خير که انتقام راسره نه پرېږدي

هغه دې سلام راسره نه پرېږدي


غاړه کې خدايان ما ته کښېوتي دي

سر مې په قيام راسره نه پرېږدي


اوس له هغې زړه هم باغي شوی دی

څوک چې زړه ارام راسره نه پرېږدي


ته سترګې راپورته کړې خو ستا سترګې

ښکليه! احترام راسره ه پرېږدي


وايي زرشه ووايه په چا مئن!؟

ګلې! دستا نام راسره ه پرېږدي


زه طالب چې ټوله شپه يواځې يم

ځان،جانان ماښام راسره نه پريږدي