شاته

شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې درې نور کسان وژل شوي

سرچینې وایي دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دهدفي وژنو لړۍ دوامداره ده اؤ تیره ورځ په دغه سیمه کې درې کسان نور په هدفي وژنه کې وژل شوي دي.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دهدفي وژنو دا تازه پېښې دجمعې په ورځ میرعلي اؤ رزمک کې رامنځته شوي دي.

سرچینې وایي میرعلي کې دیو هوټل ترڅنګ په موټر سایکل سورو نامعلومو پټ مخ وسله والو ناتاره ډزې کړي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته د وژل شوؤ کسانو نومونونه عبدالرحمان اؤ احمدعلي ښودلي اؤ د ژوبل تن پیژندګلو یې دیعقوب په نوم کړې ده.

همداشان دشمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې امنیتي ځواکونو ته دیو نامعلومه تن مړی په لاس ورغلی چې د رزمک هسپتال ته یې رسولی دی.

سرچینې وایي چې دغه تن نامعلومو کسانو وژلی اؤ بیا یې دهغه مړی په یوه بیدیا کې غورځولی دی.

په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې چې دسیمې خلک یې دسختې ویرې سره مخ کړي دي.

تر دې وړاندې روانه میاشت شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د سيمې د ځوانانو دتنظیم يوتهـ اف وزیرستان څلور فعال په ډزو وژلي وژلي وؤ چې ددغو وژنو پرضد دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې سخت احتجاجونه هم شوي وؤ.

همداشان په 18م جون هم شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې څلور تنه وژل شوي وؤ.

په سیمه کې د هدفي وژنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی ؤ او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تېر کړی شوی و.

بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف د ترهګرۍ د ملا ماتولو او هر رقم ترهګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي د ضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شوي او تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی خو بیا هم په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي .

دعبدالرحمان په وینا د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي چې د علاقې عام خلک دي.

په شمالي وزیرستان کې دپاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.

خو د علاقې پولیس وایي هره پیښه د هدفي وژنې نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي .پولیس زیاتوي چې خلک دې په مقدمه کې کسان نوموي پولیس به یې پرضد ګامونه اخلي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي