شاته

ایران کې زلزلې پنځه کسان وژلي او ۴۸ یې ټپیان کړي

د ایران دولتي رسنۍ ارنا راپور ورکړی چې د شنبې سهار وختي د جولای دویمه (چنګاښ۱۱) یوې نسبتا زورورې زلزلې د هغه هیواد په جنوب کې حد اقل پنځه کسان وژلي او ۴۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د امریکا د جیولوژي د سروې اداره وایي چې د ریکټر په کچه دغه شپږ درجې زلزله د ایران د هرمزګان ولایت د بندر عباس جنوب لویدیځ طرف په سل کیلومتري کې شوې ده.

ارنا وایي د شنبې د سهار له ۲ بجو څخه بیا د سهار تر ۹ بجو پورلې د بندر عباس شاوخوا سیمې ۳۳ ځله ولړزیدې چې تر ټولو زوروه زلزله د ریکټر په کچه ۶.۳ درجې وه چې په خلکو کې یې ویره خپره کړه او ددې لامل شوه چې د هغوی له شاوخوا ښارونو سیمو په ځانګړې ډول د بندر عباس له سیمې څخه سړکونو ته راووځي.

ایراني رسنیو ویلي له دې زلزلې وروسته چې لس کیلومتره تر ځمکې لاندې وه، مرستندویه ډلې د پيښې سیمې ته رسیدلي.

د تیر کال په نومبر میاشت کې هم په هرمزګان کې یو کس وروسته له هغه ووژل شو چې د ریکټر په کچه ۶.۴ درجې زلزلې یاده سیمه ولړزوله.

په ایران کې تر ټولو قوي زلزله په ۱۹۹۰ کال کې د هغه هیواد په شمال کې وشوه چې د ریکټر په کچه د ۷.۴ درجې وه او ۴۰ زره کسان یې ووژل.

ایران کې دا زلزله په داسې حال کې کیږي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان په جنوب ختیځ کې هم یوې زورورې زلزلې څه باندې زر کسان ووژل او د ۲۹۴۹ په شاوخوا کې یې نور کسان ټپیان کړل.