غزل

سترګو، سترګو ته مې کیږي د چا سترګې

ډیرې،  ډیرې مې یادیږي د چا سترګې

زه چې هرې خواته ګورم هسې وینم

هرې خواته را ته کیږي  د چا سترګې

زه چې هسې ګریوان څیرې دیوانه یم

زما خوښیږي زما یادیږي د چا سترګې

کج ابرو تورو چشمانو نه دې ځارشم

بس هر خوا راته ښکاریږي د چا سترګې

زه د مرګ په رنځ اخته یم روغ به نه شم

نن له اوښکو را ډکیږي د چا سترګې