شاته

په افغانستان کې د القاعده او داعش په شتون د متحده ایالاتو اندیښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جمعه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په شتون د اندیښنې تر څنګ د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو په لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس وست د جون په ۲۹ مې او ۳۰ مې د یو جګپوړي پلاوي سره یو ځای چې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو تر څنګ د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې (USAID) استازو هم پکې برخه درلوده د قطر په پایتخت دوحې کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړلې.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، "د طالبانو پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي د افغانستان د خاورې څخه نور هیوادونه وګواښي".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي پلاوي د طالبانو سره په لیدو کاتو کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانانو په شتون اندیښنه څرګنده کړه.

خو بل پلو بیا طالبانو چې څه باندې ۱۰ میاشتې کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په هیواد کې د دې ډلو شتون رد کړی او دا یې هم ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل چا برید وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې دواړو پلاوو د افغانستان د ۳.۵ ملیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو په هکله هم خبرې کړي تر څو دا پیسې خلاصې او د افغانستان ولس ته ورکړل شي خو په اعلامیې کې راغلي چې امریکایي چارواکو په افغان میرمنو د بندیزونو په پراخیدو اندیښنه څرګنده کړې.

په اعلامې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس وست طالبانو ته په واضح توګه ویلي چې د میرمنو د حقونو خوندیتوب د امریکا او طالبانو د اړیکو د عادي کیدو سره ښکاره تړاو لري.