شاته

د وکي لیکس باني برطانوي عدالت ته خواست کړی هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي

د خفیه معلوماتو افشا کوونکي وېب پاڼې وکي لیکس باني جولین اسانج د برطانيي یو عدالت ته خواست کړی دی چې هغه دې امریکې ته و نه سپارل شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د هغه د اسانج ورور د جمعې په ورځ وویل امریکې ته د سپارل کېدو مخه نیولو دپاره اسانج د لندن های کورټ ته خواست کړی دی.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د لندن عدالت ته د اسانج دغه خواست د هغه په قانوني جنګ کې ورستی ګام دی چې د تېرو لسو کلونو نه د زیات وخت راهسې دوام لري.

پنځوس کلن اسانج امریکې ته د 18 الزاماتو په لړ کې مطلوب دی. په هغه الزام دی چې په وکي لیکس یې د امریکې ګڼ شمېر خفیه پوځي او سفارتي معلومات افشا کړي دي.

د خفیه معلوماتو د رابرسیره کولو په سر امریکې په هغه د جاسوسۍ الزام هم لګول او امریکايي مامورین وايي د دغو معلوماتو د څرګندېدو له امله د ګڼ شمېر کسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د برطانیي د داخله چارو وزیرې پرېتي پاټېل د اسانج د اېکسټراډېشن یا امریکې ته د سپارل کېدو منظوري ورکړه او د مېرمن پاټېل دفتر وویل امریکې ته د اسانج حواله کېدل به د هغه د انساني حقونو خلاف نه وي او دا چې د هغه سره به مناسب سلوک کولی شي.

په اسټرېلیا کې د زېږېدلي اسانج ورور ګېبرېیل شیپټن وویل د اسانج د قانون پوهانو ډلې د برطانوي فېصلې په ضد خواست کړی دی.

روریټرز وایي عدالت به لومړی دا فېصله کوي چې ایا دغه خواست د اورېدو جوګه دی هم او که نا؟ او دا چې دغه قانوني عمل سر ته په رسېدو کې به څو میاشتې لګي.

شپېټن رویټرز ته وویل د اسټرېلیا حکومت نه هم غوښتنه کوي چې په دې معامله کې مداخلت وکړي چې دا بوږنوونکی خوب" ختم شي.

رویټرز وايي د اسانج قېصه په 2010 کې پس له هغې شروع شوه چې د جنسي جرمونو په لړ کې سوېډن د برطانيي نه د هغه د ملک بدر کولو غوښتنه وکړه.

په 2012 کې هغه دغه مقدمه وبېلېله او د دې نه وړاندې چې برطانيي هغه سویډن نه سپارلی وی اسانج په لندن کې اېکوېډور په سفارتخانه کې پناه واخیستله او اووه کلونه یې په دغه سفارت کې تېر کړل.

په 2019 کې اسانج بالاخېر د اېکوېډور د سفارتخانې نه راښکل شو او د برطانيي د ضمانت په خلاف ورزۍ جېل ته ولېږل شو. په دغه مهال په سویډن کې د هغه خلاف مقدمه ختمه شوي وه.
د 2019 د جون د میاشت راهسې اسانج امریکې ته د سپارل کېدو خلاف کوښښونه کوي.

امریکې ته د هغه د سپارلو د برطانيي د فېصلې په اړه د اسانج مېرمن سټېلا اسانج خبریالانو ته ویلي وو چې د دې په ضد په جنګېږي او په دې لړ کې به هره لاره لټوي.

یادونه: د دې خبري معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي