راشه په سترګو کې مې خوب شه
 
زه شوګيرو د بيلتانه وهلې يمه

دنارينه وؤ د جنګ نه ئې
خود به دکور پرښځو کاږې اوازونه

کميس دې تور مټې دې سپيني

لکه ښامار چې تر چندړ تاوشوي وينه

ما  ويل چې ښـــــــه ښځــــــه به وکــــــړم

د علي اباد په مریضانو وا وښتمه

چې دواړه لاســـــــه مې تـــرې تــــــاوکــــــړل

شپه د جمعــــــې وه په ايمـــــــان وويريدمـــــه

پټى دې ګرو کړه ما واده کړه

که مې تر کاله زوى رانه ووړ ګرمه يمه

چې پر زينه ختلى نه شې

نامردې ولې دې ګيبى پرتوګ کاونه

څانګې راښکته شه خولۀ راکړه

 کۀ زۀ درپورته شم راماته بۀ دې کړمه

بدن يې باغ زنه مڼه ده

نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه؟

طالبان واړه لیونیان دي

له وظیفې سره مې ګوتې تاوه وینه

زما د بنو جنګ خوښیږي

ستا دې قسم وي یو دوه نور وکړه ودونه

د یار مې پيغله خور په کور ده

نیستي دې ورور ده چې بدل ور سره شمه


 د قدرت الله درمان صیب را لیږل شوې څو ښکلې لنډۍ

 له ما د سټه غنم واخلي
په شين خالۍ د وږي نه راټولوينه
سټى به کيږدم خوله به در کړم
په غم ککړ شې په ليشو لړلي يمه
ستا يارانه د پروړو اور دى
نه پرې توديږم نه مې زړه صبر کوينه
که ديدن کړې په غرمه راشه
شګه راواچوه شيدو ته ناسته يمه
سپينګريه داسې خو څوک نه کړي
ږيره دې تالا شه د لور په ځاى د ومه
د يار مې ږيره په مخ راغله 
زما ميراته سينه نه سپړي ګلونه
که د پيزوان خاطر د نه وى
تا به زما د غاښو زور ليدلى وونه
ليلا د غواو غوبانه شوه 
ما لټ غوايي کړې چې څنګزن ورسره ځمه


 

د بنې غږ راباندې وشو  

لکه ډوډۍ په تناره کې وريته شومه

ګدر ته ځم راپسې راشه 

منګی مې دوه دی نرۍ ملا مې ماتوینه

نيستي د خدای له لوري راغله  

موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه

موزي په مينه څه پوهيږي   

په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه

خاونده  بيا دې ماخوستن کړ 

د نا رضا کټ نه مې ريږدي اندامونه

 مسافري دي روزي مشه  

زه  دي په سپينه خوله بيده پريښودي ومه

صورت زما واک يې دبل دی  

خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه

 


درنو پښتنو ملګرو د دې لنډیو په لوستلو سره مو دې ته ورته خوندورې او نوې لنډۍ له دې لارې له مونږ او نورو سره شریکې کړۍ ترڅو مونږ او نور ملګري هم خوند ترې واخلې.

ورور مو

ارین احمدزی