلې مسول مدير د اړيكې شميره: دفتر:۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴ شخصي: ۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳  

14.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

اخترپه ټوکو، ټوکوراغى ------ نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاويزونه

له مباركي او نيكو پيرزوينو څخه وړاندې مو په لومړي سركې كې د پښتو ادب په شاهكار( څولنډيو) نازوم هيله ده چې خوښې او زړونه مو پرې وتبل شي. اخترپه ټوکو، ټوکوراغى نه مې اوږۍ  شته نه دغاړې تاويزونه ګرانې اختر دې مبارک شه سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه اختر په منډه منډه راغی ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه  په سپینه خوله که روژه ماته د کفارې روژې به دواړه ونیسونه ټولو ځوريدلو او كړيدلو هيوادوالو ته د كوچني اختر د را رسيدو له امله

09.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل ///ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې ///////// چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم

نه په څښاک نه په خوړو باندې روزه ماتوم نه په خورما نه په اوبو باندې روزه ماتوم ای د جهان مالیکه اووایه ګناه خو نده ؟ نن می د یار په شونډو سرو باندې روزه ماتوم ماته یی ښکلې د لوګر مڼې رایادې کړلې چې یی په غبرګو اننګو باندې روزه ماتوم بیګا مې بیا ستا لیونۍ سترګې په خوب لیدلي ځکه زنګیږم ، زنګیدو باندی روزه ماتوم سلیمه خدای لپاره پریږده نورمې مه ځوروه ټوله

07.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مسعود ورځ، د رهین څرګندونې او د عامو افغانانو قضاوت

د مسعود ورځ، د رهین څرګندونې او د عامو افغانانو قضاوت افغانستان کې داسې ناخوالې تیرې شوې چې څوک یې خانان او څوک یې قهرمانان کړل، ځينې یې بیا داسې کړل چې له ټولو شتو یې خلاص کړل او لولپه یې کړل، خو هرڅه چې و هغه وشو.وروسته تر دې چې سرې لښکرې له افغانستان څخه و وتې او مجاهدین د واک پر ګدی کیناستل نو هغو چې ریښتونی جهاد کړی و خپلو کورونو ته لاړل او په دې هیله چې هیواد یې اباد شي او نور نو په ارامه ژوند وکړي وسلې کیښودې. خو ځينو یې

05.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی د روژې مياشت ده ګرانې څوک عبادت

01.09.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل/طالب منګل

چا په دوزخ کې ټېل وجود ته ور کړچا د عرش لوري ته ثواب وړی دیشبنم په خوب نيولو سترګو کې تویسهار يې خوب پسې ګلاب وړی دیوړانګې له سپن مخ ځينې لوڅې تښتيچاد بګرام پېغلې حجاب وړی دید خواږو سترګو په کتو کې ورکه!سترګو په تاپسې ځواب وړی دیطالب له سپينو منارو کښېوتیطالب خمار،خمار شراب وړی دیطالب منګل

30.08.2010 محمدالله آرین احمدزی

د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نوميالی ليکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال له نړۍ سترګې پټې کړې. انا لله و انا اليه راجعون

24.08.2010 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more