شاته

د علماوو د غونډې ځینې ګډونوال: د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه بحثونه شوي

د طالبانو د حکومت له لوري د دیني عالمانو د غونډې یو شمېر ګډونوال ادعا کوي، چې نن د دې غونډې په درېیمه ورځ یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په اړه هم بحثونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت له لوري د عالمانو په راغوښتل شوې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون پر موضوع د بحثونو ادعا.

د کابل ولایت نه په دغه غونډه کې دوه ګډونوالو د طالبانو په مشرۍ ملي رادیو تلوېزیون سره مرکو کې وویل، چې د دوی نننی بحث له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم متمرکز و.

د غونډې ګډونوال قاري عبدالکبار رمزي وویل: "په دې اړه چې دا د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستل شي، هم دیني علماوو خبرې وکړې، انشاءالله چې دا موضوعات ټول تاییدوي او هر څه به حل شي."

د غونډې بل ګډونوال مولوي شمس الله حقاني وویل: "د سولې او ملي یووالي په اړه بحث وشو، تر هغه وروسته زموږ د خویندو شرعت او اسلامي حجاب په چوکاټ کې د ښوونځیو پر ازادولو بحث وشو."

خو دا معلومه نه ده چې ایا رښتیا هم په دې ناسته کې په دې اړه خبرې شوي دي کنه.

له دې وړاندې د غونډې په لومړۍ او دوهمه ورځ طالب چارواکو او دیني عالمانو په دې اړه هېڅ ونه ویل او تر ډېره د غونډې د بحثونوموضوع په کورنۍ امنیت او سیاسي مسایلو ورټوله وه.

که څه هم تمه دا وه، چې د دیني عالمانو په دې غونډه کې په هېواد کې د نورو شته ستونزو تر څنګ له شپږم ټولګیو پوروته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون هم بحثونه وشي او د حل لارې به ورته ولټول شي.

بلخوا د لوړو ټولګیو ځینې زده کوونکې چې د طالبانو له لوري د دوی پر زده کړو بندیز لېګدلی او اوس په کورونو ناستې دي، غوښتنه کويچې د علماوو دغه بحثونه دې عملي کړل شي.

له دې ډلې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ثنا ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د طالبانو « علماوو» تر منځ پر ښوونځیو بحث شوی خوشحاله یم، هیله منده یم چې زموږ ښوونځي بېرته پرانیستل شي اونجونې خپل تعلیم ته دوام ورکړي."

د یادونې وړ ده، چې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، چې په هېواد کې د اکثرو سیاسي موضوعاتو او ترڅنګ یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل په اړه به د علماوو له شورا نه ترکیب شوې یو غونډه راوغوښتل شي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

نوموړي د عالمانو د غونډې په لومړۍ ورځ دغه شان له ملي تلوېزیون سره مرکه کې وویل، چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار کولو ستونزه به شرایطو ته په کتو حلېږي او کېدای شي د علماوو له لوري هم په دې اړه وړاندیزونه ترلاسه کړي او بیا به یې دوی د عملي کولو لپاره هڅې کوي.