د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير خبرتیا
مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرپه پام کې لري دمیرمن بهیر دغړو دعلمي سویې دلوړولو په مقصد دلیکوالۍ دزده کړې ځانګړی کورس د۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په دریمه نیټه پرانیزي .
دلیکوالي دکورس په پای کې ګډونوالو ته په پښتو او انګلیسي ژبو بری لیکونه هم ورکول کیږي، دمیرمن بهیرټولې غړې او دادبیاتو مینه والې میرمنې کولای شي دراتلونکې شنبې ورځې دماسپښین په دوه بجې دمیرمن بهیر اوونیزې غونډې ته دلیکوالۍ په کورس کې دګډون لپاره تشریف راوړي.
وخت: د۱۳۸۹ کال د تلې میاشتې په دریمه نیټه دشنبې ورځ
ځای: ده افغانان، دپوهنې وزارت ودانۍ،پنځم پوړ دمیرمن بهیر داوونیزو غونډو تالار.
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير
دخپرونواو تبلیغاتو څانګه
23.09.2010
- محمدالله آرین احمدزی
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې ! دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په تیره غونډه کې د((بد قدمه)) په نوم د آغلې هوسۍ وفا لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شوه، او دمینا نظري شعر ددوی دناوخته راتګ له امله له کره کتنې پاتې سو،دراتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مینا نظري لاندې شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.غــزللکه یو شور لکه یودرد چې له ګیتاره وځيداسې مې...
25.09.2010
- محمدالله آرین احمدزی
غزلخپل وجود مې راسره و که ســــــا نه وهکائينات واړه ولاړ وو دنېا نــــــــــــه وهبې څيرې زمــــــــا په مخ کې وه ولاړهبېګا عرش تـــــــــــه رسيدلي دعا نه وهچې يواځې ستا په عشق کې ځان لا پاتېعقيده مې پــــــــــــه جذبو کې فنا نه وهچې مئين دې پـه روحونو کې خوشال ووستا پــــــــه سترګو کې به پاتې ادا نه وهچې طالب و دسندرو ښار تــــــــــه تللیزمانې سره پـــــــــــه ګوتو دريا نه وه...