دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې سونیتا مدبر لاندې شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي.

د وصال قصرونه

 ماته ستا سلوک ياره يوه جفا ښکاري

ستا کتل و زما خواته هم سزا ښکاري

په دې پوه يم چې ستا په زړه کې ځای نه لرم

په دې پوه يم چې ستا په زړه کې ځای نه لرم

خو زما زړه زما نظر ته بې حيا ښکاري

تاسره مينه کوم مينه کې سلګۍ وهمه

ته په دې پوه شه چې دا کار ماته وفا ښکاري

په خمارو سترګو چې ماخواته کتل کوې بيا

و دا کتل دې زما زړه ته يوه بلا ښکاري

دا ستا وصال هو زما د ژوند هدف دی

له دې هدف نه زما ياره ته سوا ښکارې

په خپل زړه کې جوړوم ستا د وصال قصرونه

دا ستا وصال زما په نظر لويه دنيا ښکاري

چی له رقيب سره مې خاندې او خبرې کوې

کله تر تا خو دا رقيب هم با وفا ښکاري

زه ياره تاته وايم دا چې پر تا پوه يمه زه

چې ستا وفا او ستا حيا راته رېښتيا ښکاري

ته چې له مانه لرې ګرځې ښه سلوک نه کوې

ستا دا رويه جانانه ماته يوه ادا ښکاري

اې مدبرې ته چې اوس قلم وهې پر پاڼه

دا ستا کتل او احساسات ماته وينا ښکاري

دیادولو وړده  چې آغلې سونیتا دري ژبې ده، مور او پلار یې په دري ژبه خبرې کوې خو دا له خپلې ملي ژبې پښتو سره ډیره مینه لري او په پښتو ژبه شعر لیکي او خبرې پرې کوي.

 آغلې هیلۍ احدي په دغه شعرلیکلې کره کتنې اوروي.

په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې تورپیکۍ مومنده د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.

د ادبیاتو او لیکوالي دزده کړي دکورس په برخه کې به دا ځل بیا لیکوال اوشاعر علم ګل سحر دلیکوالي په اړه لکچر ارایه کوي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې د شنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                                                 په درنښت

          وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،ده افغانان،دپوهنې وزارت تالار

 دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآش