تر دې د جبر انتها وایه څه نوره کېږي
چي مو د ژوند پېژندګلو د بم له شوره کېږي
دا ځل اسمان سم د بارودو جامې واغوستلې
دا ځل به ګورو چي پر غرو به واوره توره کېږي
څومره خیرن شو په خیرنو حادثو کي د وخت
په ائینه کي مي اوس بد له خپل انځوره کېږي
چېري چي لوی مبلغین د خدای رسول اوسېږي
راباندي ډزې هره ورځ له هغه لوره کېږي
دې غزېدلي تور ښامار ته یم فکرونو وړﺉ
چي مخنیوی به مو تر څو له خپله کوره کېږي
پېغلې زړې شوې او زلمي خاورو کي وغزېدل
د ماشومانو پرورش بې پلار او موره کېږي
...................................................