Khan Kakar

Profile Photo

خان زمان کاکړ، شاعر او لیکوال، د سویلي پښتونخوا د قلعه سېف الله د سیمې اوسېدونکی یم. له څو کلونو مي د لر وبر افغانستان په زیات شمېر مجلو او ورڅپاڼو کي بې شمېره تخلیقي، تحقیقي او تنقیدي لیکنې خپرې شوي دي. په شاعري کي نظم او غزل دواړه لیکم، لویه پېژندګلوي مي د سیاسي تجزیه نګار په حیث ده. په اردو ژبه کي مي هم زیات کار کړی دی.



Afghanistan's political front/ Khan Zaman Kakar

In today’s Afghanistan, the basic problem we face inside the state and society is the lack of a political front. Without a political front, the intra-Afghan dialogue process and the policy of national reconciliation cannot be crystallized in terms of the pragmatic sense of a nation state which has never been a tempting

18.08.2013 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

چي پرون جرم وه هغه کيسه نن عامه کېږي اوس مو نه ويره له فتوا نه له الزامه کېږي ښکلي چي وي غزل محتاج د ملايکو نه وي په دې لمحاتو کې تخليق بې له الهامه کېږي اوس يې د ياد له درده ټوله شپه په ځان رڼوم

25.05.2013 Khan Zaman Kakar

جنګ او امن / خان زمان کاکړ

  زموږ تمامه ترانه د امن د وحشتونو له تنوره ښکاري لکه چي چا ترې ترنم لوټلی داسې بې سُره، بې سروره ښکاري ****** په غوڅه ژبه ترانې د امن د جنګ نه زيات ظلم خو دا دی کنه

27.04.2013 Khan Zaman Kakar

که د مُلا شوه : خان زمان کاکړ

  که د ملا شوه دېوالونه به د اور جوړ کړي له پېښوره به د تورې بلا کور جوړ کړي فن او هنر به وي تړلی په زنځير د فتوا له نشتر هاله به زندان د رنتهنبور جوړ کړي ****** که د مُلا شوه نو د مينې افسانې به نه وي کومې آبادې او سوکاله خېلخانې به نه وي جنګ به مسلک وي، جنګ به وي د کاروبار وسيله تش به ټوپک وي، د بل هيڅ روزګار کيسې به نه وي ****** که د مُلا شوه نو پر ژبو به قدغن لګېږي او پر سرونو به مو رېس د

24.04.2013 Khan Zaman Kakar

د وينې پېغام / خان زمان کاکړ

  وينه تشريح ته ضرورت نه لري وينه تفسير، وينه تقرير نه غواړي وينه خبرې کوي وينه پېغام ورکوي خپله لهجه او خپله ژبه لري ته وا چي موږ د پېښور د مقدسې وينې

20.04.2013 Khan Zaman Kakar

د نېشنلزم نمبرپلېټ / خان زمان کاکړ

  په پښتون نېشنلزم کي اضافه نه ده شوې بلکې په پښتنو کي د يو بل ګوند نوم بدل شوی دی او د نېشنلزم نمبرپلېټ يې په ځان پورې تړلی دی. ګمان يې د ا دی، چي د پښتنو په کليو او ښاريو کي اوس يوازي د نېشنلزم په نمبرپلېټ سړی تېرېدلی شي. په نورو ټکو، له مذهبه وروسته يوازې نېشنلزم کولی شي چي د ړندو ډلې په ځان پسې کړي. نېشنلزم هم لکه ملائيت کله کله يوازې جلاليان روزي او جلاليان لکه بې ځالې مارغان د خپلو خو

22.02.2013 Khan Zaman Kakar

پښتو ..... / خان زمان کاکړ

پښتو خوږه لکه غزل د کاروان دومره زي

21.02.2013 Khan Zaman Kakar

د پښتو يو توری په لس روپۍ و / خان زمان کاکړ

  ددې سرليک په لوستلو شايد څوک دردمن زړه لرونکی له خوشالۍ څخه په هوا شي چي پښتو هم دومره قيمت درلود چي يو توری يې په لس روپۍ خرڅېده. ځکه چي تر اوسه خو د پښتو د ډېری کتابونو قيمت به هم لس روپۍ و. خو زما په ژوند کي يو څو مياشتې داسې هم وې چي د پښتو يو توری په لس روپۍ و خو ما يو توری هم وانه خيست، ډېرو ملګرو رانيول خو هغه هم په تېروتنه او بې پامۍ کې….

20.02.2013 Khan Zaman Kakar

يوويشتمه فروري ـــــــ د مورنيو ژبو نړېواله ورځ/ خان زمان کاکړ

  په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کي عامه رخصتي وي او د د بنګالي ژبې شهيدانو ورځ به لمانځل کېږي، په پاکستان کي به په هم دې ورځ په مکتب، مارکيټ او عدالت کي په پرديو ژبو درس، تفاعل او رابطه روانه وي. په يوويشتمه فروري به په بنګله دېش کي د مورنۍ ژبې په ننګ د شهيدو شوو ځوانانو له يادګيرنې سره دا يادونه کېږي، چي د بنګال د ازادۍ په تحريک کي د مورنۍ ژبي د

20.02.2013 Khan Zaman Kakar

نوې صوبې او د پښتنو قامي برخليک / خان زمان کاکړ

    د ۱۹۷۳ء  په آئين کي د نوو صوبو لپاره موجود طريقه کار  د شناخت د بحالۍ مطالبې ته يوه جمهوري لار پرانيزي، په پاکستان کي د غېرفطري جغرافيايي الحاقونو په نتيجه کي زښت لوی انتظامي، قامي او ژبني کړکېچونه رامنځته شوي دي، د زړو کرښو مدافع د نوو کرښو د راښکلو په عمل کي هم غواړي چي اصلي هويتونه بحال نه شي، پر ژبني بنياد له نوي انتظامي جوړښت سره

11.02.2013 Khan Zaman Kakar

پاکستان د فحاشو جرايمو فايبريکه ده! / خان زمان کاکړ

  پاکستان په خپل داخلي خلفشار او انتشار کي هر ورځ داسې نوي کرتوت معرفي کوي چي نه يوازې يې د ناکام رياست پر حقيقت د ثبوت مهر ثبت کوي بلکې د عوامو په نوره بربادي هم تماميږي. پاکستان د تاريخ يو داسي پروژه ده چي د اولسونو له بربادۍ پرته يې بله ايجنډه کله هم نه ده لرلې. د شپېتو کلونو په فوځ شاهي کي يې د ټولنې بنيادي اخلاقيات متشدد کړل، خشونت يې په کلتورونو کي اساسي توکی وګرځاوه. هغه کلتورونه چي د

15.01.2013 Khan Zaman Kakar

د کوټې مقدمه ... / خان زمان کاکړ

    بلوچستان د غلو په اجاره دی، يوه خوني بزکشي د کوټې پر واټونو روانه ده، يو بدترين اجنبيت غالب دی، په خانداني رشتو سره پېوند اکثريتي قبيلې اوس د نااشنا او ناپېژندلو څېرو په خورول شويو کاروباري جالونو کي بنديوانې دي. انسان ته په خپل ټول احترام، رښتيا خبره دا ده چي د خاورې زوی انسان پر خاوره د تپل شوي انسان په کاروباري پړي ځوړند دی. حکومت په رښتيا هم

12.01.2013 Khan Zaman Kakar

د مېلې انصاف او د غني خان "لونګين اشنا" .../ خان زمان کاکړ

ورځ ۲۶م اپرېل وه، آزادې عدليې د

31.07.2012 Khan Zaman Kakar

د عدالتي کودتا مخنيوی پکار دی / خان زمان کاکړ

په پاکستان کي يو ځل بيا يوې غېرمنتخبې ادارې په يوه غېر آئيني طريقه عوامي مېنډېټ او د پارليمان قرارداد تر پښو لاندې کړ او منتخب وزيراعظم يې نااهل وګرځاوه.  پ

27.07.2012 Khan Zaman Kakar

د پاکستان ويلنټاينز ډې......../ خان زمان کاکړ

    دا پاکستان دی، دلته همېشه د مېډيا مجاهدينو کېمرې پر غاړه اړولي وي، په پارکونو او بازارونو کي ګرځي، چي چېري کومه نجلۍ خو له کوم پردي هلک سره په سېل راوتې نه ده، که چېري کوم دوه ملګري ناست وي، دوي ترې نکاح نامه غوښتلې شي، دا تپوس ترې کولی شي چي دوی د مور او پلار په اجازه که بې اجازې راوتللي دي؟  که چېري يې نکاح نامه ښکاره نه کړه نو د ټي وي پر

12.02.2012 Khan Zaman Kakar

ټولو ته استثناء حاصله ده خو صدر زرداري ته نه / خان زمان کاکړ

  په پاکستان کي فوځ د چا ماتحت اداره نه ده، دا يوه بااختياره او کل اختياره اداره ده، دې ادارې ته که آئيني نه وي نو عدالتي استثناء ضرور حاصله ده،فوځ حکومت، سياست، کاروبار او هر څه کولی شي او ددې لپاره هغې ته د هرې طريقې د استعمال اجازت دی، فوځ منتخب حکومتونه راغورځولی شي، آئين ماتولی شي او ټوله اکانومي په خپل اختيار کي اخيستلی شي، قتلونه کولی ش

11.02.2012 Khan Zaman Kakar

جنسي امتياز او غېرمتوازن ټولنيز جوړښت..../ خان زمان کاکړ

  د پدرسري سماج د فيوډل ساخت له بطن څخه په  زېږدلو استبدادونو کي د ښځو له ذات سره لوبېدونکي مستبد رسومات او قوانين د فطري او بنيادي انساني حقونو په وجود کي د چينجنو ژويو غوندي رغړېدلي او د تهذيب اصلي څېره يې بدرنګه کړې ده. په فيوډل سټرکچر کي مردانه غېرت په خپل يو خاص رُخ او مخ کي خودکش کرتوت تر سره ک

12.12.2011 Khan Zaman Kakar

د اسمان شرافت.........../ خان زمان کاکړ

موږ به خوار ځواکي وو، کمزوري به ووچي مو دفاع د خپل ګرېوان، د خپل پټکي ونه کړهچي د ظالم لاس مو ورغبرګ نه کړ، ور مات مو نه کړموږ پښتانه وو، د جنګونو په دوزخ کي اوسېدونکی اولسچي د جنت د لنډې لارې غلچکي مو ورک له زمکې نه کړلزموږ وجود وو د غربت چنجيو ټول خوړلیموږ د بارودو، د ټوپکو مخ په څه نيولوپر خپل وطن، د خدای پر ښکلي کاينات باندي مين خلک ووخو قتل عام د خپل چنار او خپل اينځر مو ګرځولی نه شوموږ د سندرو، اتڼونو قام ووخو د خپل مات رباب، خ

19.05.2011 Khan Zaman Kakar

د رهبرۍ سړی.........../ خان زمان کاکړ

(اسفنديار ولي خان ته ډالې) قصيده ګو نه يم، په چل د قصيدې باندې پوهېږمه نهنه دغه وخت د مدحې وخت دی، نه اړتيا يې شته دهد جنګ لمحې دي، خطرناکې شپې ديد قام د سر د بقاء سوال، د مرګ او ژوند بريد پولهنوره څلور کونجه نړۍ په درانه خوب ويده دهموږ د جنګونو دوزخي غرمې په ځان تېروداسي څوک نشته چي دمه راکړي او سېوری راکړیيو مي جانان دی، په يوازي سر مي سر ته ولاړد لوی دښمن په ضد سنګر

19.05.2011 Khan Zaman Kakar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more