شاته

کاراکلپکستان قبیلې د اوزبیكستان د اساسي قانون په بدلون اعتراضونه کړي

د اوزبیکستان مقاماتو د شنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۱) وویل چې د اوزبیکستان د اساسي قانون په پلان شویو اصلاحاتو باندې ددې هیواد په نیمه خپلواکه سیمه کاراکلپکستان کې بیساري اعتراضونه پیل شوي دي.

د رویترز اژانس د رپوټ په بنسټ د اوزبیکستان په اساسي قانون کې پلان شوي بدلونونه به د نیمه خپلواکې سیمې کاراکلپکستان وضعیت بدل کاندي.

کاراکلپکستان د اوزبیکستان په شمال لویدیځ کې پروت دی چې په کې کاراکلپکس قبیله اوسیږي. دغه قومي اقلیت خپله ځانګړې ژبه لري او د اوزبیکستان د اوسني اساسي قانون له مخې دغه سیمه ددې هیواد دننه یو خپلواک جمهوریت دی چې حق لري د یوې ټول پوښتنې په نتیجه کې له اوزبیکستان څخه جلا شي.

د اوزبیکستان د اساسي قانون نوې نسخه چې دا هیواد غواړي په راتلونکو میاشتو کې پرې نظرپوښتنه ترسره کړي په کې به د کاراکلپکستان د خودمختارۍ او یا جلاوالي ذکر له منځه ولاړ شي.

د اوزبیکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا «د اساسي قانون په اصلاحاتو باندې د سوتد فاهم په نتیجه کې» د کاراکلپکستان یوې ډلې اوسیدونکو ددې سیمې په مرکز نوکوس ښار کې د جمعې په ورځ لاریون وکړ.

خو د کاراکلپکستان حکومت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې حکومتي ودانۍ ونیسي، پولیسو مداخله وکړه او د هغوی مشران او هغه کسان یې ونیول چې مقاومت یې کاوه.

د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت اوزبیکستان مقاماتو چې د روسیې سره نژدې اړیکې لري ویلي چې اوس پدغه ولایت کې چې دوه میلیون نفوس لري، نظم ټینګ شوی دی.

د اوزبیکستان د اساسي قانون په اصلاحاتو کې چې د ولسمشر شوکت میرزایف له خوا یې وړاندیز شوی د کاراکلپکستان د وضعیت بدلون یواځې د موضوع یو اړخ دی. ټاکل شوې پدغو بدلونونو کې مدني حقونه پیاوړي کړای شي او د جمهوري ریاست دوره له پنځه کالو څخه اوه کالو ته وغزول شي.

که دغه عمومي نظرپوښتنه د اساسي قانون اصلاحات ومني د ښاغلي میرزایف د جمهوري ریاست دوره به وغزیږي او همداشان هغه ته به اجازه ورکړي چې د دوو نورو دورو لپاره هم ځان کاندید کړي.