١-     حضرت صبغت الله مجددي( موزیګی بیا په ډتو راغی ــــــــــــ  په لمن ګی یې چا توت ورکړي دینه.هسې خوشې چټي د څوکی شوقي او هیڅ یې هم له وسه نه کیږي.)

٢-     پروفيسور برهان الدين رباني.( دا هم د مولانا محمد اسحقا نظامي صیب خبره د سرګردانې څوکی والا دی.څو کلنه شیطاني تجربه او د کابل د ورانۍ یوازنی لامل او په کولاب، بدخشان او کله کله ډیر کم په افغانستان په خپله خوښه ولسمشر.)

٣-     پير سيد احمد ګيلاني.(هاهاهاهاهاها.........یاره پير صیب و مې منلې. په خلاطونو روږدی او له خپلې خوا مشر ټاکل شوی.)

٤-     ايت الله شيخ محمد اصف محسني.( بوبوبوبووبو......د ایران ځانګړی استازی ، که نه وي ورشی مدرسه یې وګوری.)

٥-     پروفيسور استاد عبدالرب رسول سياف.( د پخواني اتحاد ګوند مشر او په کابل ورانونه کې ښکیل، خو اوس خدای شته ښه دی ګذاره کوي او ځينې ځينې د هیواد په ګټه کارونه کوي.)

٦-     استاد حاجي محمد محقق.( هغه قصاب چې د ښځو تي یې پري کړي، د خلکو په سرونو کې یې میخونه ټک وهلي، او کوچیان او هزاره ګان یې د خپلو موخو لپاره د تل لپاره په جګړه لګیا کړي دي.)

٧-     سيد نورالله سادات.( دا کومه نوې پرزه ده.)

٨-     سيد منصور نادري.( دا کومه نوې څيره ده چې ما ونه پيژنده، خو خیر نه شي پټيدی.)

٩-     حاجي سليمان ياري( دا هم د هغه بل په څير.)

 ١٠-     محمد اسماعيل خان.(باخبر امیر صیب آمد.......... څو کلن جګړه مار او هسې خوشې چټي د اوبو او بریښنا وزیر.)

١١-     ډاکټر فاروق وردګ.( د کرزي ویاند او خوږې ژبې څيښتن د اسلامي حزب پخوانی قومندان او  اوس د پوهنې وزیر، په عمل کې هیڅ.)

١٢-     پوهاند نعمت الله شهراني.( دا هم د وردګ صیب په څیر دی.)

١٣-     ارسلا رحماني.( د طالبانو لخوا رټل شوی په پیسو او قدرت مین دوه مخی مولانا.)

١٤-     مولوي پيرمحمد روحاني.( دا هم نوی مولانا دی.)

١٥-     حاجي محمد نعيم کوچى.( رشوت خور،ظالم، او د کوچیانو پر سر لوبې کونکی، که نه وي په اړه دې پلټنه وشي.)

١٦-     حاجي دين محمد.( د عبدالحق پر سر مست، د کابل پخوانی والي، چې ټولو ننګرهاریانو ته یې کړنې معلومې دي.)

١٧-     ملا تاج محمد مجاهد.( خدای خبر ملا که مولیا.)

١٨-     مولوي محمدشاه عادل.( دا هم د تاج محمد فوټوکاپي.)

١٩-     حاجي فضل کريم ايماق.( دا هم کرزي طلبه کوم یو دی.)

٢٠-     مولوي قيام الدين کشاف.( دیني عالم چې شتون یې په داسې شورا کې ښه اغیزه کولای شي خو په دومره تورو دیګیو کې به د ده سپينې جامې هم خدای دې نکړي تورې شي.)

٢١-     مولوي محي الدين بلوچ.( دا هم همداسې د کرزي د کمپاین د وخت کوم یار دی.)

٢٢-     مولوي شفيع الله. ( دا هم د بلوچ اشنا دی.)

٢٣-     عارف خان نورزى.( دا هم د کرزی مخلص و او که نه وو خو دا ده اوس مخلص شو.)

٢٤-     څارنوال محمود دقيق.( دا کوم هسې خوشې چټي راغلی دی.)

٢٥-     عطاالله خان لودين.( دا هم د ننګرهار له خوبه وړو اوبو وړو څخه دی.)

٢٦-     وکيل انورخان اسحق زى.( دا خو هسې هم وکیل دی، وکیل صیب.)

٢٧-     حسن تخاري.( دا خو ټول پيژني چې د تخار دی.)

٢٨-     مولوي عبدالحکيم مجاهد.( دا هم د طالبانو د واکمني پر مهال په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د تحریک سفیر، منلی کس و خو اوس یې په خولو څوک تریخ پیاز هم نه خوري.)

٢٩-     اسدالله وفا.( اسدالله بې وفا خو نو ټول پيژني، چې هلمند او پکتیا یې څنګه ګل او ګلزار کړه.)

٣٠-     مولوي خدايداد.( دا هم د کرزي هسې خوشې چټي مخلص.)

٣١-     قاضي محمد امين وقاد.( دا هم د تیرو مجاهدینو څخه دی خو کیدی شي څه ناڅه یې خبره د منلو وړ وي خو اوس مې ګمان نه شي چې په دې ګله کې د ده او کشاف صیب خبرې څوک ومني.)

٣٢-     حبيب الله فوزي.( دا خو نو پوزي دی، که فوزي.)

٣٣-     استاد محمد اکبري.( دا هم ښه دی هم خو په خولو یې څوک تریخ پياز هم نه خوري.)

٣٤-     عبدالهادي ارغنديوال.(هاهااهاهاهاهاهاه دا د اقتصاد وزیر او د اسلامي حزب د کابل د دفتر مشر.)

٣٥-     مولوي شهزاده شاهد.( دا هم مولانا دی.)

٣٦-     محمد اسماعيل قاسميار.( دا هم په پخوانی لویه جرګه کې څه بلاو خو اوس هسې شی دی.)

٣٧-     اميرمحمد اغا.( دا خو نو آغا صاب دی.)

٣٨-     فقير محمد خان.( فقیر خان اوس فقیر دی خو خدای به یې خان کړي، خو که د طالبانو له چړې خلاص شو.)

٣٩-     محمد يوسف واعظي.( دا هم وعظ کوي خو مني یې څوک نه.)

٤٠-     عبدالغني خان توخي.( دا ماته ښکاري د هغه بل............توخي څه دی.)

٤١-     سناتور شيرمحمد اخوندزاده.( ههاهاهاهاهاهاها، یاره سناتور صیب ته خو یې جینګداړی خو زه دې له خندا مړ کړم، تا مخکې څه کړي د سناتوري پر مهال دې څه وکړل چې والي وې څه دې وکړل چې اوس به یې وکړې.)

٤٢-     حاجي امان الله اتمانزى.(دا هم خوشاله شوی دی.)

٤٣-     رئيس عبدالواحد باغراني.( دا باغرانی صیب هم د تیرو جګړو ښه تجربه لري.)

٤٤-     خليفه قزل اياق.( له حضرتانو او پيرانو وروسته وار د خلیفه صاحبانو دی دوی دې هم خدای نه خفه کوي.)

٤٥-     مولوي قلم الدين.( ستړی مه شې قلم الدین لوګری صیب، تا خو خلکو ته د ښو کارونو ویل خو اوس به په جرګه کې د دې کسانو څه کوې خیر دې وي درته خو ګوره چې لوګر ته لاړ نه شې هسې نه چې په تا امرباالمعروف جاري کړي.)

٤٦-     انجنير ابراهيم سپين زاده.( دا خو د سپين سړي زوی دی، نوې څيره ده.)

٤٧-     حاجي موسى خان هوتک.( اوهو د وردګو جنګي ځوان خان موسی خان.)

٤٨-     مولوي سالک زاده.(دا هم بل برکت دا هم مولانا دی.)

٤٩-        ساره سرخابي.( دوی خو بیخي نوې دي ځکه د ډموکراسي په کال زیږیدلې دي.)

٥٠-        جميله حميدي.(ایضا،ایضا.‎،)

٥١-        حوا علم نورستاني.( دا لا یو څه د ژورنالیزم تجربه لري، خو اوس دوه توته ارزښت هم نه لري.)

٥٢-        ناجيه زيوري.( دا  هم بله برکت، دموکراسي ده په زړه غم مه پریږده.)

٥٣-        صديقه بلخي.( دا هم کیدی شي کومه خلیفه صیبه وي.)

٥٤-        ګلهار جلال.( دا خو داسې نوې ده چې ان نوم ی هم نوی دی.)

٥٥-        ډاکټر ګلالۍ نور صافۍ.( دا نو صافۍ ده خو خدای خبر.)

٥٦-        قمر خوستۍ.( دا خو خیستووله ده.)

٥٧-     عبدالحميد مبارز.( هاهاههااهاههااه د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني خو هم پکې خوشاله شوي دي.)

٥٨-     صديق احمد عثماني.( دا هم بل برکت.)

٥٩-     مودودي.( دا یې لا کوم مودودي دی.)

٦٠-     امين الدين مظفري.( ستړی مه شې.)

٦١-     سيد محمد امين طارق.( واه واه واه.)

٦٢-     وکيل بازمحمد خان زرمتى.( دا کومه پوخوانۍ پرزه ده.)

٦٣-     عبدالخالق حسيني.( دا هم کومه کوریايي پرزه ده ، خدای خبر غل خبر.)

٦٤-     حاجي محمد داوود زاهديار.( خدای دې وکړي خو د کومو زاهدنو یار یې د همدغو.)

٦٥-     محمد هاشم فولاد.( وا وا واه اټن دی ګډا ده واده زما د ورور دی.)

٦٦-     مولوي جوره.( دې ته وايي مولانا ۲۰۱۰ ځکه چې جوړه ده.)

٦٧-     حاجي شيرين خان نورزى.( ځه مړه وااله که یې شل کړې.)

٦٨-      حاجي فضل کريم فضل.( د شمشاد تلویزون مشر، په پاکستاني سندرغاړو مین، وايي توتکی بې ازاره مرغی دی، خو ویل یې ورشه له میږتنو پوښتنه وکړه، فضل په ظاهر کې ښه سړی دی خو د اومر د ماین پاکې موسسه یې هسې اپو کړه.)


 ګرانو قدرمنو که د کوم یو په نوم کې څه سهوه شوې وي او یا یې بیوګرافي غلطه وي او تاسو ته در معلومه وي په تبصرو کې یې ولیکی.