ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زابل کې سېلابونو ۲۰ کسان مړه کړي

طالب چارواکي وايي زابل کې د تیرې شپې بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۲۰ کسان مړه کړي.

07.07.2022 امریکا غږ

طالبان: د 'ناټو غړیتوب نه بغیر د امریکا اصلي متحد' عنوان بيرته اخيستو په اړه اندېښنه نلرو 

د طالبانو حکومت وايي د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د هغه پريکړي په اړه چې وايي، د غیر ناټو د عمده متحد په توګه به د افغانستان موقف لغوه کړي هيڅ اندېښنه نلري٠

07.07.2022 امریکا غږ

د برطانيي وزیراعظم به د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکوي

د کنزروېټیو پارټۍ د پارلېمنټ یو غړي برنارډ جېنکېن وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بورس جانسن سره ولېدل او ورته یې ووېل هغه په عزت کې تلل غواړي او که د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په شان په زور وتل غواړي چې صدارتي انتخاب یې بېللی و خو بیا یې هم حکومت نه پرېښودلو

07.07.2022 ډیوه

پوتزل: یوناما د افغانانو د ستونزو هواري دپاره کار جاري ساتي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) نوي ګمارل شوي مرستیال مارکس پوتزل وايي، یوناما به د دغه هیواد پر وړاندې پرتو ستونزو هواري برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

07.07.2022 امریکا غږ

شمالي وزیرستان:هدفي وژنه کې دسیمې یو بل تن وژل شوی دی

دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلعه کې بیا دهدفي وژنې پیښه شوې چې پکې یو ځایي تن د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی دی. دسیمې نه پولیسو وي او ای ډیوه ته دا پیښه تاید کړې او ویلي یې دي دهدفي وژنې دا تازه پېښه د زیارت په ورځ دمیرعلي په موسکي سړک سحر وختي شوې ده. د میر علي تاڼې چارواکي وایي د وژل شوي تن پیژندګلو د صفت الله په نوم شوې او کورنۍ یې پولیسو ته ویلي چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده. تر دې مهاله ددې تازه پیښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې اؤ‌ پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې حالات د تسلۍ وړ نه دي او هره ورځ د ناامنۍ دنورو پیښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي. په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې چې دسیمې خلک یې دسختې ویرې سره مخ کړي دي. د پي تي ایم ذشمیرو تر مخه د ضرب عضب عملیاتو څخه راپدیخوا شمالي وزیرستان کې نیزدې 470 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي. د پي تي ایم د شمالي وزیرستان فعال عید رحمان وایي دې پیښو خلک پریشان کړي او دخپلو سیمو په پریښودلو مجبور کړي دي. هغه وویل تر اوسه د هدفي وژنو په یوه پیښه کې نه څوک مالوم شوي او نه سزا ورکړل شوې ده. د جولایي په دویمه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې درې کسان په هدفي وژنه کې وژل شوي وو. تر دې وړاندې روانه میاشت شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د سيمې د ځوانانو دتنظیم يوتهـ اف وزیرستان څلور فعالان په ډزو وژلي وؤ چې ددغو وژنو پرضد دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې سخت احتجاجونه هم شوي وؤ. همداشان په 18م جون هم شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې څلور تنه وژل شوي وؤ. په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر یا جي او سي میجر جنرل نعیم اختر په 28 جون په سیمه کې د پولیو په ټیم بريد په کلکه غندلی ؤ او ویلي یې وو په سیمه کې حالت په قابو کې دی او پوځ ژمن دې چې د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي. خو تیره ورځ د پاکستان پوځ ویلي په میر علي سیمه کې د ترهګرو سره په جګړه کې د پاکستان دپوځ یو عسکر وژل شوی او بل ټپی شوی او تر دې پیښې درې ورځ وړاندې د ګل/ دوشنبې په ورځ [4 جولايي] په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی ؤ چې پکې د 15 پوځیانو د ټپي کېدو ویل شوي وو.

07.07.2022 ډیوه

د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې

د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ درنه بمباري کړې او د اوکراین صدر ودلادومیر زېلېنسکي ویلي هغه توپخانه چې مغربي اتحادیانو اوکراین ته ورکړې ده په طاقتوره ډول يې کار شروع کړی او د روسي ځواکونو په وار خطا کولو کې مرسته کوي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ وډیو دلارې قام ته خپله وېنا کې زېلېنسکي وویل د مغربي ملکونو توپخانه په کره ډول هدف وېشتلی شي. هغه زیاته کړه چې د اوکراین دفاع کوونکو هغه ځایونو ته د پام وړ نقصان رسولی دی چې د "قابضینو" دپاره اهمیت لري او د روسي پوځ د حملې صلاحیت یې تر ډیر حد پورې کم کړی دی. د وي او ای د رپورټ ترمخه، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین په مشرقي دونباس سیمه کې پرمختګ کوي صدر زېلېنسکي دا ژمنه وکړه چې هغه سیمې به بېرته اخلي چې روس نیولي دي. په عین حال کې په اوکراین کې د جګړې په اړه د برطانيي د روزانه استخباراتي رپورټ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېل شوي چې د اوکراین په دونباس سیمه کې روسي ځواکونو درنه بمباري کړې ده خو روسي قواو کم پرمختګ دی کړی. د برطانيي استخباراتي رپورټ دا هم وايي چې په اوکراین کې پوځي عملیاتو دپاره مالي وسایل پېدا کولو دپاره روس په ځینو اقتصادي ګامونو کار کوي خو په دې اړه یې څه رسمي اعلان نه دی کړی. قام ته خپله وېنا کې د اوکراین صدر وویل ځواکونه یې د هېواد د جنوب او د خار کییف سیمې د دفاع دپاره جنګېږي او هلته سخته جګړه دوام لري. "قابضین دې دا فکر نه کوي چې په ځمکه به د دوی وخت د اوږدې مودي دپاره دی او د دوی د توپخانې برتري دایمي ده." اوکرایني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دونېڅک صوبې، چې د دونباس سیمې برخه ده، باقي پاتې اوسېدوونکو ته وویل چې محفوظ ځایونو ته دې منتقل شي. ځايي خلکو ته دغه هدایات په داسې مهال ورکړی شو چې روسي ځواکونو په سیمه کې تازه حملې شروع کړي دي. د سيمې اوکرایني پوځي کمانډر پاولو کېرلېنکو د هېواد مطبوعاتو ته وویل چې روسي ځواکونو ملکي خلکو دپاره سیمه یو خطرناک ځای جوړ کړی دی او ملکي خلک دې ووځي ځکه چې د دې دلارې د خلکو ژوندنه بچ کېدلی شي. د وي او ای د رپورټ ترمخه د دونباس صوبې د نیمايي نه زیاته برخه روس نیولې ده. څو ورځې وړاندې روس اعلان کړی چې د لوهانسک صوبه یې په مکمله توګه نیولې ده. د روس صدر ودېمېر پوتین ویلي په اوکراین د یرغل یو لوی مقصد د دونباس سیمه په مکمله توګه نیول دي. په سیمه کې روسي ژبه ویوونکي اکثریت لري. یادونه: د دې رپورټ ځینې معلومات د ای پي، اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

07.07.2022 ډیوه

مردان:دپولیسو په څوکۍ بمي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی،څلور تنه ژوبل

دمردان دپولیسو دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس پي اپریشن شاه ممتاز خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه دخودساخته بم دچاودیدو له امله شوې ده

07.07.2022 ډیوه

له فشارونو سره سره، د بریټانیا صدراعظم وایي له خپل مقام څخه نه ګوښه کیږي

د چارواکو د فشارونو او د روغتیا او مالیې وزیرانو په ګدون د څه باندې ۴۰ جګپوړو دولتي چارواکو له استعفا سره سره، د بریټانیا صدراعظم وایي له خپل مقام څخه نه ګوښه کیږي. بوریس جانسن د جولای شپږمه (چنګاښ ۱۷) د خپلو جګپوړو وزیرانو د فشارونو او  د هم ګوندیانو د مخالفتونو پرمهال وویل چې د هغه د ګوښه کیدو لپاره به د هر ډول درواغو په وړاندې مبارزه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د بریټانیا د پارلمان ګن شمیر غړو ویلي ، ټاکل شوېده بوریس جانسن خپله استعفا اعلان کړي. د انګلستان او ویلز لویې څارنوالې سویلا براورمن هم له ښاغلي جانسن څخه غوښتي دي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغې د کابینې لومړۍ وزیره ده چې وایي د جانسن د ځای ناستې د ټاکل کیدو لپاره به د خپل ګوند په سیالیو کې ګډون وکړي. ښاغلی جانسن په خپل دفتر کې د کرونا ویروس د قرنطین مقرراتو ته د بې پامۍ، د خصوصي میلمستیاوو او د استازو په مجلس کې له یو ناظر سره د ناسم چلند له امله له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی. ښاغلي جانسن د قرنطین پرمهال د میلمستیاوو د جوړید له امله چې د پولیسو له خوا جریمه هم شو، تر ګڼو نیوکو وروسته بښنه هم وغوښتنه. ښاغلي جانسن ویلي دا به مسولانه نه وي چې د ګرانۍ د کړکیچ او په اروپا کې د جګړې په منځ کې خپله دنده پریږدي. نوموړی له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د کیف یو ملاتړی دی. خو نوموړي ندي ویلي که حتی د خپلو هم ګوندي قانون جوړونکو له خوا د عدم اعتماد له رایي سره مخ شوي، خپلې وظیفې ته به دوام ورکړي. د حاکم محافظه کار ګوند غړی به راتلونکې اوونۍ د یاد ګوند د مقرراتو د بدلون په اړه پریکړه وکړي. هغه مقررات چې له مخې یې اوسمهال په کال کې یوازې یوځل کیدای شي د برحال صدراعظم په اړه رای ګیري وشي. تیر ځل ښاغلی جانسن په ډیر کم تفاوت سره د عدم اعتماد له رای ګیرۍ څخه بریالی واووت. خو له دې سره سره د ښاغلي جانسن د کابینې یو شمیر غړو ویلي دي‌ چې له هغه څخه به ملاتړ وکړي. د بریټانیا د فرهنګ وزیر ناداین دوریز ویلي چې هغه او ټوله کابینه به په پریکنده ډول له بوریس جانسن څخه ملاتړ وکړي. جانسن کابو درې کاله مخکې واک ته ورسید او ژمنه یې وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه به د بریټانیا وتل تکمیل کړي او له هغه وضعیت څخه به خپل هیواد وباسي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د وتلو په اړه د ۲۰۱۶ کال د ټولپوښتنې وروسته رامنځ ته شوی وو. سره له دې چې د ښاغلي‌ جانسن عام پلویان وایي اوسنی کړکیچ به د نوموړي په ګوښه کیدو سره هوار شي خو د بریټانیا د صدراعظم ویاند ویلي دي هغه ډاډمن دی چې یوځل بیا به د پارلمان باور ترلاسه کړي.

07.07.2022 امریکا غږ

نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیعې په ښکته تللي، پاکستان کې یې هم د ارزانولو سپارښتنه شوې

په نړیوال مارکیټ کې دتېرو دریوؤ میاشتو راپدیخوا دتیلو بیعې تر ټولو ښکته تللي دي چې تر دې وروسته دپاکستان پبلک اکاونټس کمیټۍ هم دپاکستان دننه دتیلو دبیعو راغورځولو سپارښتنه کړې ده. په ډاڼ ورځپاڼه کې د رایټرز خبري شبکې دخپور شوي رپورټ له مخې دستمبر د ډيلیورۍ لپاره دبرینټ دیو بیرل بیعه 2.99ډالره یا 2.99فیصدي غورځېدلې اؤ 99.78 ډالرو ته راغلې ده. همداشان د ډبیلیو ټي ایي دخامو تیلو نرخ 3.19 ډالره یا 3.2 غورځېدلې اؤ 96.31 ډالرو ته راغلی دی د رپورټ له مخې د برینټ په بیعه کې د9 فیصدي اؤ د ډبلیو ټي‌ ایي په بیعه کې د8 فیصدي کمي وروسته ددې نرخونه د11 اپریل نه راپدیخوا تر ټولو ښکته کچې ته راغلي دي. په نړیوال مارکیټ کې دتیلو دبیعو غورځېدو سره سم دپاکستان دپبلک اکاونټس کمیټۍ په غونډه کې ددغه کمیټۍ مشر نورعالم خان دپاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې دتیلو نرخونه باید په ښکته راولي. دکمیټۍ چئیرمین ویلي په نړیوال مارکیټ کې دتیلو بیعې په دویم کرت په واضحه ډول په ښکته راغلي دي خو پاکستان کې حکومت د تیلو دبیعو راکمولو پځائ دا نورې هم پورته کړې دي. هغه دخزانې په وزارت،په پیټرولیم ډویژن اؤ حکومت غږ کړی دی چې په نړیوال مارکیټ کې دتیلو له بیعو راغورځیدو وروسته باید ولس ته اسانتیا ورکړي اؤ دتیلو بیعې راوغورځوي. پاکستان کې د 27 مئ راهسې د تيلو بیعې د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ زیاتې کړل شوې دي. پاکستان کې چې د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی، دې حکومت د مئ د مياشتې نه د تيلو قيمتونه سېوا کول پېل کړي دي. په لومړي ځل په 27 مئ یو لیټر پټرول 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او ورپسې یې په وړومبي جولایي  14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړي دي، دغه ډول ډيزل او نور تېل هم ګران کړی شوي دي. پاکستان کې دا وخت تر ټولو ګران ډيزل يو ليټر په 276 روپۍ 54 پېسې دي.

07.07.2022 ډیوه

بایډن د 'غیر ناټو د عمده متحد' په توګه د افغانستان موقف لغوه کوي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د هغه هیواد د کانګرس د دواړو مجلسونو مشرانو ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې غواړي د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي.

07.07.2022 امریکا غږ

د حج مناسک د نن نه پیل شول، یو میلین مسلمانان سږ کال حج کوي

نن د زیارت یا پنجشنبې د ورځې نه دحج مناسک پیل شوي دي اؤ په نړۍ کې دکرونا وایرس خورېدو را په دې خوا په وړومبي ځل لس لکه مسلمانان دحج فریضه ترسره کوي. نن په اتمه ذي الحجه دسهار له نمانځه وروسته سحر دنړۍ دوؤ میلینونو حاجیانو وروستو احرامونه تړلي او دحج په نيت دمکې څخه منا ته روان شوي دي. حاجیان به نن دغرمې ، مازيګر ، ماښام او ماسخوتن نمونځونه پخپلو خېمو کې کوي او ټوله شپه به په عبادت تيروي. ددغو حاجيانو دپاره په منا کې دسپينو خيمو يو ښار ودان کړل شوى دى ،چې پکې لارښودان هم دحاجيانو لارښودنې دپاره موجود دي. دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه به دجمعې په ورځ ادا کیږي. دسعودي دحج اؤ عمرې د وزارت وینا ده چې سږکال دحج مناسکو کې 185 حاجیان شاهي یا دولتي میلمانه دي دکرونا وبا دپیل راپدیخوا سږکال لمړی ځل دی چې سعودي عرب دنړۍ نزدې یو میلیون مسلمانانو ته دحج کولو اجازه ورکړې ده. تر کرونا وبا وړاندې په کال 2019م کې دنړۍ دوه نیم میلیونه مسلمانانو دحج فریضه ترسره کړې وه خو بیا ورپسې په کال 2020 کې چې ټوله نړۍ کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خواره شول په دغه کال دسعودي حکومت حج اؤ عمرې تړلې وې اؤ یوازې 1000 کسانو ته دحج دفریضې اجازه ورکړل شوې وه. دکرونا وبا دسختې څپې وروسته سږکال سعودي عرب لس لکه کسان دټولې نړۍ څخه دحج لپاره منلي دي چې په دې کې تر ټولو زیات حاجیان دانډونیشیاء اؤ بیا ورپسې دپاکستان دی. دسعودي ګزټ د رپورټ له مخې دانډونیشیاء څخه یو لک اؤ 51 زره کسان حج ته پرېښودل شوي اؤ دپاکستان څخه به بیا 81زره اؤ132کسانو ته دحج کولو اجازه ورکړل شوې ده. همدا شان سږکال دافغانستان څخه 13زره اؤ 582 کسان دحج اجازه لري،دبنګله دیش دحج کوټه 57زره،585،دنایجیریا 43زره اؤ 8،دترکي37زره اؤ770،دبرتانیې12زره اؤ348،دامریکې 9زره اؤ504 اؤ دفرانسیې 9زره 268 ټاکل شوې ده. په دې کې به تر ټولو کم شمیر کې دافریقایي هیواد انګولا وګړي حج ترسره کوي چې شمیره یې یوازې 23 ده سعودي عرب هرکال داسلامي هیوادونو لپاره ددغو هیوادونو دابادۍ په تناسب سره دحج کوټه مقرروي اؤ سږکال یې پرېکړه کړې چې اته نیم لکه کسان به دبهرنۍ نړۍ نه حج ته پرېښودی شي اؤ یو نیم لک به سیمه ییز کسان دحج فریضه ادا کوي. سعودي عرب چې نور کله بهرنیو هیوادونو ته دحج کومه کوټه ورکوله سږکال په هغې کې دکرونا وایرس له امله 42اعشاریه 2 فیصدي کمی راوستل شوی دی

07.07.2022 ډیوه

بلینکن له زرداري سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبري وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې انتوني بلینکن نن چهار شنبې جولای شپږمه (چنګاښ ۱۷) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوتو زرداري سره په ټلفون خبري کړي دي.

07.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

07.07.2022 امریکا غږ

طالبان: کابل کې حمله نه بلکې د جنایت کارانو پر ضد عملیات شوي

په داسې حال کې چې په افغانستان رسنیو د کابل د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې د وسله والې نښتې او چاودنې خبر ورکړی خو طالبان وایي چې هغوی د جنایت کارانو په وړاندې عملیات کړي دي. هشت صبح ورځپاڼې د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو کسانو د طالبانو پر پوسته د دریو راکټونو په توغولو سره له هغوی سره نښته کړېده. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو ټویټ په کولو څرګنده کړې:" د کابل په صه صدو پانزده فامیلي سیمه کې د خوارجو په یو پټنځای عملیات د دوه خوارجو په وژلو او د څلورو نورو په وژلو سره پای ته ورسیدل." یو شمیر رسنیو د ځینو سرچینو په حواله چې نوم ورڅخه ندی اخیستل شوی راپور ورکړی چې طالبان په سیمه کې د داعش له تندلارو سره په نښته واوښتل  او د ۳۱۵ ټوله سیمه د طالبانو له خوا محاصره شوې ده. خو د طالبانو دې ویاند زیاته کړې ده چې په دې علمیاتو کې د جنایتکارانو ګڼ شمیرې وسلې او وسایل له منځه وړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه:" دغو جنایتکارانو په کابل کې د تخریبي اعمالو اراده درلوده چې په نطفه کې خنثی شول." د کابل دغه پښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې طالبانو له دې وړاندې د کابل په ګډون افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د داعش د خراسان څانګې پورې د اړوندو کسانو پر ضد د عملیاتو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

07.07.2022 امریکا غږ

امریکا: یو ملک هم طالبان په تسلیمولو غور نه کوي

یو امریکايي سفارتکار ویلي یو ملک هم د افغانستان واک من طالبان د تسلیمولو په اړه څه غور نه کوي. د جنوبي او مرکزي اېشیا چارو دپاره د امریکې اسسټنټ سېکرېټري اف سټېټ ډانلډ لوو وي او ای سره مرکه کې وویل که څه هم ځېنو ملکونه په ورو ورو طالبانو سره تعلقات معمول ته د راوستلو عمل شروع کړی دی خو هېڅ هم د رسمي مشروعیت خبره نه کوي. امریکايي سفارتکار وویل د مشروعیت په ځای په نړیواله کچه د طالبانو سره د رابطې په دې غرض کولی شي چې د ښځو او جینکو په برخه کې په افغانستان کې دننه حالات او امنیت ښه شي. ډانلډ لوو وویل د افغان ولس دپاره حالات بهتر کولو په هدف امریکا د افغان چارواکو سره همکاري کوي چې د هغه په قول نه یوازې د افغانان دپاره حالات ښه شي بلکې په سیمه کې ثبات هم قایم شي. په افغانستان د بیا واک ترلاسه کولو وروسته نړیوالې ټولنې په طالبان اقتصادي بندیزونه لګولي دي. نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې طالبان دې ښځو ته په ټولنیز ژوند کې برخه ورکړي او د جینکو په تعلیم پابندۍ دې ختمي کړي. د طالبانو په موقتي کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې پې تشویش څرګند کړی دی. ډانلډ لووو وویل "زمونږ ټولو دپاره دا ضروري ده چې همکاري وکړو چې طالبان په مثبته لار راواړوو. هغه ټينګار وکړو چې طالب اوس د حکومت چلولو ته توجه وکړي." لوو وویل په تېرو شلو کلونو کې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې کومه سرمایه کاري کړې ده هم دا به د افغانستان د اینده ټاکنه کوي. امریکايي سفارتکار زیاته کړه چې طالبان په افغانانو خپله خوښه نشي ورتپلی. هغه وویل افغانان د ژوند ځینو ازادیو او د اقتصاد سره د ژوند یو معیار سره بلد شوي دي او د اینده په اړه د طالبانو تګلاره په جوړولو کې به د افغانان غوښتنې مرسته کوي. د وي او ای رپورټ وايي طالبان د مېرمنو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دستور سره سمون خوري خو په نورو اسلامي ملکونو کې عالمان د طالبانو دریځ سره اتفاق نه لري. تېره هفته په کابل کې د یوې غونډې په مهال د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده وویل ملک به د شریعت مطابق چلوي او څه مفاهمت به نه کوي. د لوی اختر په مناسبت پېغام کې چې طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپور کړو، ملا هېبت الله وویل نور ملکونه د افغانستان په اسلامي حکومت کې مداخلت کوي. د طالبانو مشر وویل د ټولو افغانانو او د ښځو د حقونو تحفظ به د شریعت سره سم کوي. هغه وویل د امریکې په شمول د ټولې نړۍ سره ښه سفارتي، سیاسي او اقتصادي تعلقات غواړي. د پاکستان او چین په شمول سیمه اییزو ملکونو په افغانستان کې خپله سفارتي موجودګي برقرار ساتلې ده خو د وي او ای رپورټ وايي دغه ملکونه هم د طالبانو نه غوښتنه کوي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، په ښځو قدغونونه دې لرې کړي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په یوه خبري غونډه کې ویلي امید کوي چې افغانستان په باثباته وي، معتدله تګلاره به خپله کړي او د نړیوالې ټولنې توقعات به پوره کړي. د وي او ای سره مرکه کې ډانلډ لوو وویل د مرکزي اېشیايي ملکونو سره افغانستان نه د خطر په اړه خبرې کوي او د طالبانو سره په دې اړه رابطو کې هم مرسته کوي. په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د داعش وسله والې ډلې د یو شمېر حمله ذمه واري منلې ده. لوو وویل امریکا، د مرکزي اېشیا حکومتونو او نورو همکارانو طالبانو سره خبرې کولی شي چې د داعش د خطر څنګه مخنیوی کېدلی شي. د وي او ای رپورټ وايي د اختر په خپل پېغام کې د طالبانو مشر د افغانستان ګاونډیانو او په پراخه کچه نړۍ ته ډاډ ورکړو هېڅ چا ته به اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف استعمال کړي. یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای ازبک څانګې خبریالې نوبهار اماموه د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

06.07.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more