د مېرمن بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه

توبا ندا ساپۍ

 د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٨ کال وروستۍ غونډه د کال په وروستۍ ورځ  د پوهنې وزارت په کلوپ کې د ګڼو خويندو په ګډون جوړه شوه.غونډه چې نظيفې نيازۍ چلوله ريسه يې ګلالۍ عمرخېل او منشي يې عزيزه افغاني وه .

د غونډې په پيل کې پر کاري مسايلو خبرې وشوې او په دغه ترڅ کې طوبی ندا وويل : په دې وروستيو کې ځينې په ظاهر بينا خو په حقيقت کې ړانډه کسان د بې خبرۍ پر غونډۍ ناست او د مېرمن بهير په اړه بېځايه قضاوت کوي. د هغوی په وينا مېرمن بهير تش په نامه يو بهير دی او ټول کار ورته افغان ادبي بهيرکوي.موږ خو حيران دېته يو چې نن سبا خو نړۍ دومره پرمختګ کړی چې  که وغواړو کولی شو د يو چاله  شخصي کارونو او پرمختګونو نه ځان خبر کړو ،نو يوه ټولنه خو لا پرځای پرېږده مګر دا خلک خدای دومره ړانډه او کاڼه کړي چې ځانته يې د مېرمن بهير په اړه د لږ خبرېدو زحمت هم نه دی ورکړی.

ندا ساپۍ زياته کړه : دا چې زموږ په اړه څوک څنګه قضاوت کوي دا موږ ته مهمه نه ده او هغه څه چې موږ ته مهم دي هغه زموږ موخې دي او زموږ تر ټولو لوی هدف پښتو او پښتنو خويندو ته کار کول دي.

د ندا خبرې لا روانې وې ،يوه خور چې راحېله نومېده د هلمندله  ولايت څخه  يې ټليفون وکړ او وېويل چې غواړي د ټليفون له لارې خويندو ته خپل شعر واوروي . مهمه خبره دا وه چې کله هغې ته وويل شول چې د مشاعرې په وخت کې به ورته ټليفون وکړي ، هغې وويل چې دا پخپله ټليفون نه لري او دا موبايل يې د څو شېبو لپاره له چانه اخيستی ...........د اغلې راحلې د شعر د اورېدو  وروسته ندا وويل: دا زما د مخکېنيوخبرو اثبات دی. زموږ لپاره همدا بس دی چې دا شېبه دې خور خپل احساسات موږ ته بيان کړل او خپل هغه اواز يې تر موږه راورسوه چې هلته يې د اورېدو لپاره څوک نه درلودل.که موږ فکر کوو بيا بايد دې او دېته ورته د نورو خويندو په اړه يې وکړو نه د هغو کسانو په اړه چې سترګې يې پټې او خولې يې خلاصې کړې او بې مسوليته خبرې کوي .

د ندا ساپۍ د خبرو په تاييدګلالۍ عمرخېل وويل دوی به هڅه وکړي ترڅو د خپلو فعاليتونو د لاپراخوالي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او دې کار لپاره به راتلونکي نوي کال کې بهير پر نويو پلانونو کار وکړي.نظيفې نيازۍ د سايټ لپاره د مطالبو د راغونډولو خبره وکړه او پرېکړه وشوه چې وروسته له دې چې کوم شعرونه په مشاعره کې لوستل کېږي ، ځينې يې بايد ندا ته ورکړ شي تر څو يې د مېرمن بهير پاڼې ته پورته کړي.

د غونډې دوهمه برخه د کره کتنې وه. دغه برخه کې د برېښناساپۍ شعر کره نقد ته وړاندې شو چې  د بهيروالو له خواډېرې خبرې ورباندې وشوې.

د غونډۍ درېمه برخه د مشاعرې وه  د دې برخې چلونکې استاده بصيره حميدي وه. په دې غونډه کې دغو خويندو ګډون کړی و،تورپيکۍ مومند، ندا ساپۍ، ياسمين خوشحال،حوريه فيضي،شکريه خروټې ،سکينه حسيني،جميله ساپۍ،زيتون شمس نوابي،عزيزه افغاني ،مدينه همت ،نګين،کرشمه ساپۍ ،رابعه، رڼاساپۍ،ښکلا مومند ،صحابه مالک خروټې ،ګلالۍ، برښناساپۍ ، مدينه حکمت، نظيفه نيازۍ ،نعيمه غني،وږمه فضلي  ،آرزو کبيري،ذينب ، مرضيه امين ،ګلمينه يوسفزۍ ،ماريا،مينه، شګوفه ،سوله نيازۍ، لطيفه،اوږۍ اميل،مژده ،بصيره حميدي، لطيفه وردګ،وجيهه،صالحه سروري او نورې.

د غونډې په اخېر کې د وخت د زيات والي له امله ځينو خويندو خپل هغه شعرونه هم واورول چې په اردو ژبه يې ليکلي و چې ازاد بحث ورباندې وشو.

غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.