ددې سرليک په لوستلو شايد څوک دردمن زړه لرونکی له خوشالۍ څخه په هوا شي چي پښتو هم دومره قيمت درلود چي يو توری يې په لس روپۍ خرڅېده. ځکه چي تر اوسه خو د پښتو د ډېری کتابونو قيمت به هم لس روپۍ و. خو زما په ژوند کي يو څو مياشتې داسې هم وې چي د پښتو يو توری په لس روپۍ و خو ما يو توری هم وانه خيست، ډېرو ملګرو رانيول خو هغه هم په تېروتنه او بې پامۍ کې….
کومه ډېره زړه خبره هم نه ده، د يونيسکو د مورنيو ژبو تر چارټر وړاندې خبره هم نه ده. په مکتب کي په اتم ټولګي کي راسره داسې وشو چي د اردو د مضمون استاد اعلان وکړ چي که په دې کلاس کي چا د پښتو يو توری هم ووايه نو هغه به لس روپۍ جرمانه ورکوي. ما د اردو ادبياتو د مطالعې په برکت دا څو مياشتې ښې له استاد سره په ګپ شپ تېرې کړې ځکه اردو مي څه سره سيخولی شوه. نيژدې ټول کلاس يې په دې اعلان ګونګی کړ، زه چي د هغه کلاس د خاموشۍ کېفيت راياد کړم، وېښته مي ودري. د مکتب په زمانه کي، زموږ په غريب وطن کي، د جېب خرڅ د يو زده کوونکي لپاره لس روپۍ وي. په سرکاري ښوونځيو کي همداسې صورتحال وي. پر هغه لس روپۍ د اردو د مضمون استاد محترم د وېرې کېفيت وغوړاوه او هغې وېرې خاموشي خوره کړه. په بې پامۍ کي يو څو داسې کېسونه وشول چي يوه نيمه خبره به د پښتو وشوه دېرش څلوېښت روپۍ جرمانه به راغله، يو توری په لس روپۍ، د مثال په توګه:
"زما څنګ ته راشه".
زما+څنګ+ته+راشه
څلور لفظونه څلوېښت روپۍ، شمار يې همداسې و.
څلوېښت روپۍ به نه وې بيابه يې سبا جمع کړې، سبا به لومړی ددې پوښتنه کېده.
اوس ددې دويم اړخ ته هم پام پکار دی، دا چي په کلاس کي کوم خاموش اکثريت ناست و، دې به څه فکر کاوه؟ داسې نه وه چي ته وا دې خلکو خبرې کولی نه شوې ځکه چي په نورو کلاسونو کي دې هلکانو ښه سم دم شرکت (participation) کاوه خو اردو يې د خبرو فريکوينسي ورټوله کړه. په هر حال په آخري تجزيه کي پېغام دا لاړ چي په پښتو کي د علم خبرې نه شي کېدی. د استاد دا جرمانه د مورنۍ ژبې د مرګ د اعلان مترادفه وه. بشرپوهان ددې اعلان په دننني خطرناک نوعيت پوهېږي.
پخپله استاد پښتون و، زه په پوره مسووليت سره درته وايم چي د اردو د مونث او مذکر کور يې وروراناوه خو د هغه لپاره دا ډېره د وياړ خبره وه چي څو لفظونه يې په رواني کي سره تړلی شو. نور نو ترې د علم او دانش کډه کوچېدلې وه.
د پاکستان په تعليمي ادارو کي د علم او دانش کيسې ډېرې خال خال تر غوږو کېږي. ما يې په يو عام مکتب کي هم زدکړې کړي او بيا يې د هيواد د تر ټولو لوی پوهنتون زده کوونکی هم پاته شوی، ما نه ولېدل چي چېري له علمي کلتور سره هم څوک مينه کوونکي مېشت دي. ما نه وليدل چي چېري څو استادان او طالبعلمان ناست دي صرف د کتابونو کيسې روانې دي. يو تشنګي به وي چي سړي ته به هر وخت ورمحسوسېږي، يو درد به وي چي د درمان نخښه به يې نه تر سترګو کېږي. د پاکستان د تعليم په يو پېچيده سرکل کي نور هيڅ ونه شي په اتلس شل کاله کي دي له ژبې، کلتور، تاريخ او شعور څخه فارغه کړي، او بيا نو يوه وړه نوکري په لس درکړي. نوکري نه وي د پوزې پېزوان وي، زه دي له حيا وچوم خو رښتيا خبره دا ده چي په دې نوکري خلک خصيان کړي.
په پاکستان کي د سول سروس ازموينې دي سي ايس ايس ورته وايي، ماته هغه ټپه راياده شي چي:
د جلالا ګودره وران شې
په جېنکو دي سالنډی ولګونه
دې ازموينو په محصيلينو سالنډی ولګاوه، د څربې نوکرۍ همدا يوه ښه لاره پاته شوې ده. خو په دې کي مسئله دا ده چي انګرېزي کمپوزيشن او مضمون نه پاسېږي. کله کله له يو ملګري پوښتنه وکړم چي څه کوې؟ وايي "د سي ايس ايس تياري کوم". انګرېزي چرته وايې؟ راته کړي "ډان اخبار وايم". دومره زړه چاودنکی حالت دی، ډان د پاکستان يو انګرېزي ورځپانه ده نه پوهېږم چي کوم ظالم دې محصيلينو ته وئيلي چي په ډان لوستلو انګرېزي زده کولی شئ.
اخبار لکه چای لکه سګرېټ بايد د ژوند عمومي او روزمره برخه وي خو دا دلته روايت نه دی. همداسې ډايري ليکل دلته د ژوند برخه نه ده ګرځېدلې. موږ او کتاب خو نو بيا بېخي سره پر لويه فاصله يو. موږ پېدا کېږو مرو خو پاتېږو نه! موږ د خپلې بقاء په هنر پوهېدلی نه يو. رياست خو به ظالم و مکار به و، زموږ د تخليقي صلاحيتونو په قتل به يې زموږ تقليدي سجدې په ځان پسې واري کولې، خو موږ، زموږ سياست او ادب د ټولنې د تخليقي صلاحيتونو په روزولو کي څه کړي؟ موږ پخپله څومره پښتو وئيلې او ليکلې چي موږ يې هرکال په يوويشتمه فروري قام ته نصيحتونه کوو؟ ژبه د يو cause په توګه يوه خبره ده خو د rhetoric په توګه بله خبره! نن پر يوويشتمه فروري، د پښتو ژبې د مقدس ياد پر موقع يې خپل قام پرست سياست ته په ياد ورکوم چي پښتانه دومره بې وقوف هم نه دي چي د cause او rhetoric تر منځ په فرق هم نه پوهېږي.
د عوامي نېشنل ګوند د حکومت مننه چي په پښتونخوا کي يې پښتو تر دولسم پورې لازمي مضمون وګرځاوه خو بايد چي د مضون روح هم "پښتون" وي او استاد هم "پښتون" وي.
يو شاعر ملګری مي دی، هغه بله ورځ يې راته فون کړی و د سېف الرحمان سليم د يو شعر پوښتنه يې کوله، ما هغه شعر ورته ووايه، د پښتون استاد ذکر پکي شوی و، خو ما هغه ملګري ته وئيل چي ګوره په دې شعر کي د "استاد" او "پښتون" ډېرې ژورې ماناوې دي. مطلب يې پروفېسر ....... صاحب نه دی. هغه شعر داسې دی:
د جومات امام عرب دی په مکتب کي ډيلي وال دی
يو استاد راله پېدا کړئ خو پښتون راله پېدا کړئ
دا کوم پروفېسر صاحب چي ما وريادوه هغه هم نيم عرب او نيم منصوره وال (ډيلي وال نه) دی، دا بيا بېله خبره ده چي د پښتو لمن پراخه ده خلک په خپله لمن کي ځايولی شي.