غزل

سترګې مې دا ستا سترګو ته پاتې دي

هو په خداي چې ستا سترګو ته پاتې دي

څوک به وي تر ټولو بختور انسان ؟

ستا سترګې د چا سترګو ته پاتې دي

ټولې ښادۍ ستا له سترګو ځار شولې

ټولۍ بدۍ زما سترګو ته پاتې دي

هسې بې له څه مې ژوند غمجن نه دی

سترګې دې، بل چا سترګو ته پاتې دي

نن د ستانکزي سترګې چې داسې تلوسه لري

ډېرې بيقراره د سبا سترګو ته پاتې دي