شاته

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: پوتین د شپې په وام کې بیده کیږي

د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر جیم مټیس چې په افغانستان کې یې هم نظامي ماموریت کړی جمعه جولای ۱ (چنګاښ۱۰) د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په هکله تنده وینا وکړله او په ګاونډي هیواد اوکراین یې د هغه یرغل کول "بې کفایته" ‍ او "احمقانه" وباله.

ښاغلي متیس پدې څرګندونو کې چې د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې یې وکړلې، د روسیې جمهور رئیس یې د یو افسانوي ډاریدونکي شخص سره پرتله کړ چې یو روسي ناول لیکونکي فیودوردوستو وسکي پخپلو لیکونو کې کارولی.

متیس وویل، "هغه (پوتین) د شپې په غصې ویده کیږي. هغه د شپې په وام کې ویده کیږي. هغه د شپې پدې فکر ویده کیږي چې روسیه بدو خوبونو محاصره کړې".

جیمز مټیس د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دورې کې د دفاع وزیر و خو په ۲۰۱۸ کال کې د ښاغلي ټرمپ سره د بهرنۍ پالیسۍ پر سر د اختلاف له کبله دنده پریښوده.

د دفاع دې پخواني وزیر د کوریا د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې په وینا کې د ښاغلي ټرمپ سره دا اختلافات په مستقیمه توګه یاد نکړل خو دومره یې وویل چې هغه داسې غیر معموله بهرنۍ پالیسي غوښته چې د متحده ایالاتو او متحدینو اړیکو ته یې ستونزې پیدا کولې.

ښاغلي متیس پخپلو خبرو کې تر ډیره حده تمرکز د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین او ګاونډي هیواد اوکراین یرغل باندې درلود. متیس پخپلو خبرو کې وویل چې پوتین "ذهني توازن نلري" او لدې کبله په عقل برابرې پریکړې نشي کولی چې شاوخوا یې داسې کسان کم دي چې سالمه سلا مشوره ورکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه تر ټولو ستر څه عبرت اخیستل کیدی شي، د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیم متیس ووویل، "بې کفایته جنرالان مه پریږدئ چې د عملیاتو مشري وکړي".

جیمز متیس په چین هم انتقاد وکړ چې له یوې خوا یې د روسیې سره اړیکې پراخې کړي و او له بلې خوا یې په اوکراین د روسیې د یرغل مخالفت ندی کړی.

هغه وویل، "یو هیواد ستر کیدی نشي که هغوي په اوکراین د روسیې د جنایي یرغل ملاتړ کوي".