ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملګروملتو د بشري حقونو شورا: ښځې له ټولنې مه بې برخې کوئ

په سویس کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو پر چلند توند انتقادونه وکړل. ځینو برخوالو وویل، طالبان ښځې له ټولنې بې برخې کوي. د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتو ځانګړي راپورتر په دې ناسته کې وویل، طالبان د ښځو ژوند ته په پراخه پیمانه زیان اړوي.

02.07.2022 ازادي راډیو

کاراکلپکستان قبیلې د اوزبیكستان د اساسي قانون په بدلون اعتراضونه کړي

د اوزبیکستان مقاماتو د شنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۱) وویل چې د اوزبیکستان د اساسي قانون په پلان شویو اصلاحاتو باندې ددې هیواد په نیمه خپلواکه سیمه کاراکلپکستان کې بیساري عامه اعتراضونه پیل شوي دي.

02.07.2022 امریکا غږ

ایران کې زلزلې پنځه کسان وژلي او ۴۸ یې ټپیان کړي

د ایران دولتي رسنۍ ارنا راپور ورکړی چې د شنبې سهار وختي د جولای دویمه (چنګاښ۱۱) یوې نسبتا زورورې زلزلې د هغه هیواد په جنوب کې حد اقل پنځه کسان وژلي او ۴۸ نور یې ټپیان کړي دي. د امریکا د جیولوژي د سروې اداره وایي چې د ریکټر په کچه دغه شپږ درجې زلزله د ایران د هرمزګان ولایت د بندر عباس جنوب لویدیځ طرف په سل کیلومتري کې شوې ده. ارنا وایي د شنبې د سهار له ۲ بجو څخه  بیا د سهار تر ۹ بجو پورلې د بندر عباس شاوخوا سیمې ۳۳ ځله ولړزیدې چې تر ټولو زوروه زلزله د ریکټر په کچه ۶.۳ درجې وه چې په خلکو کې یې ویره خپره کړه او ددې لامل شوه چې د هغوی له شاوخوا ښارونو سیمو په ځانګړې ډول د بندر عباس له سیمې څخه سړکونو ته راووځي. ایراني رسنیو ویلي له دې زلزلې وروسته چې لس کیلومتره تر ځمکې لاندې وه، مرستندویه ډلې د پيښې سیمې ته رسیدلي. د تیر کال په نومبر میاشت کې هم په هرمزګان کې یو کس وروسته له هغه ووژل شو چې د ریکټر په کچه ۶.۴ درجې زلزلې یاده سیمه ولړزوله. په ایران کې تر ټولو قوي زلزله په ۱۹۹۰ کال کې د هغه هیواد په شمال کې وشوه چې د ریکټر په کچه د ۷.۴ درجې وه او ۴۰ زره کسان یې ووژل. ایران کې دا زلزله په داسې حال کې کیږي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان په جنوب ختیځ کې هم یوې زورورې زلزلې څه باندې زر کسان ووژل او د ۲۹۴۹ په شاوخوا کې یې نور کسان ټپیان کړل.

02.07.2022 امریکا غږ

د علماوو د غونډې ځینې ګډونوال: د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه بحثونه شوي

د طالبانو د حکومت له لوري د دیني عالمانو د غونډې یو شمېر ګډونوال ادعا کوي، چې نن د دې غونډې په درېیمه ورځ یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په اړه هم بحثونه کړي دي. د طالبانو د حکومت له لوري د عالمانو په راغوښتل شوې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون پر موضوع د بحثونو ادعا. د کابل ولایت نه په دغه غونډه کې دوه ګډونوالو د طالبانو په مشرۍ ملي رادیو تلوېزیون سره مرکو کې وویل، چې د دوی نننی بحث له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم متمرکز و. د غونډې ګډونوال قاري عبدالکبار رمزي وویل: "په دې اړه چې دا د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستل شي، هم دیني علماوو خبرې وکړې، انشاءالله چې دا موضوعات ټول تاییدوي او هر څه به حل شي." د غونډې بل ګډونوال مولوي شمس الله حقاني وویل: "د سولې او ملي یووالي په اړه بحث وشو، تر هغه وروسته زموږ د خویندو شرعت او اسلامي حجاب په چوکاټ کې د ښوونځیو پر ازادولو بحث وشو." خو دا معلومه نه ده چې ایا رښتیا هم په دې ناسته کې په دې اړه خبرې شوي دي کنه. له دې وړاندې د غونډې په لومړۍ او دوهمه ورځ طالب چارواکو او دیني عالمانو په دې اړه هېڅ ونه ویل او تر ډېره د غونډې د بحثونوموضوع په کورنۍ امنیت او سیاسي مسایلو ورټوله وه. که څه هم تمه دا وه، چې د دیني عالمانو په دې غونډه کې په هېواد کې د نورو شته ستونزو تر څنګ له شپږم ټولګیو پوروته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم بحثونه وشي او د حل لارې به ورته ولټول شي. بلخوا د لوړو ټولګیو ځینې زده کوونکې چې د طالبانو له لوري د دوی پر زده کړو بندیز لېګدلی او اوس په کورونو ناستې دي، غوښتنه کويچې د علماوو دغه بحثونه دې عملي کړل شي. له دې ډلې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ثنا ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د طالبانو « علماوو» تر منځ پر ښوونځیو بحث شوی خوشحاله یم، هیله منده یم چې زموږ ښوونځي بېرته پرانیستل شي اونجونې خپل تعلیم ته دوام ورکړي." د یادونې وړ ده، چې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، چې په هېواد کې د اکثرو سیاسي موضوعاتو او ترڅنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل په اړه به د علماوو له شورا نه ترکیب شوې یو غونډه راوغوښتل شي. نوموړي د عالمانو د غونډې په لومړۍ ورځ دغه شان له ملي تلوېزیون سره مرکه کې وویل، چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار کولو ستونزه به شرایطو ته په کتو حلېږي او کېدای شي د علماوو له لوري هم په دې اړه وړاندیزونه ترلاسه کړي او بیا به یې دوی د عملي کولو لپاره هڅې کوي.

02.07.2022 ازادي راډیو

امیري: قطر کې د امریکایي پلاوي او طالبانو  ترمنځ خبرو کې مې له ګډون څخه ډډه وکړه

په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ لیدنې سره هم مهاله د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې  د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې وايي، په یاده ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

02.07.2022 امریکا غږ

په افغانستان کې د القاعده او داعش په شتون د متحده ایالاتو اندیښنه

د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر جیم مټیس چې په افغانستان کې یې هم نظامي ماموریت کړی جمعه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په هکله تنده وینا وکړله او په ګاونډي هیواد اوکراین یې د هغه یرغل کول "بې کفایته" ‍ او "احمقانه" وباله.

02.07.2022 امریکا غږ

د اوکراین په بندري ښار اودیسا د روسیې د توغندیو په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي

په اوکراین کې چارواکي وایي د اودیسا په بندري او تفریحي ښار د روسیې د توغندیو په برید کې چې جمعه جولای ۱( چنګاښ۱۰) یې کړی، لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپي شویدي.

02.07.2022 امریکا غږ

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: پوتین د شپې په وام کې بیده کیږي

د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر جیم مټیس چې په افغانستان کې یې هم نظامي ماموریت کړی جمعه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په هکله تنده وینا وکړله او په ګاونډي هیواد اوکراین یې د هغه یرغل کول "بې کفایته" ‍ او "احمقانه" وباله.

02.07.2022 امریکا غږ

شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې درې نور کسان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې دپاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي

02.07.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو خلاف منظم ظلم پای ته ورسوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي. میشل باچلې پرون (جمعه) په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت نهیلوونکی وباله. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وویل، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې په ډیر سرعت شاتګ کړی دی. د ښځو د حقونو منلو ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو د هڅو د همږغۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی و، په اوسني وخت کې چې د نړیوالو لپاره نورې مسئلې لومړیتوب لري، د افغان ښځو په ملاتړ کې د نړیوالو څرګندونې مهمې وبللې. دې ازادي راډیو ته همداراز وویل: "په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او د بشري حقونو د دفاع ټولنو استازو ګډون کړی او ټولو په دې حیرانتیا ښووله چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق نه لري او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي." د اغلې کوفي په وینا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې نهايي اعلامیه به د روانې جولای په اوومه صادره شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې په مارچ میاشت کې د افغانستان له سفره وروسته وویل، چې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو راګرځول شوي. همداراز ښځې له کار او ټولنیزو فعالیتونو بې برخې کړای شوې دي. اغلې باچلې پرون وویل، له تضمینونو سره سره په افغانستان کې د ښځو خلاف سیستماتیک ظلم دوام لري. طالبانو تراوسه پورې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کمېشنرې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو ویلي چې ښځو ته یې تر بل هر هېواد ښه حقونه ورکړي دي. فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ له شل کاله پخوا څخه بدل شوی نه دی او په پرونۍ غونډه کې وړاندیز وشو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې د دوی د مشرانو پر سفر بندیز ولګول شي.

02.07.2022 ازادي راډیو

امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان کې دافغان پولې ترڅنګ یې د داعش درې مهم ترهګر وژلي

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري په دې وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دداعش وسله واله ډله په ملک کې امن ته تر ټولو ستر ګواښ دی

02.07.2022 ډیوه

 په پوځ له نیوکو وروسته صحافي ایاز امیر وايي نامعلومو کسانو پرې حمله کړې 

دپاکستان یو پېژندلی صحافي اؤ څیړونکي ایاز امیر وروسته له هغې نامعلومو کسانو ډبولی چې اوړمه ورځ یې یوه دستوره کې له نوم اخستو پرته په پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته یې پرمخ ویلي وؤ چې ولې یې دهیواد ټولې چارې "پراپرټي ډیلرانو" ته سپارلې وې. ایاز امیر رسنیو ته ویلي چې حمله پرې دجمعې په ماسختن لاهور کې دپینځه شپږو کسانو لخوا هغه وخت شوې ده چې دی له دفتره کور ته روان ؤ. دپاکستان سیاسي اؤ حکومتي مشرانو،دخبریالانو ، وکیلانو اؤ بشري حقونو تنظیمونو اؤ دمدني ټولنې غړو په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ دا یې د رېښتوني غږ غلي کولو یوه ناوړه هڅه بللې ده. وزیراعظم شهباز شریف په صحافي ایاز امیر دشوي برید دپلټنو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستلی اؤ دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب به باوري کولی شي. ایاز امیر اوړمه ورځ اسلام اباد کې د وکیلانو دیو سیمینار په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ته پرمخ سختې اورونې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان اؤ جمهوریت ته په زیان رسولو کې عمران خان هم خپله پوره برخه اچولې ده اؤ دهیواد ټولې چارې یې پراپرټي ډيلرانو یا د زمکو کاروباریانو ته پرېښې وې. هغه نیغ په نیغه دپوځ نوم نه ؤ اخستی خو خپله وینا کې یې دپوځ د استوګنې دیوې پروژې" ډي ایچ ای" نوم اخستی ؤ چې په دغه پروژه عموماً پاکستان کې پوځ د زمکو دکاروباریانو په نوم یادیږي اؤ وخت په وخت عدالتونو هم په پوځ ددې پروژې له امله نیوکې کړي اؤ پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولې پوځ دخپلو اصل ذمه واریو پځائ د زمکو کاروبار ته لاس اچولی دی؟ ایاز امیر له برید وروسته خپل هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې دی یو موټر کې ناست دی اؤ جامې یې شلول شوي دي. پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت هغه خبریالان وژل شوي،تښتول شوي اؤ یا هم وهل شوي ځورول شوي چې دهیواد دطاقتور پوځ یا داستخباراتي شبکو دکړنو پرضد یې غږ پورته کړی دی. د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې امنیتي او یا استخباراتي ادارې په خبریالانو حملو کې لاس لري. پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې یې لیکلي دي کله چې ریاست اخلاقي بالادستي وبایلي نو تشدد ته لاس واچوي. هغه زیاته کړې ده چې په وګړو،خبریالانو اؤ دمخالفو ډلو په سیاستمدارانو تشدد پاکستان دفسطائیت بدترین دلدل ته ورکوزوي دپاکستان وتلی خبریال حامد میر چې پخپله هم په جبر دلادرکیو پرضد له غږ پورته کولو وروسته تیره موده کې د نامعلومو کسانو له لوري په یو وژونکي برید کې سخت ژوبل شوی ؤ، وایي پروسکال دمئ میاشت کې اسلام اباد کې نامعلوم کسان اسلام اباد کې دخبریال اسد طور کور ته ورننوتل اؤ په هغه یې تشدد وکړو. حامد میر وایي په اسد طور برید کوونکي تر ننه نه دي نیول شوي اؤ که چرې هغه ته انصاف ورکړل شوی ؤ نو نن به نامعلومو کسانو په ایاز امیر دحملې جرائت نه ؤ کړی. مشر خبریال شاهین صهبایي هم په ایاز امیر شوی برید په سختو ټکو کې غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي "پرون هغه څه سپینې سپینې خبرې کړې وې، دومره زر په هغه شوی برید دا خبره څرګندوي چې ځینې خلک ډیر پریشانه ، ویریدلي اؤ دسخت نفسیاتي فشار سره مخ دي، دومره عدم تحفظ ولې ـ مخکې خو داسې هیڅکله نه وؤ" پاکستان کې دخبریالانو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان فریډیم نیټ ورک، دپاکستان دخبریالانو مرکزي اتحادیې فیډرل یونین اف جرنلسټس، دپېښور دخبریالانو اتحادیې خیبریونین اف جرنلسټس،داسلام اباد د وکیلانو سازمان اؤ دهیواد ګڼ شمیر سیاستمدارانو هم په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې اؤ ددې دپلټنو غوښتنې یې کړې دي. دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اؤ وزیراعظم شهباز شریف هم دا برید غندلی اؤ پخپلو بیلابیلو بیانونو کې یې دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب ارزښتناک بللی دی. وزیراعظم شهباز شریف پخپل بیان کې ویلي دپنجاب وزیراعلا ته یې ددې برید دپلټنو امر کړی اؤ ولس ته یې باور ورکړی چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستل کیږي. صدر عارف علوي ویلي په صحافیانو دتشدد پېښې دجمهوري اقدارو اؤ د اظهار دڅرګندونې د ازادۍ پرضد دی اؤ دې پېښه کې دککړو ملزمانو زر تر زره نیونه باید باوري کړل شي. دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي ادارو تر دې وړاندې هم دمخالفه غږ پورته کوونکو د وژلو، تښتولو اؤ ځورولو تورونه لګول شوي خو پوځ دا تورونه تل په سختۍ سره رد کړي دي.

02.07.2022 ډیوه

امریکا به اوکراین ته د ځمکې نه په هوا کې هدف وېشتونکي مزایل ورکوي

د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي

02.07.2022 ډیوه

د وکي لیکس باني برطانوي عدالت ته خواست کړی هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي

د خفیه معلوماتو د رابرسیره کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزام هم لګول او امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو د څرګندېدو له امله د ګڼ شمېر کسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي دي

02.07.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

02.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more