ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو خلاف منظم ظلم پای ته ورسوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي. میشل باچلې پرون (جمعه) په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت نهیلوونکی وباله. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وویل، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې په ډیر سرعت شاتګ کړی دی. د ښځو د حقونو منلو ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو د هڅو د همږغۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی و، په اوسني وخت کې چې د نړیوالو لپاره نورې مسئلې لومړیتوب لري، د افغان ښځو په ملاتړ کې د نړیوالو څرګندونې مهمې وبللې. دې ازادي راډیو ته همداراز وویل: "په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او د بشري حقونو د دفاع ټولنو استازو ګډون کړی او ټولو په دې حیرانتیا ښووله چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق نه لري او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي." د اغلې کوفي په وینا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې نهايي اعلامیه به د روانې جولای په اوومه صادره شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې په مارچ میاشت کې د افغانستان له سفره وروسته وویل، چې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو راګرځول شوي. همداراز ښځې له کار او ټولنیزو فعالیتونو بې برخې کړای شوې دي. اغلې باچلې پرون وویل، له تضمینونو سره سره په افغانستان کې د ښځو خلاف سیستماتیک ظلم دوام لري. طالبانو تراوسه پورې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کمېشنرې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو ویلي چې ښځو ته یې تر بل هر هېواد ښه حقونه ورکړي دي. فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ له شل کاله پخوا څخه بدل شوی نه دی او په پرونۍ غونډه کې وړاندیز وشو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې د دوی د مشرانو پر سفر بندیز ولګول شي.

02.07.2022 ازادي راډیو

امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان کې دافغان پولې ترڅنګ یې د داعش درې مهم ترهګر وژلي

دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري په دې وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دداعش وسله واله ډله په ملک کې امن ته تر ټولو ستر ګواښ دی

02.07.2022 ډیوه

 په پوځ له نیوکو وروسته صحافي ایاز امیر وايي نامعلومو کسانو پرې حمله کړې 

دپاکستان یو پېژندلی صحافي اؤ څیړونکي ایاز امیر وروسته له هغې نامعلومو کسانو ډبولی چې اوړمه ورځ یې یوه دستوره کې له نوم اخستو پرته په پوځ سختې نیوکې کړې وې اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته یې پرمخ ویلي وؤ چې ولې یې دهیواد ټولې چارې "پراپرټي ډیلرانو" ته سپارلې وې. ایاز امیر رسنیو ته ویلي چې حمله پرې دجمعې په ماسختن لاهور کې دپینځه شپږو کسانو لخوا هغه وخت شوې ده چې دی له دفتره کور ته روان ؤ. دپاکستان سیاسي اؤ حکومتي مشرانو،دخبریالانو ، وکیلانو اؤ بشري حقونو تنظیمونو اؤ دمدني ټولنې غړو په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ دا یې د رېښتوني غږ غلي کولو یوه ناوړه هڅه بللې ده. وزیراعظم شهباز شریف په صحافي ایاز امیر دشوي برید دپلټنو امر کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستلی اؤ دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب به باوري کولی شي. ایاز امیر اوړمه ورځ اسلام اباد کې د وکیلانو دیو سیمینار په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ته پرمخ سختې اورونې کړې وې او ویلي یې وؤ پاکستان اؤ جمهوریت ته په زیان رسولو کې عمران خان هم خپله پوره برخه اچولې ده اؤ دهیواد ټولې چارې یې پراپرټي ډيلرانو یا د زمکو کاروباریانو ته پرېښې وې. هغه نیغ په نیغه دپوځ نوم نه ؤ اخستی خو خپله وینا کې یې دپوځ د استوګنې دیوې پروژې" ډي ایچ ای" نوم اخستی ؤ چې په دغه پروژه عموماً پاکستان کې پوځ د زمکو دکاروباریانو په نوم یادیږي اؤ وخت په وخت عدالتونو هم په پوځ ددې پروژې له امله نیوکې کړي اؤ پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولې پوځ دخپلو اصل ذمه واریو پځائ د زمکو کاروبار ته لاس اچولی دی؟ ایاز امیر له برید وروسته خپل هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې دی یو موټر کې ناست دی اؤ جامې یې شلول شوي دي. پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت هغه خبریالان وژل شوي،تښتول شوي اؤ یا هم وهل شوي ځورول شوي چې دهیواد دطاقتور پوځ یا داستخباراتي شبکو دکړنو پرضد یې غږ پورته کړی دی. د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې امنیتي او یا استخباراتي ادارې په خبریالانو حملو کې لاس لري. پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې یې لیکلي دي کله چې ریاست اخلاقي بالادستي وبایلي نو تشدد ته لاس واچوي. هغه زیاته کړې ده چې په وګړو،خبریالانو اؤ دمخالفو ډلو په سیاستمدارانو تشدد پاکستان دفسطائیت بدترین دلدل ته ورکوزوي دپاکستان وتلی خبریال حامد میر چې پخپله هم په جبر دلادرکیو پرضد له غږ پورته کولو وروسته تیره موده کې د نامعلومو کسانو له لوري په یو وژونکي برید کې سخت ژوبل شوی ؤ، وایي پروسکال دمئ میاشت کې اسلام اباد کې نامعلوم کسان اسلام اباد کې دخبریال اسد طور کور ته ورننوتل اؤ په هغه یې تشدد وکړو. حامد میر وایي په اسد طور برید کوونکي تر ننه نه دي نیول شوي اؤ که چرې هغه ته انصاف ورکړل شوی ؤ نو نن به نامعلومو کسانو په ایاز امیر دحملې جرائت نه ؤ کړی. مشر خبریال شاهین صهبایي هم په ایاز امیر شوی برید په سختو ټکو کې غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي "پرون هغه څه سپینې سپینې خبرې کړې وې، دومره زر په هغه شوی برید دا خبره څرګندوي چې ځینې خلک ډیر پریشانه ، ویریدلي اؤ دسخت نفسیاتي فشار سره مخ دي، دومره عدم تحفظ ولې ـ مخکې خو داسې هیڅکله نه وؤ" پاکستان کې دخبریالانو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان فریډیم نیټ ورک، دپاکستان دخبریالانو مرکزي اتحادیې فیډرل یونین اف جرنلسټس، دپېښور دخبریالانو اتحادیې خیبریونین اف جرنلسټس،داسلام اباد د وکیلانو سازمان اؤ دهیواد ګڼ شمیر سیاستمدارانو هم په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې اؤ ددې دپلټنو غوښتنې یې کړې دي. دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اؤ وزیراعظم شهباز شریف هم دا برید غندلی اؤ پخپلو بیلابیلو بیانونو کې یې دصحافت اؤ صحافیانو خوندیتوب ارزښتناک بللی دی. وزیراعظم شهباز شریف پخپل بیان کې ویلي دپنجاب وزیراعلا ته یې ددې برید دپلټنو امر کړی اؤ ولس ته یې باور ورکړی چې برید کې ککړ کسان به دقانون منګولو ته راوستل کیږي. صدر عارف علوي ویلي په صحافیانو دتشدد پېښې دجمهوري اقدارو اؤ د اظهار دڅرګندونې د ازادۍ پرضد دی اؤ دې پېښه کې دککړو ملزمانو زر تر زره نیونه باید باوري کړل شي. دپاکستان په طاقتور پوځ اؤ استخباراتي ادارو تر دې وړاندې هم دمخالفه غږ پورته کوونکو د وژلو، تښتولو اؤ ځورولو تورونه لګول شوي خو پوځ دا تورونه تل په سختۍ سره رد کړي دي.

02.07.2022 ډیوه

امریکا به اوکراین ته د ځمکې نه په هوا کې هدف وېشتونکي مزایل ورکوي

د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي

02.07.2022 ډیوه

د وکي لیکس باني برطانوي عدالت ته خواست کړی هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي

د خفیه معلوماتو د رابرسیره کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزام هم لګول او امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو د څرګندېدو له امله د ګڼ شمېر کسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي دي

02.07.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

02.07.2022 امریکا غږ

د هندوستان سپریم کورټ: د پېغمبر اسلام په اړه د بي جی پي د پخوانۍ تجرمانې خبرو هېواد ته اورلګولی

د وي او ای رپورټ وايي سپریم کورټ په خپلو غېرمعمولي سختو الفاظونو کې وویل دې مېرمن په ټول ملک کې جذبات راپارولي دي او دا وخت چې په هندوستان کې څه کېږي یوازې دا "مېرمن" یې ذمه واره ده

02.07.2022 ډیوه

ترکي د وي او ای د ترکي ژبې خپرونو ته لاس رسی ځنډولی دی

د وي او ای موقتی مشری یولېنډا لوپېز اداره یې په کلکه د ار ټي یو کی د فېصلې مخالفت کوي. هغه وویل د ناخوښې نشریانو د مخنیوي دپاره دا د سېنسرشپ یو غیرمستقیم ګام دی. د جمعې په ورځ په یو بیان کې مېرمن لوپېز وویل د پېچلې ګامونو دلارې د وي او ای مخه نشي نیول کېدی

02.07.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

01.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

01.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

01.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

01.07.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.07.2022 امریکا غږ

ترکیې د امریکاغږ او دویچه‌ویلې خپرونې بندې کړې 

ترکیې د پنجشنبې په ورځ ناوخته جون ۳۰ (چنګاښ ۹) اعلان وکړ چې د امریکا غږ او دویچه‌ویلې د ترکي ژبې خپرونې یې ددې هیواد د رسنیو د مقراراتو د تنظیم له ادارې څخه د جواز نه اخیستلو په وجه بندې کړې دي.

01.07.2022 امریکا غږ

سپریم کورټ په ۲۲م جولایي د پنجاب د وزیراعلا په څوکۍ د بیا ټاکنې امر وکړو

دپاکستان سپریم کورټ پریکړه کړې چې د پنجاب د ضمنې ټاکنو پورې به حمزه شهباز د صوبې اعلا وزیر وي او د اعلا وزیر ټاکنه به د جولاېې په ۲۲ نیټه کولی شي- دجمعې په ورځ  دستر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیزه بینچ د پنجاب د اعلا وزیر د ټاکنې په اړه د لاهور هایکورټ دپریکړې په ضد د تحریک انصاف دخواست اوریدنه وکړه- د اوریدنې په مهال د اعلا وزیر دمنصب لپاره کاندیدانان حمزه شهباز او چوهدري پرویز الهي هم سپریم کورت ته وړاندې شول او اوریدنه کې دڅلور ځله ځند او  سلا وروسته پریکړه وشوه چې حمزه شهباز به د جولاېې په ۱۷مه نیټه د پنجاب په ۲۰ حلقو کې دکیدونکو ضمنې ټاکنو پورې د صوبې اعلا وزیر وي- دپنجاب اسمبلۍ دغه چوکۍ د تحریک انصاف دمنحرفو غړو دنااهله ګرځول کیدو له امله خالي شوي دي-  له پریکړې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې  د پي ټي ایي یو مشر اسد عمر وویل د سیاسي بحران ختمولو د پاره یې دا خبره منلې ده چې د تحریک انصاف د پنځوؤ ځانګړو چوکیو او د ضمني ټاکنو وروسته باید د اعلا وزیر ټاکنه وکړل شي- اسد عمر  ۲۲م جولایي پورې موده کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند له اړه د اثر اندار کیدو اندیښنې څرګندې کړې او وئ ویل چې په دې اړه دې سپریم کورټ خپله پریکړه واضح کړي-  بل پلو ته د مسلم لیګ مشر او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز وویل چې د اعلا وزارت د چوکۍ د پاره ورسره هم شمیره پوره ده خو د سپریم کورټ د پریکړې درناوی کوي او دعوې یې کړې چې په راتلونکو ټاکنوکې به هم دوي د اعلا وزارت چوکۍ وګټي- د پنجاب اسمبلې د تحریک انصاف د منحرفو غړو پر خالي شوؤ چوکیو د روانې جولایي د میاشتې په ۱۷مه نیټه ټاکنې کیدونکې دي- تیره ورځ د لاهور هایکورټ دشوې پریکړې ترمخه نن د جولایي په لومړۍ نیټه د پنجاب د اعلا وزیر ټاکنه کیدونکې وه- د لاهور هایکورټ جسټس صداقت عباسي په مشرۍ کې پینځه کسیزه بینچ د پنجشنبې په ورځ د مخالف تحریک انصاف ګوند او مسلم لیګ ق  په خواستونو د پنحاب صوبې د اعلا وزیر د انتخاب د پاره داچول شوؤ ووټونو د بیا شمیرې حکم کړی ؤ او دعدالت لخوا په دې اړه د صوبې ګورنر ته نن ماښام ۴ بجې د اسمبلۍ دغونډې رابللو امر هم شوی ؤ . د پنجاب اسمبلۍ ټولو ۳۷۱ چوکیو کې د اعلا وزیر د ټاکنې د پاره ۱۸۶ ووټونه پکار وې خو دا وخت په اسمبلۍ کې یوه ډله هم اکثریت نه لري-  د سپریم کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د تیرو دوؤ میاشتو راهسې د پاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې سیاسي کړکیچ دوام لري او د مسلم لیګ نواز ډله په وفاق کې هم د سختو سیاسي او اقتصادې چیلنجونو سره مخ ده او دشهباز شریف په حکومت کې شاملو ایتلافي ګوندونو کې سخت اختلافات رامنځته شوي دي.

01.07.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more