دا د مینې یاران کم کله په شمار وي

دوی یوازې وي  اخته شروع ګفتار وي

چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي

څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

دا چې سر قربانوي له خپل هیواده

خود خفه به په دې چار باندې اغیار وي

چې د سرو شونډ مزه څکی لومړی څوک

خود به څو ورځې نشه او هم خمار وي

ارین ځان لوګی کوی له هغه چانه

چې پښتون ته د ښه ژوند څوک طلبګار وي