هیلۍ احدي
د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اوه ویشتمې اونيزې غونډې رپوټ
دميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د لیندۍپه ۶ نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.
غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو په قرات رسماْ پیل شوه. دغونډی میلمنه آغلې لیلاناصري او تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي او دغونډی رییسه آغلې تورپیکۍ مومندوه.
په پیل کې دلیکوالي دکورس په برخه کې تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي دکیسه لیکنې په اړه په زړه پورې لکچر ارایه کړ.
احمدي صاحب په دریو برخو کې دکیسه لیکنې په اړه معلومات وړاندې کړل:
۱- څوک کولای شي چې لنډه کیسه ولیکي؟
۲- دکیسې نوم.
۳- دکیسې مقصد.
ښاغلي احمدي خپل لکچر په پورته دریو برخو ویشلی و او په هره برخه کې یې نوي او ګټور معلومات ورکړل، وروسته دمیرمن بهیر غړو دکیسه لیکنې په اړه پوښتنې طرحه کړې چې ښاغلي نصیر احمدي ورته ځوابونه وویل.
دمخه ټاکل سوې وه چې په دې غونډه کې به د فرشتې غني لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي خو دوخت د کموالي له امله دا ځل کره کتنه ونه سوه.
د غونډي په وروستي برخه كې مشاعره وه چي ټولو بهير والو پكې ګډون وكړ او دغو شاعرانو تورپیکې مومند، سولې نیازۍ، زرغونې، عزیزه افغان، هیلۍ احدي، سهیلا صدیقي، سونیتا مدبر، لیلا، اوږۍ امیل، ویدا او مرضیې پكي ګډون کړی و، دغه راز دولایتونو له کلیو څخه هم خویندو دټیلفون پر کرښه خپل شعرونه ولوستل.
غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجوپه کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي..