ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

د روژې مياشت ده ګرانې

څوک عبادت

څوک به طاعت او خپل لمونځونه کوي

څوک روژې نيسي څوک نفلونه کوي

څوک هم  بښنې ته عذرونه کوي

****

خو هلته ليرې

د همدې نړۍ په ليرې ګوټ کې

له کومه ځايه چې ځلاند ښايسته لمر راخيژي

****

او بيا

 بيګاه سپينه سپوږمۍ

له ښکلو ستورو سره

خلکو ته سترګې وهي

****

يو نيم سړی به پيدا کيږي لکه ما ليونی

چې نه روژه

نه عبادت

او نه نفلونه کوي

****

خو ستا د ښکلو غزليزو سترګو

په هر ځل ياد کې به

لوي خداي يادوي

نو ته اوس خپله وايه

 چې ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی .