دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په تیره غونډه کې د((بد قدمه)) په نوم د آغلې هوسۍ وفا لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه، او دمینا نظري شعر ددوی دناوخته راتګ له امله له کره کتنې پاتې سو،دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مینا نظري لاندې شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.
غــزل
لکه یو شور لکه یودرد چې له ګیتاره وځي
داسې مې زړه ته دجانان دکوڅې لاره وځي
کاشکې مې دومره هم دزړه له تله نه خوښیدای
اوس خو به یار هم له دې کلي ګناه ګاره وځي
دبیلتانه له غمه نوره به ترکومه ژاړم
دنرمو زړونو خاوندان خو له دې ښاره وځي
عجیبه داده چې اشنا مې لاخبر هم نه دی
وایي څوک نه لري همداسې به بې یاره وځي
ساده جانانه اوس پښتو مې راته خوله تړلې
که نه نو چیغه مې له خولې نه بې اختیاره وځي
آغلې طوبی ندا ساپۍ به په دغه شعر لیکلې کره کتنې اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې لینا شریفي د راډیو پروګرامونو دجوړولوپه اړه لکچر وړاندې کوي.
د ادبیاتو او لیکوالي دزده کړي دکورس په برخه کې به دا ځل لیکوال اوشاعر علم ګل سحر داړوندې موضوع په اړه لکچر ارایه کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې د شنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې به دولایتونو په کلیوکې دمیرمن بهیر دغیابي غړو دټیلفوني شعرونو په ګډون ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،ده افغانان،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ