شاته

د اوکراین په بندري ښار اودیسا د روسیې د توغندیو په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي

په اوکراین کې چارواکي وایي د اودیسا په بندري او تفریحي ښار د روسیې د توغندیو په برید کې چې جمعه جولای ۱( چنګاښ۱۰) یې کړی، لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپي شویدي.

چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان او د اوکراین دوه پوځیان هم شامل دي.

د اوکراین د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندیو پدې برید کې د خلکو د اوسیدو یوه وداني هم په نښه شوې. په اعلامیې کې ویل شوي چې برید د بیل هورود دنیس ترویسکي په ښارګوټی کې په یوې ۹ پوړیزې ودانۍ شوی.

د اودیسا د سیمه ایزې ادارې یو ویاند د اوکراین دولتي تلویزیون ته ویلي چې د ودانۍ یوه برخه نړیدل او ژغورونکي د هغو خلکو پسې ګرځي چې ښایي د ودانۍ د خاورو خزلو لاندې ګیر پاتې وي ځکه چې په برید کې د ودانۍ یوه برخه نړیدلې ده.

سره لدې چې روسیه دا نه مني چې په ګاونډي هیواد اوکراین د فبروري د میاشتې د یرغل راهیسې یې ملکیان په نښه کړي خو د اودیسا په ښار کې مسؤلین وایي چې یو توغندی پداسې سیمه کې لګیدلی چې خلک ورته د تفریحې لپاره ورځي او ګڼ شمیر کسان پکې ټپي شوي.

د اودیسا په بندري او تفریحي ښار د برید کولو څخه یوه ورځ وړاندې روسیې اعلان کړی و چې د "مار ټاپو" څخه یې ځواکونه ایستلي دي. دا ټاپو په تیرو څلورو میاشتو کې چې روسیې یرغل کړی، د اوکراین د مقاومت په یو سمبول بدله شوې.

روسیه دا ټاپو چې په تورې بحیرط کې د اودیسا ښار سره نږدې پرته ده، د جګړې په لومړنیو شپو ورځو کې ونیوله او له همدې ځایه یې له یوې خوا په اوکراین بریدونه کول او له بلې خوا یې هغه کښتۍ څارلې چې اوکراین د بندر څخه تللې او یا ورته راتللې.

روسیې دا ندي ویلي چې ولې یې دا ټاپو پریښې خو د اوکراین چارواکي وایي روسیه وروسته تر هغه د دې ټاپو پریښودو ته اړ شوه چې اوکرایني ځواکونو پرې د شپې لخوا د توغندیو او توپونو بریدونه وکړل.

اوکراین وایي چې په ټاپو کې ژوندي پاتې شوي روسي سرتیري په وړو کښتیو کې د ټاپو څخه وتښتیدل خو روسیه بیا وایي چې دا ټاپو د ښه نیت له کبله پریښې او ماموریت پکې بشپړ شوی