د امریکایانو دخاصرو(کوناټیو) لوی والی د شکری سبب شوی:

وروستنیو څیړنو په ډاګه کړی چی سره لدی چی برتانویان او امریکایان په ناروغیدلو کی سره برابر دی خو په امریکایی بوډاګانو کی شکری ناروغی دبرتانویانو په نسبت دوه برابره ده ځکه چی خاصری(کوناټی) یی غټی دی.

د لاس انجلس ټایمز اخبار لیکی چی په رانډ نومی امریکایی څیړنیزه ټولنه کی څیړونکی او همدارنګه برتانوی پوهان دی پایلی ته رسیدلی دی چی سره لدی چی دامریکایانو او برتانویانو د ژوندانه کچه سره برابره ده، خو په نرینه امریکایانو کی د شکری سلیزه ۱۶٪ ده چی دا کچه په برتانویانو نرینه وو کی ۱۱٪ ده. او په ښځینه امریکایانو کی دغه سلیزه ۱۴٪ ده چی دا کچه په برتانوی ښځینه وو کی ۷٪سلیزه ده.

پوهان زیاتوی چی دشکری مشهور لاملونه- عمر، چلم، ټولنیز او اقتصادی وضعیت او د بدن دلوی والی ـ په امریکایانو او برتانویانو کی سره ورته دی، خو یوا ځینی شی چی مختلف دی هغه د خاصری (کوناټی) محیط دی.

داسی چی د نرینه امریکایانو متوسطی خاصری (کوناټی) د برتانوی نرینه وو له متوسطو خاصرو(کوناټیو) نه 2.54 سانتی متره غټی وی، او د امریکایی ښځو خاصری (کوناټی) د برتانوی ښځو له خاصرو نه 5.08 سانتی متره غټی وی.

د رانډ ټولنی څیړونکی جیمز بی سمیټ وویل چی دبرتانویانو په پرتله امریکایان خصوصا ښځی په خپلو لمونو کی زیاته واځګه (غوړ) لری.

اخبار داهم وویل چی کیدای شی د برتانویانو په پرتله د امریکایانو خیټی لویی چی ددی لامل به یا خو خوراک او غذایی نظام، یاخو بدنی بوختیا، او یاهم غمیدل وی.

دلته سړی ته د پښتنو هوښیارانو هغه متل وریاد شی چی د غاصب په هکله وایی: دخلکو په حقونو یی کوناټی وکول.

مصدر: لاس انجلس ټایمز