شاته

امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان کې دافغان پولې ترڅنګ یې د داعش درې مهم ترهګر وژلي

دپاکستان امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان کې دافغانستان دپولې ترڅنګ یې عملیاتو کې د وسله والې ډلې داعش خراسان درې مهم ترهګر وژلي دي.

دجمعې په شپه ناوخته دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو سي ټي‌ ډي پخپل یو بیان کې ویلي دا عملیات یې دشمالي وزیرستان په غلام خان کې دافغان پولې ترڅنګ دپوځ په ملګرتیا کړي چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ درې نور بیرته افغانستان ته په تېښته بریالي شوي دي.

امنیتي ځواکونو دعوه کړې ده چې وژل شوؤ کې دداعش خراسان سیمه ییز کمانډر سعیدالله هم شامل دی.

د دوؤ نورو وژل شوؤ ترهګرو نومونه طلحه اؤ مستقیم خان ښودل شوي دي.

بیان کې راغلي چې وژل شوي ترهګر د بریدونو لپاره پاکستان ته را اوختل خو امنیتي ځواکونو وړاندې نه په ترلاسه کړې اطلاع هغوئ ته دغلام خان په بحد غرییزه سیمه دروني کې پوزیشن نیولی ؤ اؤ کله چې دغه ترهګرو امنیتي ځواکونه ولیدل نو ډزې یې پرې پیل کړې.

د سي ټي ډي دبیان ترمخه دامنیتي ځواکونو په ډزو کې درې ترهګر وژل شوي اؤ درې نور بیرته افغانستان ته تښتیدلي دي .

بیان کې دعوه شوې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې نه لاسي بمونه ، چاودیدونکي مواد اؤ وسلې هم ترلاسه شوي دي .

وسله والې ډلې داعش لا دپاکستان دامنیتي ځواکونو دې دعوې ته خپل څه غبرګون نه دی ښودلی.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري ترهګرې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

دامنیتي ځواکونو ترڅنګ داعش دهیواد بیلابیلو برخو کې دبمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو مسولیت هم قبول کړی دی.

امنیتي ځواکونو هم په نزدې وختونو کې دعملیاتو په مهال دداعش د ګڼ شمیر وسله والو د وژلو دعوې کړې دي .

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري په دې وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دداعش وسله واله ډله په ملک کې امن ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي