ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


حنفي: په لویې غونډې کې به نارینه د ښځو استازیتوب کوي

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي د طالبانو له لوري د "دیني عالمانو او قومي" مخورو رابلل شوې لویه غونډه به د ملي یووالي پر مسایلو خبرې کوي او ښځې به پکې ګډون ونلري.  د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي حنفي د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "د مختلفو فکرونو خلک به په دغه غونډه کې ګډون کوي... دا به د افغانستان د ثبات او ملي یووالي دپاره ښه کار وي".  حنفي وویل چې دا غونډه به د پنجشنبې په ورځ ۳۰ جون (چنګاښ ۹) په کابل کې پیل شي.   ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ښځې به په دې غونډه کې برخه ولري، ښاغلي حنفي وویل چې نارینه به د ښځو آستازیتوب کوي.   حنفي وویل: "ښځې زموږ میندې او خویندې دي. موږ یې احترام کوو. کله چې د دوی بچي په غونډه کې برخه ولري، پدې معنا ده چې دوی پکې برخه لري".  دا غونډه "لویې جرګې" ته ورته والی لري چې وروستی ځل د پخواني جمهور ئیس اشرف غني لخوا په ۲۰۲۰ کال کې د سولې د مذاکراتو په تړاو د سلګونو  طالب  بندیانو له خوشې کولو وړاندې جوړه شوې وه.   روښانه نده چې د ۳۰۰۰ کسانو په دې غونډه کې به دقیقا په کومو مسئلو خبرې کيږي او دا چې د نجونو د متوسطه او ثانوي ښوونځیو د پرانیستلو پر سر به پکې بحث وشي او که نه.   نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا، ویلي دي طالبانو ته پکار دي چې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي.   په غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار  افغان مدني فعالانو او د ښځو د حقونو پلویانو ویلي د ښځو له ګډون پرته به دا غونډه مشروعیت ونلري.  یو شمیر نارینه او ښځینه دیني عالمان او مدني فعالان پرون  د سه شنبې په ورځ په کابل کې را ټول شوي وو. دوی د طالبانو په رابلل شوې لویه غونډه کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ.   د افغان ښځو د سولې او ازادۍ ټولنې غړې، حلیمې ناصري په دې غونډې کې د ښځو د ګډون د اړتیا په اړه وویل: "که د افغان ښځو او نجونو د راتلونکي په اړه بحث کیږي نو پکار دي چې د افغان ښځو آستازي پکې وي. ښځې کولای شي چې خپل درد پخپله ژبه ښه بیان کړي. نور خلک د افغان ښځو نمایندګي نشي کولای. هیڅوک نشي کولای هغه درد بیان کړي چې افغان میرمنو په دې ۴۰ کلونو او [په خاص ډول واک ته د طالباو د رسېدو راهیسې] په دې لسو میاشتو کې ګاللی دی".  آغلې ناصري زیاته کړه: "ښځې او نارینه د یو بل بشپړونکي دي او که چیرې په یوه ټولنه کې ښځو ته د ګډون فرصت ورنکړل شي نو له شک پرته چې پرمختګ به ونه کړي".  په اسلام آباد کې د طالبانو د تېر حکومت سفیر ملا عبد السلام ضعیف له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، د ده د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د سیاسي مشارکت او د ښځو پر موضوعاتو خبرې وشي.  ټاکل شوې وه چې دغه درې ورځنۍ غونډه نن چهارشنبې پیل شوې وای، خو د نامعلومو دلایلو له آمله یوه ورځ وځنډول شوه. 

29.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

29.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

29.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

29.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

29.06.2022 امریکا غږ

په نړیواله کچه د مذهب د ازادۍ په موضوع په واشنګټن کې غونډه شروع شوه

په واشنګټن ډي‌ سي‌ کې د مذهبي‌ ازداۍ نړیوالې ادارې انټرنېشنل رېلېجس فريډم (ايي ار اېف) په انتظام د جون په ۲۸مه درې ورځنۍ سرمشریزه پیل شوه چې د امریکا لوړو پورو چارواکو په ګډون د نړۍ بیلا بیلو هېوادونو استازې په کې ګډون لري. د دې غونډې هدف د مختلفو سازمانونو یو پیاوړی ایتلاف رامینځته کول دی چې په ټوله نړۍ کې د مذهبي آزادۍ لپاره یوځای کار کوي. د نړیوال مذهبي ازادۍ اداره په نړۍ کې د مذهبي لږکیو په اړه عامه پوهاوي خورولو او سیاسي توان زیاتولو کار کوي. امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمېشن (USCIRF) وايي طالبانو افغانستان کې د سخت دریځۍ له کبله د خلکو د مذهب ازادي ګواښلې او پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې تر ټولو بدترین هیواد بلل شوی ځکه چې د پاکستان حکومت په خپله د مذهب د سپکاوي د قانون په ترڅ کې د ډیرو سرغړونو باعث دی. د دې سزمشریزې په لومړۍ ورځ د نړیوالې مذهبي آزادۍ د ۲۰۲۱ کال پیل شوي نړیوال کمپاینونو په اړه تازه معلومات ورکړل شوه کوم کې چې د مذهب د سپکاوي قانونونه ختمول او د نسل وژنې درول شامل دي. په دې سمیټ کې د هغو حکومتونو په اړه هم خبرې کیږي چې د مذهبي لږکیو د حقونو څخه په سرغړونو تورن دي او په بیلا بیلو هېوادونو کې خلک د هغوي‌ د مذهبي او دیني عقیدو په سر بندي شوي یا وژل شوي. سوزن جانسن کوک چې د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا پخوانۍ سفیره ده وايي: "زمونږ اداره د مذهبي ازادیو لپاره کار کوي. چې د یو بل مذهب او باورونو ته احترام وکړي. " د دې سرمشریزې یوه افغانه ګډونواله عذرا جعفري، چې د شعیه لږکیو سره تړاو لري او په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان دای کنډي ولایت نیلي ښار لومړۍ ښځینه ښاروالې په توګه وټاکل شوه ډیوې ته وايي: (له بده مرغه د کومې مودې راهسې چې طالبان په افغانستان بیا واکمنه شوي، د هزاره ګانو او شعیه ګانو حالت ورځ تر بله په خرابېدو دی او دا راته د ۱۹۹۶ کلونو رایادوي، کله چې طالبان د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېدل. طالبان پرته له کومه دلیله شعیه ګان بندي کوي او وژني یې. هزاره ګان د ډيرې مودې راهسې هیڅ ځای خوندي‌ نه دي، نه په ښوونځیو کې نه په زیږنتونونو کې او نه هم په خپلو لارو کوڅو کې. هر ځای پرې بریدونه کیږي. او اوس بیا دا حالت تکراریږي. دا په واضح ډول د هزارګانو نسل وژنه ده. زه د امریکا او نړۍ غواړم چې دا عمل د نسل وژنې په توګه وپیژني او په افغانستان کې دې د هزارګانو نسل وژغوري.) اغلې زیاتوي چې ( هیڅ چا نه خوښیږي چې خپل کور او وطن پریږدي. دوي نه غواړي چې کډوال شي. زه په خپله هم په ماشومتوب کې کډواله وم. خو کله چې بیرته افغانستان حالت ښه شو زه د خپل هېواد خدمت لپاره خپل وطن ته ستنه شوم. زه د ۶ کالو لپاره د افغانستان په دایکندي ولایت کې د نیلي ښار ښارواله پاته شوم چې لومړۍ ښځینه ښارواله وم. خو بیا پر ما د طالبانو لخوا حملې وشوې هغوي زما ملګري په نښه کړه نور نو زه په هېواد پریښودو مجبوره شوم.) همداراز پاکستاني‌ الاصله امریکايی امجد محمود خان چې په امریکا کې د احمدیه مسلمانانو د ټولنې د عامه چارو مشر یا ډایرکټر دی ډیوه ته وايي: (په پاکستان کې د احمدیه مسلمانانو ټولنه سخت ځورول شوېو ټولنو څخه ده او دا مسله ډيره زیانمنونکې ده ځکه چې د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون پر بنسټ احمدیه ټولنه غېر اسلامي ګرځول شوې. که څه هم دغه بدلون ډیر پخوانی دی خو د ارډیننس شلم له مخه د احمدیانو مذهبي فعالیتونو ته د جرم نوم ورکول پیل شوي او احمدیان که ځات ته مسلمان ووايي نو د دې به ورته سزا ورکول کیږي. دا مهال په لسګونو احمدیان په زندانونو کې دي، ګرفتاره کیږي او په تیرو کلونو کې د احمدیانو د وژلو شمېرې په زیاتیدو دي.) امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمیسیون (USCIRF) په خپل 2022 کلني راپور کې افغانستان او پاکستان د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې اچولي. د دې کمیشن پخوانۍ مشره ندین مېنزا ډیوه ته وايي: )د کومې مودې راهسې چې طالبان په افغانستان واکمنه شوي. زمونږ کمیشن د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې اچولی. که څه هم امریکا د طالبانو سره هیڅ رسمي‌ اړیکې نه لري خو اوس هم امریکا کولی شي چې د ډیپلوماسۍ له لارې پر طالبانو فشار راوړي. طالبان په افغانستان کې په ټولو خلکو خپل سخت دریځه اسلامي سني شریعت عملي کوي نو دا په مذهبي لږکیو ډیر اغېز کوي. (زمونږ کمېشن سپارښتنه کړې چې پاکستان دې د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې واچوي کوم چې امریکا په کې شامل کړی هم دی. د په پاکستان کې د حکومت لخوا د مذهب سپکاوي قانون عملي کیږي کوم چې د مذهبي لږکیو په وړاندې تشدد زیاتوي.) تمه ده چې په دې کنفرانس کې به په نورو هېوادونو کې مذهبي ازادیو ته د ورپیښو ګواښونو په اړه خبرې وشي لکه په هند کې تېرکال په مذهبي‌ اقلیتونو او په خاص ډول په مسلمانانو باندې بریدونه شوي او همداراز په چین کې چې ایغور مسلمانانو سره د بشري حقونو سرغړونې شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو تور لېسټ کې چین، اېریتریا، ایران، میانمار، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي چې ښايی له دې پلوه پرې یو لړ بندیزونه ولګول شي. پاکستاني مامورین دا خبره ردوي چې په هېواد کې یې مذهبي اقلیتونه ازادي نه لري، او وايي د ملک ايين او قانون د اقلیتونو د حقونو تحفظ کوي.  

29.06.2022 ډیوه

شهباز شریف اعلان کړی افغانانو ته ویزې اسانوي

دپاکستان حکومت افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت ته د ودې ورکولو لپاره په ویزه  پالیسۍ کې دنرمښت اعلان کړی دی اؤ وزیراعظم شهباز شریف وایي په ویزه کې اساني به دواړه هیوادونه نور هم یو بل ته نزدې کړي. دچهارشنبې په ورځ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ټویټر لیکلي دپاکستان مرکزي کابینې د افغانانو لپاره د ویزې په نظام کې د بدلون منظوري ورکړې ده. شهباز شریف وایي "اوس زموږ سفارتونه به د دوی (افغانانو)د ویزې غوښتنلیکونه د دوی د اوسني تابعیت پراساس پروسس کوي. دوهم، افغان موټر چلوونکي او ټرانسپورټران به په ۴۸ ساعتونو کې تر یو کال پورې څو ځلې ویزې ترلاسه کولی شي" وزیراعظم شهباز شریف زیاته کړې د ویزې په سیستم کې ددې اسانتیا موخه د دواړو هېوادونو یو بل ته نزدې کول، افغانانو سره مرسته کول او د منځنۍ اسیا له پراخې سیمې څخه د سوداګرۍ او پانګونې جذبول دي. هغه ویلي د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ویزې دپالیسۍ په لا نور اسانولو هم کار وکړي. د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې افغان ټرانسپورټرانو ته باید دشپږو میاشتو ملټي انټري ویزې ورکړل شي. ددې ترڅنګ کابینې دا هدایت هم کړی چې د ویزې ورکولو په انلاین نظام کې باید په کاري ویزو کې د ذیلي رقم ویزې هم متعارف کړل شي. دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د سه شبنې په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وؤ د "نوې پالیسۍ" سره سم، په بهرنیو هېوادونو کې به د پاکستان سفارتونه د ویزو لپاره د افغانانو پر درخواستونو پرېکړه د هغوی د اصلي هېواد پر ځای د بل تابعیت او پاسپورټ پر اساس کوي. دمریم اورنګزیب په وینا دنوي نظام په اساس به اسلام اباد په ۴۸ ساعتونو کې د شپږو میاشتو لپاره داسې ویزې ورکولي شي چې لرونکي به یې پاکستان ته د ګڼو سفرونو اجازه ولري او د کورنیو چارو وزارت به دا واک لري چې ویزې تر یو کاله وغځوي.

29.06.2022 ډیوه

افغانستان کې په انلاین مالي معاملو بندیز،تاجران وایي ټول روزګارونه به ورسره اغېزمن شي

افغانستان کې تاجران او د اقتصادي چارو پوهان هېواد کې دمرکزي بانک لخوا د انلاين فوريکس ټرېډنګ د لارې په مالي معاملاتو او فعاليتونو  بندېز ناسم اؤ‌ بې ځایه بولي او وايي که حکومت د انلاين کاروبار مخه نيسي نو دې سره به هغه ټول کاروبارونه اغېرمن شي چې له مخې يې د نورو هېوادونو څخه بیلابیل سامانونه او خوراکي مواد افغانستان ته راوړل کېږي۔ دپوهانو دریځ دی چې په موجوده دور کې يو هیواد هم د انلاين کاربار پرته پرمختګ نه شي کولی۔ دوی وايي چې د فوریکس او نورو کمپنيو د لارې انلاين کاروبار کولو يا د پیسو د ورکړې راکړې په چارو دبندېز لګولو پرځای بايد حکومت ددې لپاره قانونې لارې جوړې کړي او دې ته قانوني بڼه ورکړل شي۔  د افغانستان بانک خبرتيا ورکړې چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې لا هم ځيني وګړي د فوريکس انلاين سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي حال دا چې د افغانستان بنک تراوسه هيڅ وګړي يا شرکت ته د فوريکس انلاين فعاليتونو جواز نه دی ورکړې او د هغوی فعاليتونه غېر قانوني دي۔   د بنک لخوا دخپرې شوې خبرتيا په اړه په افغانستان کې مېشت سودا ګر وايي د انلاين فوريکس د لارې يوازې د پېسو اخېستل او خرڅول نه کېږي بلکې په نورو کاروبارونو کې هم دوی لپاره يې اسانۍ پېدا کړي دي۔ دوی وايي که چرې د انلاين کاروبار مخه نيول کېږي نو په هېواد کې به کاروباري هلې ځلې اغېزمنې شي۔ په دې هکله په افغانستان کې د صرافانو د اتحاديي ترجمان حاجي زرک خان وي او ای ډيوه ته وايي چې د هېواد يو شمېر تجاران بیلابیلې سوداګانې د انلاين برنامې د لارې رانيسي او يا يې د کراچۍ بندر ته، يا يې د ګوادر بندر ته او يا هم د اسلام قلعه بندر ته را انتقال کوي، هغه وايي داسې نه ده چې په انلاین ډول یوازې دکرنسۍ اخستل اؤ خرڅول کیږي. د بنک لخوا خپره  شوې خبرتيا کې دا هم ويل شوي چې دغو وګړو او شرکتونو سره معاملې بې خطره نه دي او د هېوادوالو لپاره مالي زيانونه رامنځ ته کوي۔ داعلامیې له مخې "د افغانستان بنک هڅه کوي چې د دا ډول فعاليتونو ترسره کوونکي وپېژني او عدليي او قضايي ارګانونوته يې معرفي کړي،ترڅو له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي" حاجې زرک خان زياته کړه چې ګټه او نقصان په هريو روزګار کې وي او د نړۍ دنورو وګړو په څېر دوی هم دا حق لري چې د نورو لارو ترڅنګ انلاين کاروبار وکړي۔ نوموړی ډیوه سره خبرو کې وایي " که ته انټرنټ يا انلاين برنامې په ما قطع کوې نو سبا دا ټول خوراکي او نور مواد په مونږه ودريږي ځکه چې بنکونه زمونږ مشکل لري، پېسې انتقالول مشکل لري نو په دغې انلاين برنامو او انټرنټ سره زمونږ په نيم ساعت کې خريداري کېږي، پېسې انتقالېږي او سامانونه رارسېږي" هغه وايي بايد دا قانوي شي او د قانون لارې څخه مخکې لاړ شي نه چې بندیز پرې ولګول شي۔    د افغانستان دمرکزي بنک وياند صابر مومند نه مو په دې اړه وپوښتل چې ولې خلکو ته د ان لاين فوريکس ټرېډنګ يا کاروبار کولو لپاره اجازه نه ورکول کېږي، خو نوموړي لا تر دې دمه ډيوه ته څه ځواب نه دې ويلی.  په کابل پوهنتون کې د پالیسۍ او حکومتدارۍ پروفېسر استاد فېض ځلند وي او ای ډيوه ته وايي يو هېواد هم د انلاين کاروبار پرته پرمختګ نه شي کولی او بايد د افغانستان حکومت دې لپاره زمينه برابره کړي۔ نوموړي زياته کړه چې مستقبل د انلاين سوداګرۍ دی او ددې نه پرته سودا ګر او هېوادونه پرمختګ نه شي کولی۔ هغه وي او ای ډيوه ته دا هم وويل " ماته نه ښکاري چې شریعت په دې کې بنديز ولګوي ځکه چې هر هغه سوداګري چې په هغې راکړه ورکړه کېږي، په هغې کې سود نه وي هغه حلال ده او په دې کې خو داسې قيصه نيشته، او هر هغه سوداګري چې په هغې کې سود کېږي که هغه انلاين وي او که غېر انلاين وي هغه حرام ده، نو ماته ښکاري چې داسې ستونزه به نه وي او که داسې کومه ستونزه راولاړېږي نو بايد هغې د پاره متبادله لاره برابره شي"  بلوم برګ نومې خبري وېبپاڼې د افغانستان دمرکزي بنک د وياند صابر مومند د خکلې ليکلي چې د افغانستان بانک د انلاین فاریکس تجارت غیر قانوني او جعلکار بولي او په اسلامي شریعت کې یې د منظورۍ لپاره هیڅ لارښوونه نشته۔ د خبري وېبپاڼې ترمخه د طالبانو واک ته د رسېدو وروسته په هېواد کې دکمزوري اقتصاد له امله ډېری خلک دې ته اړ شوي چې آنلاین فاریکس یا کریپټو کرنسۍ کې سودا ګري وکړي تر څو خپلې پیسې خوندي کړي او د دې ډلې د لاسرسي نه يې لرې وساتي۔

29.06.2022 ډیوه

هیومن راټس واچ:پاکستان باید وښایي چې دجبري لادرکیو په مخنیوي کې سنجیده دی

پاکستان کې د خلکو دجبري لا درکۍ په اړه د اسلام اباد هایکورټ د وروستۍ پرېکړې وروسته دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ ویلي چې دا عدالتي پرېکړه پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړی شوؤ کسانو لپاره د اميد رڼا ده او د هېواد نوی حکومت باید وښايي چې هغه ددې ناوړه عمل په ختمولو او په قانون د عمل په ترڅ کې خلکو ته په تحفظ ورکولو کې سنجيده دی. د هيومن راېټس واچ لخوا دسه شبنې په ورځ دا بېان پداسې وخت کې جاري کړل شوی چې د پاکستان مرکزى حکومت په دې وروستیو کې د عدالت په امر د جبري لادرکيو د مخنیوي او تګلارې جوړولو لپاره يوه ځانګړې کمېټي هم جوړه کړې خو عدالت ددغه کمېټۍ د لا نه فعالېدو په سر د حکومت نه سپيناوی غوښتی دی. د پاکستان مرکزي حکومت د هيومن راېټس واچ دې رپورټ ته لا کوم غبرګون نه دی وېلی خو اوړمه ورځ د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پېرزاده د جبري لا درکيو په تړاو د پوځ د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جنګ سره تړلی ؤ. د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د جون په 28مه نيټه جارى کړي بېان کې وېلي، د تېر زيارت په ورځ يوه تاريخي پرېکړه کې د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د يوې حکمنامې په ترڅ کې ویلي کله چې د نتيجې ترلاسه کولو لپاره کافي شواهد موجود وي چې دا په ظاهره د جبري لادرکۍ قضيه ده نو بيا د رياست او د هغې د ټولو ادارو مسوليت جوړېږي چې د لادرکه وګړو درک ولګوي. د هيومن راېټس واچ بېان مخکې وايي، البته دا د تېرو کلونو په مهال د عدالتي حکمونو په لړۍ کې یو بل هغه تازه امر دی چې تر اوسه پورې عمل نه دی شوی اؤ امنیتي اېجنسۍ ددغسې عدالتي اوامرو باوجود د خفيه حراستونو او جبري لا درکيو دلړۍ په ودرولو کې ناکامه شوي دي. اسلام اباد هایکورټ د تېر زيارت په ورځ د لادرکه تنانو په يوه قضيه کې د لا درکه تنانو لپاره جوړ حکومتي کمېشن هم ناکامه ګرځولی ؤ او ویلي یې وؤ چې د خلکو په جبر لا درکه کول جرم دی او ددې ذمه واري د وزير اعظم په اوږو راځي. د تېر مئ په میاشت کې د پاکستان مرکزي حکومت د لادرکه تنانو د قضيو د هواري او يوې تګلارې د جوړښت لپاره يوه ځانګړې کمېټې هم جوړه کړې خو تېره ورځ اسلام اباد هایکورټ د مرکزي حکومت نه سپيناوی غوښتی ؤ چې د جبري لادرکيو د پېښو د جاج اخستلو لپاره دغه ځانګړې کمېټي ولې نه ده فعاله شوې؟ د پښتنو د حقونو لپاره دغږ پورته کوونکي تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسید چې د لا درکه تنانو شمېرې هم راغونډوي ډيوه ته وايي تر ټولو غټه خبره دا ده چې خلک په ښکاره پورته کېږي خو ددې عمل پرضد څه واضحه ګامونه نه اخستل کېږي. هغه وايي په پاکستان کې رياستي ادارې خلک په زور بې درکه کوي او رياستي ادارې چې لادرکه خلک په کومو حراستي مرکزونو کې ساتي نو تر اوسه پورې چا ددغو مرکزونو په قانوني چوکاټ کې د راوستو هڅه هم نه ده کړې او وګوري چې په دې کې څوک دي او څنگه ژوند کوي. د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ وايي د کال 2011م دمارچ میاشتې راهیسې دجبري لا درکه خلکو دموندنې حکومتي کمېشن سره 8463 قضيې ثبت شوي دي خو زیاتوي فعالين وايي دا شمېره له دې هم زياته ده. د واکمن مسلم لیګ نون ګوند په حکومت کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده په دې وروستیو کې د خلکو په جبر د لادرکه کولو په لړ کې د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جګړې سره تړلې ‌ؤ. هيومن راېټس واچ وايي د نړیوال قانون ترمخه د رياستي پوځ او یا د هغې د اېجنټانو په لاس د يو شخص په داسې طريقه حراست کې اخستل چې د هغه د ځائ ځایګي او درک ښودلو نه انکار کوي او هغه د قانون د تحفظ نه لرې ساتى په جبري توګه لادرکي بلل کېږي . وايي په پاکستان کې په زور د لادرکه زياتره تنانو تعلق د ټولنې د پسمانده طبقو سره دی او يو ځل په جبر د لا درکه کېدو وروسته هغه په تشدد او دعدالت پرته د مرګ د سزا خطر سره مخامخ کېږي. اېچ ار ډبليو په خپل بېان کې وېلي چې د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله دا مشاهده هم کړې چې د لادرکه تنانو حکومتي کمېشن اغيرمنو تنانو ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلی دی. په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو پېروى کوونکی وکيل کرنل( ر ) انعام الرحیم ډيوه ته وايي د رولز آف بزنس ترمخه د بشري حقونو د قضيو ذمه واري د وزير اعظم په اوږو راځي. هغه وايي عدالت په خپله وروستۍ پرېکړه کې وېلي چې پخواني پوځي صدر پرویز مشرف ته دې هم نوټس جاري کړي او هغه دې يوه حلفنامه هم جمع کړي چې دده په واکمنۍ کې ده څومره خلک په بهر هېوادونو خرڅ کړي ځکه چې دا خبره نوموړي په خپل کتاب کې هم ليکلې ده. په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتنو او دبشري حقونو ډلې هم د خلکو په زوره د لادرکۍ تورونه د هېواد د پوځ په طاقتورو استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لادرکه تنان د بلوڅ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې ورګډ شوي وي، پوځ سره نښتو کې وژل شوي وي او یا هم افغانستان ته اوښتې وي.

29.06.2022 ډیوه

په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر: د پولیو په ډله د خونړۍ حملې بدل به اخلو

په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر یا جي او سي میجر جنرل نعیم اختر په سیمه کې د پولیو په ټیم  بريد په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي. د نهې، سه شنبې، په ورځ په حمله کې د وژل شوؤ کسانو د جنازو پرمهال وینا کې میجر جنرل نعیم اختر  ويلي  د امن دښمنانو د پولیو په ټیم او د هغوي په ساتنه مامور پولیس عسکرو بريد کړی او دا د دوی د جرمونو او وحشتونو دوام دی. هغه ویلي "دښمن ته وايم چې بې غچه/ بې بدله به نه پاتې کېږي ددغو معصومو شهیدانو دسپېځلو وينو غچ به درنه اخلو امنیتي ځواکونه مو لټوي او په بشپړه توګه به تاسو له مينځه وړي" هغه ویلي جنګ لپاره په علاقه کې پوځ شته بې ګناه خلک دې نه وژني، پوځ سره دې جنګ وکړي. پوځي مشر دعوه وکړه چې درې ورځې وړاندې د پوځ سره په جګړه کې اووه ترهګر وژل شوي په وژل شوؤ کسانو کې یو هغه تن شامل دی چې دوه کاله وړاندې یې د یو عسکر نه سر غوڅ کړی ؤ. هغه وویل "څو میاشتې وړاندې په میر علي سیمه کې په پولیس شوي برید کې ککړ کسان په 24 ساعتو کې دننه وژل شوي وو. پوځ ژمن دی چې دا سیمه د هر قسمه ترهګرۍ نه پاکه کړي" پرون د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید کې يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی ؤ. په سمدستي ډول د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او دپوځ افسر په خپلو خبرو کې د چا یا کومې ډلې نوم نه دی اخستې او نه یې دا ویلي چې د هغوي پرضد به کوم قسمه کاروایي ترسره کولی شي. سرچینې وایي تر دغې پیښې وروسته دته خېل تحصیل سیمه کې کلک امنتي ګامونه اخستل شوي او په ځینو سیمې کې د جنګي هیلي کاپټرو نه د وسله والو په پټو ځالو ګولۍ ویشتل شوې دي خو حکومتي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي . شمالي وزیرستان د افغانستان پولې سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا هغه قبایلي سیمه ده چې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو پرضد په کال 2014م کې عملیات کړي وؤ او دا سیمه د ترهګرو څخه پاکه ګرځول شوې خو بیا هم پکې وخت په وخت د ناامنۍ زیاتې پیښې رپورټ کیږي چې پکې په امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې هم شاملې دي. د علاقې خلک وایي دنا امنۍ دې پیښو سخت پریشان کړي دي. د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د علاقې ناوړه حالاتو خلک دخپلو کورونو په پریښولو مجبور کړي ځکه چې د عملیاتو وروسته دغلته هره ورځ د ناامنۍ پیښې کیږي. هغه زیاته کړه دته خېل تحصیل په شمیر سیمو ته خلک واپس شوي ګیر چاپیره ترې دامنیتي ځواکونو پوستې دي له اندراج پرته بل چاته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي بیا دا خلک په کومه لار راغلل او تر برید وروسته چرته وتښتیدل؟ هغه تور پورې کړو چې علاقې ته بیا نوی جنګ راوړول کیږي او د هغې تیارۍ روانې دي خو وایي دوئ به بیا دا سیمه د بل چا ګټو د پاره ناامنۍ ته ور نه کړي. د یوتهـ اف وزیرستان پخوانی مشر عادل داوړ وایي پوښتنه دا ده چې اته کاله د ضرب عضب پوره شول او د علاقې خلک لا بې کوره دي بل علاقه کې په دوم داره توګه د ناامنۍ پیښې کیږي. چې دعلاقې خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل شمالي وزیرستان یوه وړوکې ضلعه ده یو ډیویژن پوځ پکې میشت دی خو دغلته امن په ځائ نه شو. هغه زیاته کړه دغلته په رڼا ورځ د عامو خلکو وژنې کیږي او بیا یې مقدمې د نامالومو کسانو خلاف درج کړي خو تر اوسه ددغو پیښو نه پلټنې وشوې او نه څوک پکې نیول شوي دي. ښاغلي داوړ وویل څوک چې د امن دپاره په پرامنه طریقه مبارزه کوي هغه وژل کیږي مقدمې پرې درج کوي او په زندانونو ته اچول کیږي. د پاکستان پوځ د وړاندې نه دا دریځ لري چې د ترهګري پرضد مبارزې ته ژمن دي او د دوی د قربانیو په نتیجه کې په قبایلي ضلعو کې حکومتي عملداري په ځائ شوې ده

29.06.2022 ډیوه

د یو کرېن صدر: روس "ترهګر ریاست" دی

د يوکرېن صدر ولاديمير ذېلنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ روس د يو "ترهګر ریاست"  په نومه ياد کړو او د مګرو ملتونو نه يې غوښتنه وکړه چې په کرېمن چک ښار کې په يو مارکېټ د روس د ميزایلو د حملې تحقيقات دې وکړي. د وي او ای د رپورټ ترمخه نوموړي د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د غړو نه وپوښتل،"څوک د دې خبرې سره متفق نه دي چې دغه ترهګري نه ده؟" نوموړي دغه غبرګون د ګل په ورځ د روس لخوا په يو شاپنګ مال د خونړي ميزايلي بريد په ځواب کې ښودلی چې پکې ۱۸ عام ملکي وګړي‌ وژل شوي دي. ښاغلي ذېلنسکي ووېل،‌ په نوره نړۍ کې چې څوک هم بې ګناه ملکي‌ وګړي ‌وژني هغوي ترهګر ګڼل کېږي نو په دغسې خونړي بريدونو دې روس ته هم ترهګر رياست و وېل شي او نړۍ دې ورسره د ترهګرۍ په سر حساب وکړي. خو په امنيتي شورا کې د روس استازي ډي مېتري پوليانسکي دغه تورونه رد کړي چې روس په شاپنګ مال بريد کړی. هغه وویل روس په دې جنګ کې داسې وسله کاروي چې پخپل هدف برابر لګي. د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې روس يو مستقل غړی دی. د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته په اخيري وخت کې د تقرير موقع په ورکولو د روس استازي د شورا د غونډې نه احتجاج وکړو. روسي استازي وپوښتل چې ولې د دوی د مشورې نه بغېر د يوکرېن صدر ته د وېنا اجازت ورکړی شو؟ د روس مرستيال سفير ډي مېتري پوليانسکي د اجتجاج په وخت وویل ‌د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته د تقرير موقه ځکه ورکړې شوه چې د نړۍ خواخوږي تر لاسه کړي او په مېډرډ کې د ناټو د روانې غونډې په وخت ورله نوره وسله ورکړی شي. د سپېن په پاېتخت مېډرډ کې د ناټو اېتلاف غونډه روانه ده چې په شروع کې يې ترکي د فنلېنډ او سويډن په ناټو اېتلاف کې د شاملېدلو په سر خپل اعتراضونه بېرته اخیستي او په نېټو کې د دواړو ملکونو د شاملېدو ملاتړ يې څرګند کړی دی. د ناټو جنرل سېکټري ين سټولټن برګ غونډې ته ويلي،"صدر پوټن د ناټو دروازې بندلو کې ناکامه شوی، هغه ناټو کمول غوښتل خو اوس پکې فېنلېنډ او سويډن هم شاملېږي چې ناټو به نوره خوره شي" ښاغلي سټولټن برګ د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته ډاډ ورکړو چې ناټو به ورسره کلک ملاتړ کوي. نوموړي وویل غربي پوځي اتحاد اووه چنده زيات شوی او شمېره يې د ۴۰۰۰۰ نه ۳۰۰۰۰۰ ته رسېدلې ده. د دغې غونډې اېجنډه د ناټو اېتلاف ته د روس او چين لخوا د ورپېښو چېلنجونو مخه نيول دي. د امريکې صدر جوباېډن غونډې ته پخپله وېنا کې ويلي، "زه نن په يورپ کې خپل پوځونو نور زياتولو اعلان کوم، د دې کال په شرو کې مونږه يورپ ته نور ۲۰۰۰۰ پوځيان استولي چې دغلته د بدليدونکي امنيتي چېلنجونو مخه اونيسي، دې سره په يورپ کې زمونږه د پوځيانو شمېره يو لاک ته رسېدلې ده" صدر باېډن اوېل امريکا د سپېن سمندر ته خپله جنګي بېړۍ هم استوي او پولېنډ او رومانيه ته نور پوځيان هم ليږي چې د روس لخوا د ممکنه بريدونو مخه ونيسي. د ناټو په غونډه کې په روس د نورو بنديزونو او د يوکرېن د پاره د نورپوځي ملاتړ غوښتنې وشوې. یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

29.06.2022 ډیوه

طالبان وایي د سیاسي، اقتصادي او بنکي موضوعاتو په سر امریکاییانو سره خبرې کوي

واشنګټن  - طالبانو یو ځلي بیا د امریکاییانو سره د مذاکراتو دپاره، خپل استازي قطر ته لېږلي او وایي چې د امریکایي استازو سره به په سیاسي، اقتصادي او بنکي موضوعاتو باندې خبرې وکړي. په افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې د دوی د نګران خارجه وزیر، امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی، د امریکاییانو سره د مذاکراتو په مقصد قطر ته تللی دی. د طالبانو خارجه وزارت نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [۲۹مه د جون] یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې قطر ته په لېږل شوي پلاوي کې د افغانستان مرکزي بنک او مالیې (خزانې) وزارت چارواکي هم شامل دي. د طالبانو په بیان کې دا هم ویلی شوي چې د دوی لېږل شوي استازي به په سرښار دوحه کې د افغانستان دپاره د امریکا د خاص استازي او د امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري. د طالبانو وینا ده چې په دې ملاقاتونو کې به "د سیاسي موضوعاتو سربېره پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز وشي." یاده دې وي چې امریکايي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. امریکا او د نړۍ هېڅ بل ملک تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، د افغانستان خارجي اثاثې کنګل پاته دي او له دې اړخه طالبان د فشار او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. مګر بل اړخ ته د واشنګټن پوسټ اخبار تازه خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د طالبانو له مشرتابه سره په داسې یوې منصوبې کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته رسايي پیدا کړي. واشنګټن پوسټ د نهې/سې شنبې په ورځ [۲۸مه د جون] د درېیو باخبره امریکایي چارواکو په قول یو رپوټ کې وویل چې د امریکا د دې کار مقصد، په افغانستان کې سخت بحران او د خلکو لوږې ته د حل لارې موندل ښودل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د انخلا او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، امریکا په نړیوالو بنکونو کې د افغانستان بانک اوه بېلینه ډالر ګنل کړل. د طالبانو د واکمنیدو وروسته، افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ شوی دی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونشي، ۹۷فیصده افغانان به له روان بشري حالته اغېزمن شي. یوناما د بشري خلاف ورزیو پلټنې کوي په افغانستان کې د طالبانو له اړخه د بشري حقونو خلاف ورزیو یو ځل بیا په نړېواله کچه اندېښنې راپارولي دي. په دې وروستیو کې چې طالبانو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو هزاره طالب کمانډر په ضد څه پوځي کاروایۍ وکړې، داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني طالبانو هلته عام خلک وژلي او جنګي جرمونه یې کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي (یوناما) وایي په دې اړه څېړنې کوي. د ګل/دوشنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ په ګډون ځینو نړیوالو ادارو هم وویل چې طالبانو په بلخاب کې د وسله وال مزاحمت په ځواب کې ملکي خلک نیولي او وژلي دي. د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تیره اونۍ په بلخاب ولسوالۍ کې له دوی څخه د جلا شوي هزاره کمانډر مولوي مهدي د پلویانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړ او تر هغه وروسته په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د عامو خلکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شول. طالبانو دا رپوټونه بې بنیاده پروپګېنډا بللې او وایي چې په بلخاب کې یې هېڅ عام کس ندی وژلی.   د دې رپوټ زیاتره معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي.  

29.06.2022 ډیوه

سپین بولدک کې دطالبانو اؤ پاکستاني چارواکو غونډه،په چمن پوله افغانانو ته داسانیو ورکولو پرېکړه شوې

پاکستان اؤ افغانستان دچمن په ګډه سرحدي پوله اوښتوونکو ته په یو شمیر اسانیو سلا شوي چې له مخې به یې اوس پر تصدف پیکټ (معزل ګلۍ) هره ورځ دافغانستان له لوري دکمېسارۍ په پرچۍ سل کسان د پاکستان لوري ته اوړي. ددې ترڅنګ به ۲۵ کسان ناروغان چې د کمېسارۍ د ډاکټرانو له لوري معرفي سي، پر معزل ګلۍ به پاکستان ته اوښتی شي. دا پرېکړې دسه شبه په ورځ دکندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دافغان اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ په چمن سرحدي پوله دموجودو ستونزو د له مینځه وړلو په موخه راجوړې شوې غونډه کې شوې دي. دکندهار د ولایت دمقام په اعلامیه کې ویل شوي چې دې غونډې ته دپاکستان څخه دبلوچستان ایالت دکور کمانډر چوهدري سرفراز علي خان په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی ورغلی ؤ چې دنورو پوځي چارواکو ترڅنګ دبلوچستان چیف سیکرټري اؤ دچمن ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخیل هم برخه درلوده. خبرو اترو کې دافغانستان دپلاوي مشري دکندهار والي محمد یوسف وفا کوله اؤ دده سره په پلاوي کې دکندهار نور امنیتي اؤ اداري مشران هم ملګري وؤ‌. دکندهار ولایت د رسنیو اؤ معلوماتو مرکز پخپله اعلامیه کې ویلي غونډه کې دواړه خواؤ تر اوږه بحث وروسته پرېکړه وکړه چې دافغانستان دخاورې نه پاکستان ته دمیرمنو اوښتو لپاره به دچمن په پوله دپاکستان لخوا یوه جلا لاره جوړیږي چې ددغه لارې ځائ به ورته دافغان دولت له لوري په نخښه کړل کیږي. همدا شان دواړو خواؤ موافقه کړې ده چې په دروازه دستونزو څېړلو اؤ دهغې دهواري لپاره به یوه دوه اړخیزه کمیټه جوړولی شي چې دغه کمیټه به هره ورځ په تواتر سره خپلې غونډې کوي. اعلامیه کې راغلي چې دطالبانو دحکومت له لوري په دې غونډه کې پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړل شوی چې د لویې اختر لپاره به دافغانستان څخه د دیرشو زرو څخه نیولي تر څلویښتو زرو پسونو یا ګډاګانو پاکستان ته د ور اړولو اجازه ورکړل شي. پاکستان لا په رسمي ډول ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي . تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې په چمن سرحدي پوله وخت په وخت دپاکستان دامنیتي چارواکو اؤ طالبانو ترمنځ وخت په وخت جنجالونه پیدا شوي چې له امله یې څو کرته دغه دروازه دطالبانو له لوري داحتجاج پو توګه تړل شوې هم ده خو بیا وروسته دمذاکراتو دلارې دروازه پرانستل شوې ده. وروستی جنجال دپاکستان اؤ افغان طالبانو دحکومت ترمنځ په پوله د ازغن تار لګول کیدو له امله وروسته له هغې پیدا شوې و چې طالبانو په ګډې پوله دپاکستان لخوا لګول شوی ازغن تار اؤ کټارې ورماتې کړې اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې دعوه شوې وه چې ددواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ د ازغن تار په جنجال ډزې هم شوې دي

29.06.2022 ډیوه

دپرمختیایي پروژو خوندي کولو لپاره دبلوچستان په ټولو لویو لارو دامنیتي ځواکونو ګمارلو منظوري ورکړل شوه

د بلوچستان کابينې د پرمختيايي پروژو د خوندي ساتلو لپاره د صوبې په ټولو قامي لویو لارو د امنيتي ځواکونو د ګمارلو منظوري ورکړې ده. د وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ دبلوچستان کابینې راجوړه شوې غونډه كې د بهرنیو پانګوالو د امنیت په ګډون د ۳۰ نکتو په ایجنډه غور اؤ بحث شوی اؤ په يو شمېر مهمو چارو پرېكړې شوې دي۔ وزیر اعظم شهباز شریف ګوادر ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د بهرنیو پانګوالو او د دوئ دشرکتونو کارکوونکو ته د امنیت په نشتوالي اندیښنه څرګنده کړې وه. د حکومتی چارواکو ترمخه کابينې په غونډه کې بلوچستان صوبه کې د پرمختيايي بهير د دوام ژمنه وشوه او په دغه صوبه کې د قامی لويو لارو او پرمختيايي پروژو د بشپړ امنيت د تامينولو په خاطر يې د اغيزمنو اقداماتو په باب موافقه وکړه. کابینې په صوبه کې نظم د ښه والي لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ د رابطې غوښتنه وکړه اؤ‌ ددې ترڅنګ کابینې ته د كوسټل هایي وی پوليس جوړولود پلان په اړه احوال هم ورکړل شو۔ دسیاسي چارو څېړونکی سید علی شاه وايي په بلوچستان کې سرمایه کارانو ته بشپړه خوندي چاپیریال ورکول او د صوبې امنېتي وضعیت ښه کول ګران کار دی تر څو چې خلکو ته پر خپلو وسایلو واک نه وی ورکول شوی. بلو چستان کې هر کال حکومت د امن اومان په نوم مالي بودېجه کې اضافه کوي اؤ سږکال هم ددې له پاره ۴۴ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوې دي. بلوچستان کې په امنیتي اقداماتو یا پروژو د زیاتو پیسو لګولو کیدو باوجود هم سږکال په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د نا امنېو په پېښو کې ۴۰ عسکر او ۹۰ ته نزدې ولسی خلک چې زیاتره یې پښتانه او بلوڅان دي، وژل شوي دي.

29.06.2022 ډیوه

د ټي ټي پي مشر: د فاټا د بحالولو په غوښتنه کلک ولاړ یوو

د پاکستاني طالبانو [تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي] مشر وايي، د پاکستان د حکومت سره يې خبرې روانې دي، چې د پاکستان د حکومت د طرفه د دغو خبرو مشري د ايي اېس ايي پخوانی مشر د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد کوي، خو په دغو مذاکراتو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

29.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more