هيله لرم چې زمادږغ داوريدلووخت اوزغم ولرې . ته هم د ها، نوروغښتلوپه شان زما څخه هرڅه واخله ، ولې انسان مې ګڼه او دغه وياړاولقب مه راڅخه اخله ، دخپل وطن سره مينه اووخپلوخلګوته دخدمت کولوارمان هم ماته را پريږده . ښاغلې زورواکه پدې اړه دڅه ويلو اجازه لرم ؟

 زه وتاته دوړاندي کولو دپاره نور ډېرڅه لرم : زما څخه بيره ، غم اوزمادوطن دکونډواويتيمانواوښکي واخله ، زما څخه ددرواغوويلوناوړه دود ، دخلګو په سترګوکښې خاوري اچول ، ټګي اوبرګي ، کرکه ، جګړه اونفاق واخله . زماڅخه بيوزلي ، ناروغي اوبدنامي واخله . داټوله دي دتل دپاره ستاوي ، زه تاته ډاډدرکوم چې زه به يې بياهيڅکله دبيرته لاس ته راوړلو دعوه ، غوښتنه اوپوښتنه ونکړم . ښاغلي زورواکه پدې اړه دڅه ويلو اجازه لرم ؟؟؟