د مسعود ورځ، د رهین څرګندونې او د عامو افغانانو قضاوت
افغانستان کې داسې ناخوالې تیرې شوې چې څوک یې خانان او څوک یې قهرمانان کړل، ځينې یې بیا داسې کړل چې له ټولو شتو یې خلاص کړل او لولپه یې کړل، خو هرڅه چې و هغه وشو.وروسته تر دې چې سرې لښکرې له افغانستان څخه و وتې او مجاهدین د واک پر ګدی کیناستل نو هغو چې ریښتونی جهاد کړی و خپلو کورونو ته لاړل او په دې هیله چې هیواد یې اباد شي او نور نو په ارامه ژوند وکړي وسلې کیښودې. خو ځينو یې د واک پر سره سره داسې جګړې وکړې چې د لومړي ځل لپاره په کابل کې څو حکومتونه جوړ شول. د بیلګې په ډول دشت برچي د کریم خلیلي او محقق شوه، دهمزنګ او نورې سیمې نظار شورا ته وسپارل شوې او له لرې څخه د کابل غرونه د اسلامي حزب د ډلې لخوا کلابند شول.چې د دې ټولو ډلو تر څنګ د اسلامي جمعیت او رباني ډله هم له هیڅ چا کمه نه وه دوی چې د نورو په پرتله یې ډير ځانونه د دې هیواد د واک وړ بلل د څو ورځني ولسمشر صبغت الله مجددی الوتکه یې په راکټ و ویشته او خدای نه وژلي مجددي ترې روغ رمټ خلاص شو. خو وروسته هر یو د ځان أباره جګړې کولې چې رباني ځان د افغانستا رسمي ولسمشر اعلان کړ او ښاغلی مسعود هم پکې د دفاع وزیر شو. په کابل کې څو لسیزو جګړو د دې ښار هرڅه لو لپه کړل ۸۰۰۰۰ کابل ښاریان و وژل شول او ټول کابل په کنډواله بدل شو.خو د واک پر ګدی ناست رباني او د دفاع وزیر یې مسعود تر ټولو دې ښه ژمن و چې واک باید د دوی سره وي خو په چا یې منې، که جهاد و خو ختم شو، خو که د واک خبره وي هر یو پکې حقداره و، ولې محقق او مزاري له دوی څه کم و.دې حالت دوام وکړ او تر هغه یې دوام وکړ چې د طالبانو تحریک رامنځ ته شو او د دې ټولو ټوپک سالارانو، جنګ سالارانو او نورو لمن یې څه ناڅه راټوله کړه خبره تر دې ځایه را ورسیده چې طالبانو چاراسیا ولسوالي ونیوله دوی هم نیژدې څو کلونه کابل راکټ باران کړ خو و یې نه شو کولای چې ویې نیسي نو د پکتیا له لارې یې د ننګرهار پر لور حرکت وکړ ننګرهار یې ونیو او په پای کې د سروبي له لارې په کابل ور ننوتل، مسعود د خپلې ډلې سره یو ځای شمالي سیمې ته پناه یو وړه او هلته ېي خپل سنګر ښه ټينګ کړ.خو په شمالي سیمو پروان، کاپيسا او د کرزي لا لخوا د څو زرو لرونکې ولسوالي چې اوس ولایت شوی دی پنجشیر درو کې جګړې دوام وکړ. جګړه نه ختمیدونکې وه ځکه کله طالبان وړاندې و او کله مسعودیان، خو له څو کلونو وروسته د تخار په خواجه بهاوالدین کې دوه کسه چې هرڅوک و زه یې نه غواړم په اړه تبصره وکړم د وږي په میاشت کې پر مسعود برید وکړ او دا ښاغلی یې له دې دنیا تیر کړ. خو د ده له وژل کیدو وروسته پر امریکا بریدونه وشو، د برید سره سم ډبل عبدالله او لوی پوزی مارشال فهیم امریکې ته ولاړل او هلته یې د امریکا مرسته ځان ته وغوښته او هلته دوی ته په میز ډیرې ډالرې هم کیښودل شوې او مزې یې وکړې. امریکا راغله او په طالبانو یې د شمالي ټلوالې په فرمایش د غټو بمونو غورځول پیل کړل او په پای کې د طالبانو واکمني پای ته ورسیده.کابل ته د شمالي ټلوالې له راتګ سره سم د مسعود کوټې کوټې انځورونه هم کابل او نورو ولایتونو ته راغلل چې حتی تشنابونه هم د مسعود له انځورو څخه خلاص نه و.په دې دوره کې ځینې ځینې نوې څیرې هم را پيدا شوې، د بیلګې په ډول ډبل عبدالله د بهرنیو چارو وزیرشو، د لویې پوزې خاوند مارشال فهیم د دفاع وزیر شو، مخدوم رهین د اطلاعاتو وزیر شو او په پای کې مسعود ته د شهیدانو د سالار لقب ورکړل شو. دا څو کاله د دې ښاغلي چې ټلواله یې سالار شهدا بولي خو زه وایم چې خدای خبر په هغه دنیا به د دې قصاب څه حال وي خدای به هم بخښلی وي کنه ورځ به یې لمانځل کیده، زمونږ نرښځي ولسمشر او دولت یې یاده شوې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه، د تیرو کلونو په پرتله تیره ورځ دا ورځ په ( دانشګاه کابل) کې د یو شمیر ( دانشجویانو) دولتي چارواکو او جهادي مشرانو لخوا ولمانځل شوه چې پکې د دولت له لوري مخدوم رهین، د جهادي مشرانو له لوري ډبل عبدالله پکې ښې ناتراشې وغږولې.ښاغلي مخدوم رهین د سالار شهدا په اړه په خپله وینا کې داسې وفرماییل: مسعود هغه څوک دی چې څو کاله وړاندې یې په هغه څه پيل کړی و چې نن یې نړیواله ټولنه کوي.................. دې خبرې دومره وخندولم چې نیژدې و زړه مې وچوي ځکه ده څه غوښتل، نړیوالې ټولنې څه کړي دي او څه غواړي. او تاته څه اړتیا وه چې د دې ښاغلي غلا اوس په آیت او حدیث ثابتول غواړې خو په هر حال ډبل عبدالله هم له چا کم نه و ده هم غاړې تازه کړې او داسې یې و فرماییل: زه به د مسعود یوه خاطره درته و وایم هغه به ویل خوښیږي چې (دانشجو) و اوسم او یا هم په پارلمان کې د خلکو استازی نه یې غوښتل چې ولسمشر یا وزیر شي....... دې خبرې دومره پسې وخندولم چې رهین خان لالا مې پسې هیر شو. ما له ځانه سره وویل چې دا سړی که ریښتیا دومره ریښتونی و نو ولې یې کابل کنډواله کړ، ولې یې دومره افغانان و وژل خو هم هغه لومړی به یې د دې کار لپاره اقدام کړی و کیدی شو چې دی د پارلمان رییس شي نه یوازې استازی دې دومره اپلتو او ډتو ته څه اړتیا وه.خو په هر حال د کرزي په دې دوره کې ډير جالب څه څو دي:
۱- د متعصبو قوارو را څرګندیدل اوان وزارتونو ته د دوی رسیدل.
۲- مسعود ته د سالار شهدا لقب ورکول او بیا د ده په یاد یوه ورځ عمومي رخصتي چې دا له افغانستان او افغانانو سره یوه ستره جفا ده.
۳- د مسعود هم سنګرو ته داسې وزارتونه ورکول چې اوس نو هیڅوک نه شي کولای د دوی د کړنو مخه ونیسي چې ښه بیلګه یې ډبل عبدالله او د کابل بانک شریک مارشال دی.
دا هغه څه و چې د ولسمشر کرزي خان په دوره کې وشول خو د خندا وړ خبره داده وايي یو چا د پیغمبري دعوه کړې وه خو چا د ده پيغمبري نه منله ده به خلکو ته اخطار ورکاوو چې که زما پيغمبري و نه منی نو کیدی شي زه قیامت جوړ کړم. مسعود خو ټلوالې، کرزي، رهین او نورو سالار شهدا کړ خو د ده شهادت په چا منې د څه شي لپاره شهید شوی دی، کله شهید شو، دا هغه شرمونکي څه دي چې تل یې قدرت پلوه ټوپک سالاران غواړي چې د دوی په دې کړنو ډيری پاک او سپيڅلي مجاهدین اوس له خپل جهاد څخه منکر دي ځکه وايي په پاده کې چې یو څاروی وریخیږي د ټولې پادې رنګه بده کړي. اوس په سیاست کې ولسمشر کرزی وریخیده د سیاست رنګه یې بده کړه، په تعصب کې رهین وریخیده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رنګه یې بده کړه، د جهاد په نوم قدرت پلوه مجاهدین وریخیده او د ټولو مجاهدینو رنګه یې بده کړه.په افغانستان کې شته ستونزې که همداسې وي کیدی شي دا تر قیامته پورې پاتې شي. ځکه جهاد چا وکړ امتیاز یې څوک اخلی، څوک وځپل شول او څوک یې اوس په سر پیسې اخلي، څوک شهیدان شول خو څوک یې اوس سالار شو، که دا ډول کړنې په افغانستان کې روانې وي وزیر یې ځانته ډنګوي او ولسمشر یې ځانته نو هیڅ به شونې نه وي چې سوله دې په افغانستان کې راشي، د مسعود ورځ چې لمانځل کیږي، د مزاري ورځ لمانځل کیږي، په نومونو یې جادې او سړکونه جوړیږي، د طالبانو جنګي قومندان ملابورجان، ملامشر، مولوي احسان الله احسان، ملامحد رباني............. هم له چا کم نه دي د دې هیواد بچیان و او د دې هیواد لپاره یې وسله را پورته کړې وه او د دې هیواد لپاره یې جګړه کوله د همدې مجاهدینو او د شهدا و د سالارانو په پرتله د هغو کړنې، امنیت د دې ملت لپاره د منلو وړ و او د دوی د واکمني پر مهال څو کاله افغانانو داسې په کراره ژوند وکړ چې سړي تښتونه، غلا او نورې هیڅ چا هم نه پيژندې، نه زرداد و نه هم مسعود او نه هم رباني یو حکومت یو غږ او یو اواز و، نه د رهین تعصب و ، او نه هم د ولسمشر کرزي مډالونه، ایا ټول افغانان او وسله وال مخالیفین به د داسې یوې منحوسې ادارې سره د څه لپاره خبرو ته حاضر شي، چې مسعود پکې سالار شو خو د ملابورجان قبر همداسې خړ پړ پروت دی.