وطن

وطن مې وران شي کنډواله شي بس د ځينو په لاس

خرڅ شي ترې جوړه هدیره شي بس د ځينو په لاس

ځینو د ځينو په خاطر ځينو ته اور ورته کړ

ځينې ماړه او ځينې مړه شي بس د ځينو په لاس

په دې وطن کې بس د سر سړي همدا ځينې دي

په ځینو جوړه ننداره ي شي بس د ځينو په لاس

ځينې یوالی د دې خاورې او ټبر غواړي خو نشي کوی

ځینې بیا خوښ په تجزیه شي بس د ځينو په لاس

یو یې خوبونه په دوبی او بریټانیا کې کوي

په ځينو تاو چې طیاره شي بس د ځينو په لاس

د ارین آه ده خدایه غرق کړې دغه ځینې ځینې

هسې نه بله څه کانه شي بس د ځينو په لاس