شعرونه
نظرونه.........باركوال مياخېل
نظرونه هر ښايسته انسان ته وايم، په نظر دي نه كړم سترګې دي خوند راكوي وايي: مننه ستا پخپله ښايسته سترګې دي خوږې خبرې چي كوي هغه څوك خوږ وبولم راته خواږه وګوري &nbs
رېنګه............ باركوال مياخېل
رېنګه(۱) سمه ده، نور به دي وخت ولې نيسم نور دي په زور ښايستې نه ږغوم بخښنه غواړم، نور سردردى درته نه جوړېږم نور دي د فكر له خوږې دونياګۍ نه باسم، &
د وژنې دود............ باركوال مياخېل
د وژنې دود ژوند مو را تېر شو د وژلو، ښخولو او پاتا په دود كې د چا مو هيلې او د چا مو ښادۍ و وژلې د چا مو زاڼې د هوس ښكار كړې د چا په زړۀ كې مو د مينې هوسۍ و وژلې ورور مو هم و واژه سپېره مو كړله مېنه د پلار پلار هم د زوى له غمه كډه وكړه د وطن مور هم سور پړونى پرې د وينو خپور كړ بس ټول مو و وژل
غزل ............ باركوال مياخېل
پټ پټ كوو مزل په زړونو تور راته ګوريد مينې رمه پيايو كلى كور راته ګوري دوې سترګې پرښتې يې مهربانې دي پر ماچي هرې خوا ته ځم په هغه لور راته ګوري چي خپل يې ګڼم وايي مي دوښمن ته هغه دانه نور ورته ګورم، نه دي نور راته ګوري وحشت يې زما د زړه افغانستان سوځوييو څو ناولې سترګې لكه اور راته ګوري له مينې به دي څنګه په ژوندوني اخلم لاسوطنه! ستا ب
غزل / نقيب الله نصرت - سنځاوۍ
خبر نۀ يم راغلي له كوم لوري څو وګړيو ماته د بلاوو غوندې ګوري څو وګړي نور زۀ هم مرګ ته غاړه ږدم بس دومره انتظار دى د زړۀ په دونياګۍ كې مي لا ښوري څو وګړي نفرت را رسواى نۀ شي سايه زما تر انګړهلرم داسې ځلانده لكه ستوري څو وګړي په مخه ورغلى په وار- وار يمه زۀ مرګ تهد مور د دوعا غوندې مي بس ژغوري څو وګړي شپه هم د هجر لنډه كړم لمر هم بس وهي څريك
څلوريځې
درځئ چي مړ كړو اور له وطنهزياتي جوړ نه كړو ګور له وطنهنور را پرې نه ږدو پردي تورمخينور و نۀ باسو ورور له وطنه *** ځئ را ستانه كړو وروڼه له جنګهچي خپله خونه بيا نه كړي ړنګهچيغه به وكړو او په اشر بهجوړه كړو مېنه، له مينې دنګه *** راسره دوى كه تل دوښمني كړيراسره وروڼه خپت(۱) په بدي كړيموږ به تېره كړو د مينې تورهچي د دوى كركه و
زه او ته / رحمت زلمى مندوخېل- حيدر اباد (سيند)
ګلې ته يواځې نه يې ډېرې پېغلې وې زړې شوې ورته خپل كور قتلګاه شو تاندې هيلې يې كي مړې شوې ګرانه! ته هم تنها نه يې ستا په رنګه ډېر ځوانان دي چي پياده او بې ملګرې د ژوندون پر لار روان دي زمااو ستا لاس يې تړلي د رواج په زنځيرونو ما او تا دواړه محروم يو د خواږۀ عشق له جامونو ما او تا به كوو دواړه بغاوت په ضد د خپلو ما او تا به كوو هڅه د رواج د ماتولو ځكه دا هغه رواج
غزل / محمدنعيم ازاد - پښين
د هجر شپه چي تر سهاره پورې رسي خدايه! ته مي په سترګو كې ژوندي و لرې كسي خدايه! هغه پښتون د زړۀ په غوښو پښتونواله پالي د چا چي يار و غربت دواړه مېلمانه سي خدايه! تل چي پرې سوي ګلان و وينم د چا په لاس كې ډ
غزل / شهيم كاكړ - ږوب
پكې قيمت د اوښكو هار نه لري پرېږده مانا د ژوند بازار نه لري خپل ټول ناهيلي ارمانونه وژنم چا راته وويل ازار نه لري د يار په زړۀ كې چي ټوكېږي يار ته داسې ګلونه هيڅ بهار نه لري
هايكوګانې / شهيم كاكړ - ږوب
له امريكې د خلكو دومره بد سول چي دوه غوايه يو بل په سر وهي هم دوى وايي دا د امريكې سازش دى :::: وايي چي خر هم په دولت خرخان شي نو بيا كم اصل بې هنر زردار ته هم صاحب نه، بايد خرخان ووايو :::: ياره قسم په خداى باور پرې وكه ستا نوراني مخ ته چي ګورمه زه لكه چي وايم د نېكيو كتاب :::: چي تكبر له جهالته كېږي نو بيا خو ډېر دغه مغرور عالمان
غزلې / بازخان الميار - ږوب (قمردين كارېز)
نه برى مومو او نه جنګ ختمېږيكله به دا د تورې شرنګ ختمېږي؟ واخلئ قلم پښتنو هر څه پرېږدئ!!تر څو چي وينه ځي فرهنګ ختمېږي چي خپله خاوره خپل اختيار وګټوبيا به په خاوره كې ملنګ ختمېږي تورمخې دا دي څنګه جنګ راوړىنه زما خوشال، نه ستا اورنګ ختمېږي
غزل / محمود اياز - كوټه
له اوبو كور جوړوم، پاس يې په هوا باندې ږدمكومه نامه به بيا په دې نوې دونيا باندې ږدم په كار ده منډه د دې كلي له خيرنو كوڅونوى بنياد بيرته له سره په ښكلا باندې ږدم ده نيمه شپه، راته شپېلۍ وهي يو څوك د وصالخداى لټومه او ګامونه هم په غلا باندې ږدم ګنډم به څو د ژوندانۀ وجود، په مينه مينهمرهم به څو په وينې- وينې كربلا باندې ږدم
غزل / داوود بخت مندوخېل - ږوب
يار مي په محفل كې چي ږغېږي نهدا خوى دى په ګل كې چي ږغېږي نه داسې نه چي ږغ له كبره نه كويسوچ يې وي په بل كې چي ږغېږي نه دا زما زخمي زړګى د ګل پر ځاىكښېږده په وربل كې چي ږغېږي نه خال په تورو زلفو سو وډر او كه؟
غزل / ځيركيار شېرانى - ږوب
لكه پتنګ داسې سوځېږمه په اور د مينېسپينه لمبه شمه ځلېږمه په زور د مينې كله نشه- نشه ويده شمه د مينې غېږ كېكله بوږنېږم روانېږمه پر لور د مينې دا چي څپې- څپې وشمې(1) سيلۍ مي وښورويپاڅم ترهېږمه بوږنېږمه په شور د مينې په مينه سوى، يم د مينې اور وږمينه وږمځكه هر چاته وركومه زه ټكور د مينې
د سولې كور
بابا تا خو د ډيلي پر تخت ور نه کړه، هغه لويه پښتونخوا د ننګ ټاټوبى، هغه ستا د نازوليو بچو مېنه، چي يې تاته درتۀ ياد په هندوستان کې، تا ويل په مينه مينه پښتنو ته، "د ډيلي تخت هېرومه چي را ياد کړم زما د ښکلې پښتونخ
غزل
(د ارواښاد عبدالله خيال د شعر پر مځكه) پښتون وطن يمه نړېږم بيا ارمان ونه کړېراشه په سرۀ اور کې سوځېږم بيا ارمان ونه کړېزه د ميرويس د سر شمله يم، د ابدال توره يمپه پردي ښار کې ليلامېږم بيا ارمان ونه کړېته مي ظاهر وينې سمسور چي د پسرلي غوندې يمدننه وار په وار ورانېږم بيا ارمان ونه کړېنن لا ژوندى يم راشه زړۀ مي دى په مينه ودانسبا له دې ځايه ستنېږم بيا ارمان ونه کړېراشه سپ
غزل
چي پر آس د کرکې سپور وي هغه تل پرځي لټېږيکوم سړى چي په زړۀ تور وي هغه تل پرځي لټېږيچي بېغمه له هر څۀ وي د هغو لار وي هوارهچي د چا په سر کې شور وي هغه تل پرځي لټېږيژوند يې ټول تيارۀ- تيارۀ وي، نوک وهي پر هره لارهچي سېځلى يې خپل کور وي هغه تل پرځي لټېږيچي زردار وي دلته هغه زړور وي سترګور ويچي نه زر او نه يې زور وي هغه تل پرځي لټېږيور پر سر د وياړ پټکى کړي دوښمن ورکړي خواږه زهرچي وژلى يې خپل ورور وي هغه تل پرځي لټېږيد
غزل
مينه ښکاره شي که هر څو يې څوک له چا پټويد لوېديځ غر و ګورئ لمر د ځان تر شا پټويدلته وګړي اوس پر هر چا وېشي غم او ژړادلته اوس خلک له ژوندون څخه خندا پټويد تندي خال يې چي پر ما د مينې وارى وکړساده کوچۍ راڅخه اوس هغه بلا پټويزاهد ښکاره سپينې جامې واغوندي پاک ښکاره شيد باطن خيري په توبو او په دوعا پټويزه يې د هيلو هر انځور د مخ پر پاڼه وينمجانان به څه له ما د خپل زړګي دونيا پټويلکه مرغۀ د ونې غوندې مي په غېږ کې پټ کړه
((د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ كمى دى)) / نذيراحمد نذير - هالينډ
په وطن تپه تياره د نور كمى دىپه خطر كې د پښتون د ژوند غمى دىڅه وحشي جګړې ته وتى هر زلمى دىد جګړې ډګر په مړيو ډك، نيمى دى(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى)) پښتانه اوس ظالمان پر خپل وجود ديپښتانه اوس نه د ګټې نه د سود ديپښتانه اوس د نفرت دي، نه د درود ديپښتانه اوس تور ديګي وهلي دود ديپښتنو كې خو اوس ورك د سر سړى دى(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
ګاونډيه اشنا!!!! / قاري هجران
ګاونډيه اشنا!!! زما په کور کې چي دا اور بلېږي زه به تر کومه حوصله کومهاې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنااجازه را يوه ګيله کومهIII زما پخې سړکې هم کچه شوېتا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړلزما کورونه شول د خاورو ډېرېتا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړلزما له کور نه هديرې جوړې شوېتا د خپل کور منځ کې باغونه جوړ کړلزما فرهنګ، کلتور، معارف ختم شوتا ښار په ښار
غزل / حافظ رحمت نيازى - كوټه
چي په بل باندې ځان وخوري تر بل جار شي په سړيو كې هغه سړى د كار شي موږ ليدلي دي يارانو ځينې خلك د خپل سر سلامتي غواړي او ګار شي د ولس درد وي را غونډ مي وي په زړه كې چي تر خولې دباندې راشي نو اشعار شي پروا نه لري كه كر د ګلو نه كړې"اغزي مه كره په پښو كې به دي خار شي" ك
غزل / بهار ناصر - ږوب
ته خو د يوسف ښايست هم كم حسابوې تر ځاننور خلك به خداى خبر چي څرنګه ګڼې تر ځان ختمه شي وفا درپكښې مړ شي مركزي كردارته لكه ناول لوستونكي تږي تېروې تر ځان زه هغه سړي ته خلكو توره بلا كړى يمكوم سړى چي زه ګڼم خپل زړه ته را نيژدې تر ځان اې زړګيه! ځان به دي مرګي درڅخه وړى ويته چي خلك پېژنې او يا بيرته راځې تر ځان دلته روايات د سړي قد هم كت كولاى شيمه ن
سوځېدلى وطن / نصيراحمد كاكړ - كوټه
يو خواته وطن مي د افغان اخيستى اور دىبل خواته مي زړه او هم مي ځان اخيستى اور دىسوات، بونير او دير مي سوځوي د جنګ په اور کېبنو، کوهاټ او وزيرستان اخيستى اور دىاوس خو مي مېلې او ښادۍ هم له ژړا ډکې سوېکور د پښتانه په هر زمان اخيستى اور دىنه مي جنازې، نه هديرې له بريده پاته ديهلته باجوړ، دلته بولان اخيستى اور دىلا خو د سپين سترګي غليم زړه راباندې سوړ نه دىلاندې که مي مځکې، پاس اسمان اخيستى اور دىپټ مي
غزل / باركوال مياخېل
کرکه به مړه کړو او پر وبه کړو خيرات د مينېځئ چي په هر زړۀ کې ودان کړو يو جومات د مينېد دې بې دردې دونيا زړه راباندې مه سړوهښايستې ما غريب ته راکړه سږ ذکات د مينېخولۀ به يې ټول عمر خوږه وي هيڅ ترخه به نه شيچا چي په ژوند کې وي خوړلي خواږه شات د مينېچي ورورګلوي او سوله دواړه يې شعار وګرځيخداى دي را جوړ کړي داسې ښکلى يو ولات د مينېما د جنت ننداره وکړله په دغه دونياله ژونده يووړم بل جهان ته ملاقات د مينېلکه ماشوم تل به د
ډار / باركوال مياخېل
ډار په هر زړه ننوتى ډار د تورې بلا غوندې خوشالي او هوس وړي ډار د ژوند له هره لوري کرار وړى دى په زوره تور مېږي د اندېښنو دي چي د هر سړي زړګى خوري هر سړى زموږ د کلي تل وهي دغه چ