ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ناروې کې په یو "تروریستي" برید کې دوه تنه وژل شوي 

د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د شنبې په ورځ جون ۲۵ د همجنسبازانو کلنی لاریون وروسته له هغه لغو شو چې د ښار په منځ کې دوه تنه په «ترهګریز» ډزو کې ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول. 

25.06.2022 امریکا غږ

سيکانو د امنيت له کبله د پېښور نه پنجاب ته کډې کول پېل کړي

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې مېشت سيکان وايي، په وروستيو کې د سيکانو د وژنو پېښې اندېښمن کړي او دومره ويرولي چې د سيکانو ډېرې کورنۍ د امنيت دپاره پنجاب صوبې ته کډه شوي او نور هم هڅې کوي چې د پېښور نه بل ځل ته منتقل شي.

25.06.2022 ډیوه

یونیسف: د پکتیکا او خوست زلزله کې ۱۲۱ ماشومان مړه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیري چهارشنبې شپې زلزله کې ۱۲۱ تنه ماشومان هم مړه شوي دي.

25.06.2022 امریکا غږ

ایران: طالبان دې د هلمند اوبو معاهدې اړوند ژمنې عملي کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو امیر حسین عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د هلمند اوبو اړوند معاهدې د عملي کېدو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دی.

25.06.2022 امریکا غږ

د اختلافي بيانونو باوجود هم د ټي ټي پي سره خبرې لا روانې دي؟

په داسې حال کې چې د پاکستان او تحریک  طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د يو بل خلاف بيانونه مخې ته راغلي، د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي د هغه د مالوماتو ترمخه د ټي ټي پي سره خبرې لا هم روانې دي.

25.06.2022 ډیوه

پکتیکا کې د زلزله زپلو سختې ورځې

د ملګروملتونو د راپور له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له زرو تنو اوښتی. د دې زلزلې مصیبت ځپلي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویې موسسې هڅه کوي چې دوی ته مرستې ورسوي. په همدې حال کې ملګروملتونو له دې مصیبت ځپلو سره د بېړنۍ مرستې لپاره د لږترلږه ۱۵ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

25.06.2022 ازادي راډیو

د امریکا کانګرس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه

په متحده ایالاتو کې د وسله وال تشدد په څو پیښو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر کسانو تر وژل کیدو وروسته کانګریس جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه.

25.06.2022 امریکا غږ

کراچۍ نه بې درکه شوی دټولنیزو رسنیو فعال اؤ خبریال ارسلان رینجرز ځواکونو ازاد کړو

خبریال اؤ ټولنیز فعال ارسلان خان دوه ورځې وړاندې کراچۍ نه بې درکه شوی و خو د هغه په بې درکۍ د انساني حقونو د نظیمونو د احتجاجونو وروسته درینجرز ځواکونو ترجمان وایي چې ارسلان یې خوشی کړی دی. دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل،پاکستان کې دخبریالانو تنظیمونو، دبشري حقونو فعالینو اؤ سیاستمدارانو د ارسلان په پورته کولو اندېښنې ښکاره کړې وې اؤ دهغه دموندنې لپاره دکراچۍ بچ کړئ په نوم یو تنظیم د احتجاج پیلولو ګواښ هم کړی ؤ. درینجرز ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې پخلی کړی چې ارسلان دوئ پورته کړی ؤ اؤ وایي چې پلټنو کې دهمکارۍ په خبرداري یې هغه بیرته خوشې کړی دی. ویاند ویلي محمد ارسلان دیوې ترهګرې ډلې سره د تماسونو له امله نیول شوی ؤ اؤ دپلټنو په مهال دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې ارسلان دترهګرې ډلې نه په مبینه توګه مالي مرستې هم ترلاسه کړي دي. د رینجرز ځواکونو د ویاند له مخې دهغه دنیولو لپاره دکراچۍ کلفټن سیمه کې عملیات داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي وؤ. ارسلان په تولنیزه رسنۍ ټویټر د "ای کی۴۴" په نوم فعالیت کوي اؤ ددې ترڅنګ هغه د "کراچۍ وژغورئ" په نوم دیو ټولنیز سازمان فعال غړی هم دی. تر دې وړاندې هغه دپاکستان یو شمیر رسنیو سره دخبریال په توګه هم دندې ترسره کړې دي. دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټی انټرنیشنل دهغه له کوره په پورته کولو اندېښنه ښودلې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي وؤ پاکستان کې د رایې په اختلاف دسزا ورکولو لپاره دخلکو له خپلو خپلوانو نه دلرې کولو دا ناوړه عمل باید ودرول شي. ډان ورځپاڼه وایي دکراچۍ وژغورئ سازمان مشر خرم نئیر ورته ویلي چې دارسلان له خپل کوره دپورته کولو په مهال دهغه پورته کوونکو دارسلان میرمنې ته ویلي ستا دمیړه "ډیر غږیدل شورو کړي دي" په کراچۍ کې دخبریالانو سازمان کراچي یونین اف جرنلسټئ هم پخپل یو بیان کې دارسلان دپورته کولو دعمل په سختو ټکو کې غندنه کړې وه اؤ دهغه نیول یې د رایې څرګندولو دحق څخه سنګینه سرغړونه بللې وه پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت ګڼ شمیر خبریالان اؤ د ټولنیزو رسنیو فعالان پورته کړل شوي اؤ بیا یې له ځورولو وروسته خوشې کړل شوي اؤ یا هم وژل شوي دي. په جبر دبې درکیو دې عمل کې اکثره خلک دهیواد دطاقتور پوځ استخباراتي ادارې ککړې بولي خو پوځ ددې تورونو رد کوي

25.06.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې پر طالبانو د فشار زیاتولو غوښتنه وشوه

په پام کې ده چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اونۍ یوځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر موضوع بحث وکړي. د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند رونالډو ګومېز وايي، ټاکل شوې چې دا شورا به د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د اندېښنو په اړه بحث وکړي. نوموړي پرون- جمعه خبریالانو ته وویل، دا غونډه د فرانسې او اروپايي ټولنې د وړاندیز په اساس جوړېږي. د فرانسې او اروپايي ټولنې سفیرانو د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو د زیاتېدو له کبله اندېښنه لري. په مکتوب کې په افغانستان کې د ښځو لپاره د کار او تګ راتګ د محدویتونو یادونه هم شوې ده. د ښځو د حقونو یوې فعاله فرشتې یعقوبي آزادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ښځې اوس د پوهې هغې کچې ته رسېدلې دي چې خپلې مشروع غوښتنې په وضاحت سره بیان کړي. هغه وايي: "د ښځو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې په ټولنه کې د انسان په توګه وپېژندل شي او نور لومړني او اساسي حقونه یې ورکړل شي لکه د زده کړو، تحصیل، کار، او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د مشارکت حقونه چې دا د افغانانو له ټولنیزو او دیني او فرهنګي ارزښتونو سره په تضاد کې نه دي." د فرانسې او اروپايي ټولنې سفیرانو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي دي چې په دې اړه یو بېړنی پرېکړه لیک هم خپور کړي. مېرمن یعقوبي وايي، د ښځو د حقونو په برخه کې پر طالبانو فشار نتیجه ورکوي. یعقوبي زیاتوي: "هغه مرسته چې نړیواله ټولنه یې کولای شي دا ده چې باید طالبان اړ کړي چې د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني. د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې فشار ډېر اغېز لرلای شي او اسلامي امارت دې ته اړ کولای شي چې د افغان ښځو لومړني او اساسي حقوق په رسمیت وپېژني." طالبان څه باندې لس میاشتې مخکې پر ټول افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې ښځې له کاره منع شوې او د نجونو پرمخ د منځنيو ښوونځيو او لېسو دروازې بندې شوې. طالبانو ویلي دي، چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي او د نجونو د تعلیم په برخه کې پر یوه لایحه کار روان دی.

25.06.2022 ازادي راډیو

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته تللی

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل تهران ته په ناڅاپي سفر جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) روان شوی چې د ایران د اتومي موافقې په هکله په ټپه ولاړو خبرو د بیرته پیل کیدو لپاره یوه هڅه بلل کیږي.

25.06.2022 امریکا غږ

ترکي ته د سعودي ولي عهد د سفر باوجود د دواړو ملکو ترمنځ شکونه موجود ګڼل کېږي

ترکي ته د محمد بن سلمان د دورې په اړه سعودي عرب او ترکي په مشترکه بیان کې وویل د سعودي ولي عهد سفر د خلوص او ورورولۍ په ماحول کې ترسره شو خو په بیان کې ترکي سره د سعودي عرب د مالي ملاتړ په اړه څه اعلان نه و

25.06.2022 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې تر 3000 پورې مرکزونه ووټرانو د فهرستونو نه تېروتنې لرې کوي

د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وایي د صوبې بېلابېلو برخو کې یې د ووټر لېسټونو نه تېروتنو ویستلو لپاره قابو درې زره مرکزونه جوړ کړې دي، چرته چې عام خلک کولې شې چې خپل ووټ رجسټرډ کړي او يا هم دخپل درج شوي ووټ نه هر رقم تېروتنه وباسي. دالیکشن کمیشن له مخې دا مرکزونه زياتره په سرکاري سکولونو کې جوړ کړی شوې چې تر ۳۰م جون به فعاله وي، د ووټونو درج کولو اؤ ترې دتېروتنو ویستلو لپاره دا مرکزونه وروسته له هغې پرانستل شوي چې په دې وروستیو کې په سوشل میډیا یو شمیر سیاسي مشرانو اؤ فعالینو نیوکې وکړې چې د الیکشن کمیشن لخوا د ووټرانو په اندراج کې ګڼ شمیر غلطۍ مخې ته راغلي دي. په خېبر پښتونخوا کې په تير قامي الیکشن کې پنځه څلويښت فيصده خلکو خپل ووټونه اچولي وؤ . په چارسده کې جنرل کونسلر عرفان الله وي او ای ډيوه ته وایي د ووټونو دغلط اندراج او د ښځو ووټونو له دنه راوتلو له امله د ووټونو اچولو شرحه کمه ده، د الېکشن کمېشن چارواکي وايي دمرکزونو ترڅنګ الېکشن کمېشن کې د ووټ اندراج نه دتېروتنې ويستلو د پاره 8300 نمبر ته په موبائيل ميسج کېدی شي ترڅو یو ووټر خپل ووټ په سمه توګه درج کړي. دالېکشن کمېشن چارواکي وايي که ښځې نه شي کولی چې دغو مزکرونو ته پخپله لاړې شي نو د کور سړي يې هم کولی شي چې دغو مرکزونو  ته ورشي او د ووټ په اندراج کې موجودي تېروتنې سمې کړي. دالیکشن کمیشن دچارواکي په وینا هرکله چې د الېکشن نېټه اعلان شي نو بيا دوي نه شي کولی چې د ووټونو په اندراج کې کوم بدلون وکړي۔ د کال 2017م د سر شمېرنې ترمخه د خېبر پښتونخوا ټوله ابادي35.5 ميلينه ده او ورسره 50 لکه ابادي د  قبايلي ضلعو ده،په دې کې نزدې نيمایي ابادې د ښځو ده،  دالیکشن کمیشن دشمیرو له مخې په ټوله صوبه کې څه کم يوويشت ميلينه رجسټرډ ووټونه دي،چې د سړو مقابله کې د ښځو د وټونو رجسټريشن کم دي.

25.06.2022 ډیوه

دپاکستان پوځ وایي ډیره اسماعیل خان کې یې دوه ترهګر وژلي

دپاکستان پوځ دخېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډېره اسماعیل خان کې د دوو مطلوبه ترهګرو د وژل کېدو دعوه کړې. بل لوري ته دجمعې په ورځ د پیښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فیض حمید د جنوبي وزیرستان ضلعې سفر کړی او سیمه کې پوځي عسکرو  او ځایي خلکو سره یې لیدنې کړې دي. د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ويلي، دامنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځه جګړه د ډیره اسماعېل خان په کلاچي سیمه کې شوې او د ډزو په تبادله کې دوه وسله وال وژل شوي دي. پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي. پوځ د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي دي. د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې. پوځ په دې نښته کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. په ډېره اسماعېل خان کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر مینځ راونه د خبرو لړۍ دتاو تریخوالي ښکار شوې ده او پاکستاني طالبانو دحکومت اؤ پوځ هغه څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ټي ټي پي سره به خبرې دپاکستان دایین په چوکاټ کې کولی شي. ټي ټي پي پخپل یو تازه بیان کې په زغرده اعلان کړی دی چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي. بل لوري ته سرچینې وایي تیره ورځ د پیښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فیض حمید د جنوبي وزیرستان د سفر پرمهال په اسمان منزه سیمه کې د پوځي چاوڼی په جوړولو د راون کار جاج اخستی او د علاقې په امنیت یې د ډاډ ښکاره کولو سره امنیتي سرتیري ستایلي دي. سرچینې وایي جنرال فیض حمید تر هغې وروسته په سام سیمه کې ځایي خلکو سره لیدلي او خلکو د هغوي په وړاندې د امنیت د ټینګښت سره بې درکه کسانو د موندلو، په علاقه کې ماین پاکي او موبایل انترنیټ دبحالي غوښتنې کړې دي. دسیمې انتظامیي چارواکي د کور کمانډر جنرل فیض حمید شمالي وزیرستان ته دسفر پخلۍ کوي او ویلي یې دي چې خلکو سره یې د هغوئ په غوښتنو دعمل کولو ژمنه کړې ده. کور کمانډر جنرال فیض حمید دا سفر په داسې حال کړی چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دتیرې یکشنبې نه را په دیخوا د علاقې نهه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

25.06.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان کې دپولیو بله پېښه مخې ته راغلې ده

افغانستان سره لګیدلې دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې دپولیو دناروغۍ یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې ورسره سږکال پاکستان کې دپولیو د پېښو شمیره ۱۱ؤ‌ ته رسېدلې ده اؤ دا ټولې پېښې هم دشمالي وزیرستان نه مخکې ته راغلې دي. دجمعې په ورځ دپاکستان د روغتیا وزارت ویاند دپولیو د رامنځته شوې نوې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د اتوؤ میاشتو یو ماشوم ته دپولیو وایرس ورپورې شوي دي. ویاند ویلي سږکال دپولیو ټولې پېښې دشمالي وزیرستان څخه مخې ته راغلې دي اؤ په دې کې بیا یوازې دمیرعلي څخه دپولیو اته پېښې ریکارډ شوي دي. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په شپارسمه نیټه د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو ته د پوليو دوه پېښې تاييد کړې وې او ویلي یې وؤ، دا پېښې د ميرعلي او دوسلي په سيمو کې مخې ته راغلي دي. هغه ويلي وؤ په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي. دپولیو دتازه پېښې نه وروسته دپاکستان د روغتیا وزیر عبدالقادر پټيل پخپل یو بیان کې ویلي دی چې دپولیو رنځ دنوغي ویستلو لپاره ګرد هیواد نه همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي اؤ باید والدین خپلو اولادونو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ارو مرو ورکړي. د شمالي وزیرستان د روغتیا محکمې ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وایي د دوی ټيمونه کور په کور ګرځي ترڅو ماشومانو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي خو خلک ترې ماشومان پټوي. دهغه په وینا دوئ هڅه کوي چې د جرګو د لارې دا خلک قانع کړي چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان د تلعمري معذوره کیدو نه بچ شي. دپولیو مضره ناروغي دټولې نړۍ نه ختمه شوې ده خو دا مهال دا ناروغي یوازې په پاکستان اؤ افغانستان کې پاتې ده. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو یوولس او تېر کال یوه پېښه مخې ته راغلې وه، په 2020 کې په پاکستان د پوليو 84 پېښې رپورټ شوې وې.

25.06.2022 ډیوه

د اوکراین ځواکونو د محاصره شوي سوېیردونېڅک ښار نه وتل شروع کړي

د تېرو څو هفتو راهسې روسي ځواکونو سره د سختې جګړې وروسته د اوکراین پوځونو د اوکراین د خیتځ ښار سوېیردونېڅک نه انخلا شروع کړې ده. د دې خبرې تصدیق د اوکراین یو سیمه اییز چارواکي کړی دی. د لوهانسک سیمې پوځ مشر سرېي هېدی وویل په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د سوېیردونڅک په لوري پرمختګ کوي دا خبره هېڅ معنا نه لري چې د اوکراین ځواکونه ړنګ شوي محاذونه ونېسي. هغه وویل په سوېیردونېڅک کې اوکرايني ځواکونو ته چې نویو مورچو ته منتقل شي. اوکراین وویل سوېیردونېڅک سره نژدې د لوهانسک سیمې بل ښار لسچېنسک روسي ځواکونو په مکمله توګه نیولی دی او روس ویلي په دغه علاقه کې تر 2000 پورې د اوکراین عسکر محاصره کړي دي. د وي او ای د رپورټ ترمخه په لوهانسک کې د روسي ځواکونو پرمختګ ښښي چې روس به د خپلې اندازې سر سم په ټوله علاقه قبضه وکړي، چې مسکو په اوکراین د یرغل هدف هم ټاکلی و. د اوکراین پوځي مشر د جمعې په ورځ خپل امریکايي هم منصب ته وویل په لوهانسک سیمه کې ثبات قایم دپاره اوکراین دې خبرې ته اړتیا لري چې د روس سره مساوي د ګزار قوت ولري. د اوکراین د پوځ مشر جنرل وېلري زېلوزني په ټېلېګرام خپل پوسټ کې وویل د امریکايي پوځ مشر جنرل مارک مېلي سره په عسکري فعالیتونو او په نړیوال تخنیکي امداد په موضوع خبرې وکړې. اوکراین ویلي روسي ځواکونه په دونباس سیمه کې د توپخانې چلولو له امله برتري او اوکرایني ځواکونو ته زیان رسوي. اوکرایني چارواکو د مغربي ملکونو نه په دې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې ده. د امریکې د دفاعيي چارو یو چارواکي سوېیردونېڅک نه د اوکرایني ځواکونو د وتلو فېصله مسلکي وبلله. دغه چارواکي خبریالانو ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل د اوکراین ځواکونه داسې ځای کې ځای په ځای کېږي چې په بهتره ډول خپله دفاع وکړی شي. دغه چارواکي وویل که څه هم روسي ځواکونو د سوېیردونېڅک چار چاپېره پرمختګ کړی دی او د دې یې دروند قیمت ادا کړی دی او لوی جاني او مالي نقصان یې شوی دی. دا هفته امریکې اوکراین سره د 450 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان وکړو. دا مرسته د هغه یو بېلین ډالرو مالیت امداد نه علاوه ده چې واشنګټن یې یوه هفته مخکې اعلان کړی و. بلخوا د يورپي اتحاد یورپین یونین مشرانو د جمعې په ورځ په برسلز کې غونډه وکړه چې روس نه د ګېس په اخیستلو کې د نور کمي دپاره تیاری وکړي. یورپي مشرانو د توانایي په متبادلو زریعو او د ګرانۍ اثر د کموولو په موضوعاتو هم خبرې وکړې او په مسکو یې الزام پورې کړو چې د توانای رسد د وسلې په څېر استعمالوي. یادونه: د دې خبري معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن، ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

25.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more