وينه تشريح ته ضرورت نه لري

وينه تفسير، وينه تقرير نه غواړي

وينه خبرې کوي

وينه پېغام ورکوي

خپله لهجه او خپله ژبه لري

ته وا چي موږ د پېښور د مقدسې وينې

په ژبه نه پوهېږو؟

ته وا چي موږ د باچاخان د قافلې د وجود

د تکې سرې وينې پېغام نه اورو؟

دا چي څه کېږي، ډېر صفا کېږي

په پېښور کې د انسان د عظمت غلا کېږي

دا جنګ په منځ کې د انسان او د بلا کېږي

وينه خبرې کوي

وينه پېغام ورکوي

چي د شهيد د وينې پور به هم وي

که نور قامونه وي پر زمکه آباد

پکې آباد د پښتون کور به هم وي

دا د پښتون اولس وطن د جنګ ببرو نه دی

د پنجابيانو او عربو ترهګرو نه دی

وينه خبرې کوي

وينه پېغام ورکوي

وينه له قام سره وفا غواړي

چي د قامي بقاء په ننګ راوتي

چي د وحشت خلاف په جنګ راوتي

ټينګه د هغو خلکو ملا غواړي