زمانې ته مې دزړه زخمونه خاندي

زما نذرونه په ايمان دي که ته راغلې

دزرکينو سترګو تور مې ټول اوبه شول

شوګيرونو ته حيران دي که ته راغلې

دژوندون ډيوه مې تته دمه کيږم

ستا يادونه مې ارمان دي که ته راغلې

تړمو اوښکو ته مې بيا نرګس ژړلي

زما شنه خالونه وران دي که ته راغلې

دقسمت په ځنځيرونو يم تړلي

باداران مې پيرنګيان دي که ته راغلې

دپښتو په پاکه مينه يمه سوي

خدايږو سوي افغانان دي که ته راغلې

خوارقسمت نه زرکه چا ته ګيله وکړي

داکارونه ديزدان دي که ته راغلې